<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-21 17:52:37    
مونږ او اوريدونکي

cri

قدرمنو اوريدونکو ،د مونږ او اوريدونکی پروګرام ته موهر کلی کوو. زه امان الله عمران او زما همکاره سپوږمۍ د پروګرام په وړاندی کولو کښی ستاسی سره ملګری يو ، هيله ده چه دخپلو ليکونو د اوريدو دپاره د پروګرام تر پای پوری را سره پاتی شی .

سپوږمۍ __زه هم اوريدونکو ته به هر کلی ويلو سره دغه لومړی ليک را اخلم چه د پاکستان د صوبه سرحد له مانسهری څخه نثار احمد احمدی راليږلی ، دی او ور سره ملګری يی هر يو قدرت الله ارمانی ، راز محمد وفادار،محمد قربان ، ګل احمد ارمانی ، علی محمد خاکسار ، فدا محمد فدا ، خان محمد سيند او نور ټول د سی ، ار ، ای راډيو کارکوونکو ته سلامونه وړاندی کوی ، دوی ليکی چه مونږ ټول هره ورځ د چين بين المللی راډيو پروګرام اورو او ډيره علاقه ور سره لرو، په تيره بيا د مونږ او اوريدونکی پروګرام په ډير شوق او مينه اورو ، نًثار احمد احمدی وايی دا زما پنځم ليک دی چه زه يی تاسو ته درليږم او هيله لرم چه ما ته پاکټونه ، مطبوعات ، مجلی او نشراتی مواد او د حيواناتو عکسونه او دغه راز دچين د لوی تاريخی ديوال عکس هم راوليږی ، نو زه به خپله قلمی رابطه نوره هم ټينګه کړم . ګرانه اوريدونکيه نثار احمد احمدی ستا او ستا د ملګرو سلامونو ته وعليکم سلام وايو ، د خوشحالۍ ځای دا دی چه تاسی د چين بين المللی راډيو پروګرام هره ورځ اوری او ور سره علاقه لری ، دا چه د مونږ او اوريدونکی د پروګرام سره ځانګړی مينه لری .هيله ده چه لا نور يی هم پخپلو ليکونو او ګډون سره ښايسته کړی ، د کوم شی د درليږلو غوښتنه مو چه کړی ، نو څه چه زمونږ په لاس کښی دی ، در وابه يی ستوو

او خپله رابطه هر وخت ټينګه وساتی .

عمران __ دغه بل ليک د پاکستان د صوبه سرحد د ټانک ضلع د شانواز کلی نه نور حسين، صابرنقيب الله ، فرمان الله ، رحمان الله سلمان شاه ، نويد احمد ، عمران شاه ، محمد خالد ، محمد ارشاد، فرمان شاه ، محمد وقاص، رحمان علی ، محمد بلال او ور سره نورو ملګرو راليږلی ، دوی د چين بين المللی راډيو پښتو خپرونی ټولو کارکوونکو ته سلامونه ويلی دی .دوی ليکی چه مونږ ستاسی ټول پروګرامونه ډير زيات په مينه او شوق سره اورو او هغه پروګرامونه چه زمونږ خوښ دی ، خبرونه ، تبصری ، دچينی ژبی لوست پروګرامونه او له ټولو نه چه زيات مو خوښ دی، د مونږ او اوريدونکی پروګرام دی ، دوی وايی مهربانی وکړی دغه ليک را ته خپور کړی ، د ٢٠٠٦کال جنتری کارډونه او نوری معلوماتی پاڼی راواستوی .درنو اوريدونکو ، نور حسين او ور سره ملګرو سلامونو ته مو وعليکم سلام وايو ، زمونږ د خپرونی او پروګرامونو په ستايلو او په مينه اوريدلو مو ډير مننه کوو ، هيله ده هر وخت يی همداسی په مينه او شوق سره واوری ، ليک مو ډير به يو داسی ډول ليکلی و چه لوستل کيده نه ، په ډير زيات کوشش سره موهغه څه ولوستل چه لوستلای مو شوای ، هيله ده په راتلونکی کښی په ارام او څرګند ډول خپل ليک وليکی او هغه څه چه زمونږ په لاس کښی دی در وبه يی ليږو .

سپوږمۍ __ دا ليک د پاکستان بلوچستان صوبی د پشين ضلع څخه جان محمد ثاقب او محمد کبيرحق شناس په املايی غلطيو سره يو لنډ ليک راليږلی ، دوی سلامونه ويلی او ليکلی يی دی چه ستاسو پروګرامونه زمونږ ډير خوښ دی ، درانه اوريدونکيه ،جان محمد ثاقب له سلامونو او نيکو هيلو څخه دی مننه ، هيله ده چه

زمونږ پروګرامونه هر وخت واوری او په راتلونکی کښی مو له املايی علطيو پرته د نورو ليکونو په هيله .

عمران __ د پاکستان صوبه سرحد د ټانک ضلع کوټ نواز له کلی څخه اميرخان ، حميد خان ، شير نواز ، احمد خان ، فخرالدين ، عمر شاه ، عارف خان ، محمد رسول ، فيض الله امين ، سخر خان ، خان زمان ، ، سيد امين ، عمر زاهد ، جاويد ،

رحيم الله ،حبيب شاه ، باد شاه خان او ور سره نورو ملګرو يی پخپل ليک کښی دچين بين المللی راډيو پښتو څانګی کارکوونکو ته د خوشحالۍ په هيلو سلامونه ويلی دوی ليکلی چه دکوټ نواز دفتر دعوامی نيشنل پارټی له اړخه دغه ليک ليکی او غوښتنه يی کړی چه دغه ليک هرومرو ور ته خپور او دغه راز کارډونه او د نوی کال جنتری هم ور واستوو ،د کوټ نواز کلی دعوامی نيشنل پارټی د دفتر غړو قدرمنو اوريدونکو له ليک او سلامونو څخه مو زياته مننه کوو ، هيله ده زمونږپروګرامونه تل په مينه اوشوق سره واوری او په لاس کښی موجود غوښتل شوی توکی به دروليږو

سپوږمۍ __ دغه ليک د پاکستان صوبه بلوچستان د پښين ضلع د تراټی له کلی څخه عبدالخالق نصرالله داوی، محمد طاهر عمګين او عبدالستار قدردان رااستولی او ليکلی يی دی د سی ، ار ، ای راډيو پښتو خپرونی ټولو همکارانو او ټولو اوريدونکو لومړۍ زما او زما د ملګرو له لوری د پښتنی مينی او خلوص نه ډک د ملغرو په شان په تار پييلی سلامونه ومنی ، دليک ليکونکی عبدالحالق وايی چه دا زما لومړی ليک دی ، هيله لرم چه د راډيو په څپو کښی ور ته ځای ورکړی او اراده لرم چه د سی ، ار ، ای راډيو سره خپلی قلمی اړيکی ټينګی کړم .

عمران __ هو قدرمن ااوريدونکی ، عبدالخالق او ور سره ملګری يی په خپل ليک

کی زياتوی ستاسو خوږه پښتو خپرونه ما نور وخت هم په ډير شوق او مينه سره اوريدله او وايی چه يوه ورځ په پښتو مشاعره کښی له بدرالدين سره د مشاعری په

تالار کښی مخامخ شوم او ما ته يی د سی ، ار ، ای راډيو په اړه ښه معلومات راکړل او ور سره يی ستاسو له خوا راليږلی شوی .د پښتو هنداری په نامه يوه پاڼه او د ليک دوه پاکټونه هم راکړل او زه يی دی ته وهڅولم چه ستاسو سره مخامخ اړيکی ونيسم ، هيله لرم چه تاسو به زما دغه نيمګړی ليک په ډيره مينه را ته خپور کړی ، محترم عبدالخالق حقانی صاحب دا دی ليک می دی در ته خپور کړ،ستاسو ليک او ښو هيلو په تر لاسه کولو مونږ خوشحاله شو ، عبدالخالق حقانی له خپل ليک سره يو غزل هم رااستولی چه ور ته وبه يی لولو

زمونږ له وجود زمونږ له زړګی او له درشله خيژی

بلی لمبی دی سره اورونه له کابل خيژی ،

ګوره چه بيا د کوم ظالم د راتګ وخت سولو دا

چه اسويلی د افغانانو له کوګله خيژی

اوس که هر څو د بغاوت ناری په زوره وکی

په زخمی خوله او ګونګ ژبه اواز کله خيژی

او ته چه سولی د رقيب تر څنګ روانه ګرانی

دحقانی لاسونه خود ستا له کاکله خيژی .

سپوږمۍ __ګرانو اوريدونکو ، دچين د قيمتی ټاپو _ تايوان په باب معلوماتی مسابقه دنوامبر تر ديرشمی نيټی پوری پای ته ورسيده ، زياتو اوريدونکو په فعاله

توګه په دغه سيالی کښی ګډون کړی دی . د تير اکتوبر په سر کښی په پاکستان او

افغانستان کښی سخته زلزله را پيښه شوه ، که څه هم دځينو اوريدونکو کورونه نړيدل شول او په ژوند کښی له زياتو مشکلاتوسره مخامخ شول ، خو دوی د مشکلاتو په ليری کولو سره لا هم په دغه سيالۍ کښی ګډون کړی دی .ځينی اوريدونکی که څه هم زمونږ له خوا راليږل شوی د معلوماتی مسابقی پاڼی نه دی تر لاسه کړی، خو دوی پخپله پاڼی چمتوکړی او مونږ ته يی راليږلی دی ، دغه ډول روحيه د ستاينی وړ ده .

عمران __ په دغه مسابقه کښی دګډون کوونکو شمير ډير زيات دی او تر اوسه پوری څه د پاسه يو سلو پنځوس پاڼی مونږ ته رارسيدلی . له دی کبله چه په دغه سيالۍ کښی د جايزه اخيستونکو شمير محدود دی ،نو ځکه يوازی څلورو تنو اوريدونکو لومړی ، دوهم او دريم درجه جايزی ګټلی دی،له هغو اوريدونکو څخه ستاسو څخه بخښنه غواړو چه په مسابقه کښی يی په ګډون کولو زيار ايستلی ، خو بريالی شوی نهدی ؤ هيله ده په نورو مسابقو کښی ګډون وکړی او برياليتوب تر لاسه کړی . اوس به ددغو اوريدونکو نمونه ولولو .

لومړی درجه جايزه ګټونکی د پاکستان صوبه سرحد چارسده روډ د خزانی له کمپ څخه معشوق جان کاموال .

دوهم درجه جايزه ګټونکی د صوبه بلوچستان د پښين کلی تراټی څخه بدرالدين عزيزی

دريم درجه جايزه ګټونکی د صوبه سرحد کوهاټ ګهمکول دريم نمبر کمپ څخه د اريوب کلب مشر محمد اقبال بشر دوست او دباختر کلب مشر سيد الرحمن بهير .

دلته مونږ دغو اوريدونکو ته مبارکی وايو .هيله ده چه ټول اوريدونکی په فعاله توګه په راتلونکی سياليو کښی ګډون وکړی .

ګرانو اوريدونکو ،دمونږ او اوريدونکو نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد ، تر راتلونکی شنبی پوری مو په خدای سپارو ،خوشحاله اوسی .