ګرانو اورېدونکو، عبدلله مقري لکه څنګه چه له نامه څخه يی معلوميږی ، د غزنی ولايت د مقردی، نوموړی د پښتو يو ډېر خوښ ژبی او مشهور سندرغاړی دی. د تيری ميلادی پېړۍ په ٨٠ مه لسيزه کی په کابل کی و او هلته دی پر خپلې هنری دندی او سندرو ويلو سربېره د کورنيو چارو په وزارت کی د څارندويانو يو ضابط هم و، په کابل کی د جګړو له پيل وروسته ، ده هېواد پرېښود او پاکستان ته مهاجر شو، هلته يی هم خپلی هنری دندی او سندرو ويلو ته دوام ورکړ ، ده ډېری سندری ويلی دی او اوس هم سندری وايی ، اوس به د ده يوه خوږه سندره په ګډه سره واورو.