<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-19 18:12:11    
د چين د مسلمانانو لپاره حج ادا کول اسان شوی دی

cri

ګرانو اوريدونکو ! اسلام عليکم ! په دغو ورځو کی د نړۍ له بيلابيلو ځايونو څخه ګڼ شمېر مسلمانان د حج فريض د ادا کولو لپاره مکې معظمې ته ځی . د دغو مسلمانانو ترمنځ د چين زيات مسلمانان هم ليدل کيږی . په نننی پروګرام کی به په دی باب تاسو ته څه معلومات وړاندی کړو !

ښاغلی ما جينګ ليانګ يو لوی اخوند دی چه د چين د شمال لويديځ د نينګ شيا د هوی قوم په خودمختاره سيمه کی اوسيږی . په دغه سيمه کی دچين ګڼ شمېر مسلمانان ژوند کوی او څه دپاسه ٣٠٠٠ جوماتونه پکی اباد شوی دی برسيره پردی د اسلامی علومو دوه پوهنځی او د عربی ژبې څو ښونځی هم هلته موجود دی . ماليانګ جينګ اخوند د دغې سيمې له يوه پوهنځی څخه فارغيدو وروسته د يوه مذهبی شخصيت په توګه ګرځيدلی دی نو هغه د هغو مذهبی سيمو د حالاتو په باب زيات معلومات لری چه مسؤليت يی د ده پر غاړه دی . هغه خبريال ته وويل :

په وروستيو دوو کلونو کی هر کال د حج فريض ادا کولو لپاره د خلکو شمېر له لسو تنو څخه اوړی چه دغه رقم د پخوا په پرتله زيات شوی دی .

د ښاغلی ما په وينا دغو کسانو د چين د حکومت له خوا د حج فريض د ادا کولو لپاره په جوړو شويو ډلو کی ګډون ګړی دی . د بيلابيلو ولايتونو او سيمو د مسلمانانو له شمېر سره سم حکومت د حج ادا کوونکو شمېر ټاکی . مثلأ د نينګ شيا د هو قوم خودمختاره سيمه د زياتو مسلمانانو لرونکی يوې سيمې په توګه څه دپاسه يو زر تنه

حج ته لېږی . دغه تګلاره له څه دپاسه شل کاله مو دی راهيسی پلې شوی ده . ځکه د چين ډيرۍ مسلمانان چه حج ادا کوی ، عربی ژبه نه شی ويلی نو هغوی له دغې تګلارې څخه ګټه اخلی .

په چين کی د هوی ، ويغور ، قزاق ، سالار او دونګ شيانګ په شمول د لسو قومونو څه دپاسه شل مليونه خلک د اسلام پر مبارک دين باندی عقيده لری او د چين په بيلابيلو ځايونو کی ليدل کيږی . د نينګ شيا د هوی قوم په خودمختاره سيمه کی څه ناڅه دوه مليونه يو لک مسلمانان ژوند کوی . په دغه سيمه کی د اسلامی د ټولنې مشر شيې شنګ لين وويل :

په وروستيو کلونو کی ډېر مسلمانان غواړی د حج مناسکو د بشپړتيا لپاره مکې معظمې ته ولاړ شی . هغوی د حکومت د مذهبی تګلارې په رڼا کی خپله دغه هېله کولی شی .

څو ورځې دمخه د نينګ شيا د هوی قوم خودمختارې سيمې څه دپاسه زر تنه مسلمانان د حکومت له خوا په چمتو شوی ډله کی ګډون کړی او د يوې ځانګړې الوتکې په وسيله معکې معظمې ته تللی دی .

څلويښت کلنې مېرمن فاطمه لين شيانګ ليان چه له دغو مسلمانانو څخه شمېرل کيږی ، د تصدۍ خاونده ده . د حج د فريض ادا کولو په هکله يی په وياړه سره وويل :

په خپوانی زمانه کی می کورنی بی وزله وه . مګر د چين له اصلاحاتو او ورخلاصون نه وروسته می کورنی شتمنه شوی او د دی شرايط بشپړ شوی چه زه حج ادا کړم .

مېرمن لين زياته کړه چه هر کس ته د حج ادا کولو لپاره ديرش زره ژن مين بی يونه په کار دی او دا د دی او نورو زياتو مسلمانانو لپاره مشکل نه دی .

د چين مسلمانان په سوداګری کی لوی لاس لری . په وروستيو کلونو کی د حکومت تر ملاتړ او تشويق لاندی زيات شمېر مسلمانان د لويو تصديو په څښتنانو بدل شوی دی چه زياتره يی هر کال دوولس زره امريکايی ډالره عايدات ترلاسه کوی او د ځينو بډايو مسلمانانو شتمنۍ له لسو مليونو امريکايی ډالرو څخه هم اوښتی دی .

ښه ژوند مسلمانانو ته د حج ادا کولو لپاره د مالونو بنسټ برابر کړی او حکومت هغوی لپاره نورې مرستې او ملاتړ برابر کړی دی . د تيرې پيړۍ د اتمې لسيزې راهيسی د چين اسلامی ټولنې له بيجينګ څخه تر مکې پوری ځانګړی الوتکه برابروله . په دغه الوتکه کی به د عربی ژباړونکی او مسلمان ډاکتران هم وو . برسيره پردی د حج له ادا کولو نه مخی به دغې شوی ټولنې اړوند شخصيت مکې ته ليږده چه د سعودی عربستان له اړوندو څانګو سره اړيکې ونيسی او د چين د مسلمانانو د خورا څښاک او اوسيدو اړتياوو د بشپړتيا لپاره خدمت وکړی .

د چين د منځنيو سيمو د ګن سو ، چينګ های د ولايتونو او د نينګ شيا د هوی قوم د خودمختارې سيمې د مسلمانانو د حج ادا کولو د اسانتيا لپاره د چين حکومت په روان کال کی لومړی ځل لپاره د ګن سو ولايت په مرکز لان جو ښار کی تر مکې پوری يوه هوايی کرښه پرانيستی ده . د نينګ شيا د هوی قوم په خودمختاره سيمه کی د مذهبی چارو د رياست مامورې جين شياو لين وويل :

په تيره موده کی د حج ادا کولو لپاره د نينګ شيا مسلمانان بايد لومړی بيجينګ ته تللای او بيا وروسته د بيجينګ له لارې مکې معظمې ته تلل . د بيرته راتګ په وخت هم حال همداسی ؤ . نو زيات وخت او انرژی مصرفېده . اوس د يوې ځانګړی الوتکې له لارې له لان جو څخه تر مکې معظمې پوری لارې وهلو ته يوازی ١٦ ساعتونه په کار دی .

د خبر له مخی ، سږکال د حج ادا کولو د هغه پلاوی د غړيو شمېر چه څو ورځی دمخه مکې معظمې ته خوځېدلی ، اوو زرو ته رسيږی . اوس مونږ هېله لرو چه الحمد لله دغه مسلمانان په بريالی توګه خپل فرايض بشپړ کړی .

ګرانو اوريدونکو ! زمونږ دغه پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد او ستاسی د اوريدلو له امله ډيره مننه کوو!