د سين هوااژانس د خبر له مخی : له دې امله چه د جنوری په نولسمه نېټه د هانکانګ په ځانګړی اداری سيمی کی يو مړ شوی مرغ د مرغانو انفلونزا په ناروغی اخته شوی دی ، نو د دې سيمی د حکومت اړوندو څانګو د مرغانو انفلونزا سره د مقابلی لپاره لازم تدبيرونه نيولی دی تر څو د مرغانو له لاری د دې ناروغی ويروس د خپريدو مخه ونيول شي ٠
اوس هانکانګ د وحشيو مرغانو د نظارت او معاينی کارونه پياوړی شوی او د واردونکو مرغانو د سارې ناروغی د معاينی لپاره جدی تدبيرونه نيول شوی دي٠
اوسه په هانکانګ کې د مرغانو انفلونزا په ناروغی اخته کيدونکی کوم سړی او مرغ نه دی پيدا شوی ٠