<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-28 17:21:25    
د چينايانو د پسرلنی اختر

cri

په لوېديځو هېوادونو کی د کريسمس جشن په شان په چين کی پسرلنی جشن د چينايانو لومړنی لوی جشن دی که څه هم د زمانې د پرمختګ سره سم ددې جشن د لمانځنې فعاليتونه بدل شويدي ، خو د چينايانو په ژوند او نظر کی نور جشنونه د دغه عنعنوي جشن ځاي نشي نيولی . د روانې مياشتې نهه ويشتمه نېټه د پسرلني جشن سره برابره ده يعني دغه ورځ د چين نوي کال لومړي ورځ ده

وايی چه د پسرلی عنعنوي جشن د څلور زرو کلونو تاريخ لری . خو په لومړی وخت کی دغه جشن د پسرلني جشن په نامه نه ياديده او نېټه يي هم دايمي نه وه . د چينايانو د عادت سره سم ، د پسرلی جشن د بزګری جنتري د کال د وروستي مياشتې له درويشتمې نيټی څخه د نوی کال د لومړني مياشتې تر پنځلسمې نيټې پوری تقريبا دری اوونی دوام لری او په دې موده کی د نوي کال بيګا شپه چه چو شي نوميږی او د نوي کال لومړی نيټه تر ټولو مهمه ده . چو شي په چيني ژبه د شيطانونو د وژلو مانا لري .

دا د چين د پسرلی اختر په اړه څه معلومات وو. ښاغلی امان الله تاسی په افغانستان کی د ورته اخترونو په اړه لږ څه خبری وکړی.

ښه، هر ولس خپل اخترونه او د خوشالۍ ځانګړي مناسبتونه لري. د چين د دغه پسرلني عنعنوي او دوديز اختر يا جشن په شان د افغانانو په ګډون د نړى مسمانان په هر كال كې دوه اخترونه لري چې يو يې كوچينى يا كمكى او بل لوى اختر دى دغه دواړه اخترونه ديني يا مذهبي مناسبتونه دي. خو پر دې سربېره افغانان بيا د چينايانو پسرلني اختر ته ډېر ورته د پسرلي د رادبره كېدو ورځ لمانځي چې د هر ميلادي كال د مارچ مياشتې له يوېشتمې نېټې سره سمون خوري. دپسرلي موسم د پيل دغه ورځ په افغانستان، ايران او د منځنى اسيا په هېوادونو كې لمانځل كېږي او د نوروز يا نوې ورځې په نامه يادېږي. همداراز دغه ورځ د نوي هجري لمريز كال لومړى ورځ هم وي.

د نوي کال په بيګا شپه چينايان په خوشحالی سره له تير شوی کال سره خداي پاماني او د نوی کال هر کلی کوی. د نوي کال د هر کلي لپاره خلک اور لوبې کوي ، خو د امنيت د تامين او د ککړتيا د کمښت له امله اوس د بيجنګ په شمول د لويو ښارونو په مرکزی سيمو کی دغه فعاليت بند شوی دی ، خو په پراخو کليوالو سيمو کی د اور لوبې عادت لا هم ساتل شويدی . د نوي کال د لومړی مياشتې په لومړی نيټه هر څوک نوی کالی اغوندی او د مېلمنو هر کلی کوي يا د دوستانو او خپلوانو کورونو ته ورځی.

ښاغلی امان الله تاسی په چين کی د پسرلی لومړی اهتر تېروی، نو د دغه اختر د لمانځنی څه مهم عادتونه مو ليدلی دی.

ښه ،د چين په مختلفو ځايونو کی خلک د پسرلنی جشن د لمانځنې لپاره له خوښيو او خوشحاليو څخه ډک بيلا بيل مراسم او فعاليتونه تر سره کوي ، خو د هيواد په بيلا بيلو ځايونو کی ددې جشن د لمانځنې فعاليتونه توپير لری، خو د چين په هر ځاي کې يو ګډ عادت دا دی چه د کور ټول غړی به خامخا د نوي کال له بيګا مخکې کور ته رسيږی او سره يو ځای به ډوډۍ وخوري . د چين په جنوب کی په ميلمستياګانو کې په لس ګونه ډوله خواړه تيارېږی او دو فو په نامه له لوبيا څخه جوړ شوی يو ډول خوراړه او کب به خامخا پکی وي ځکه چه په چينی ژبه کی د فو لفظ د شتمنۍ او د کب لفظ د زيرمې سره ورته والی لری. د چين په شمال کی د نوي کال په ماښامي ميلمستيا کې د چياو ځه نومي خوراک حتمی دی . په وروستيو کلونو کی ، د خلکو د ژواندنه سويی په لوړتيا سره په ښارونو کی ډېرې کورنې په رستورانونو کې ډوډۍ خوري . د پسرلنی جشن په موده کې چينايان هم د نيان ګاو په نامه کيک او د تانګ يوان په نامه خوراک خوري چه د لکو وريجو له اوړو څخه جوړيږی او د دغو دواړو خوراکونو د نومونو تلفظ په چيني ژبه کې د ژوند د ښه والي او د کورني غړو د يوځايښت معنی لری.

د پسرلنی جشن په موده کی رنګارانګ کلتوری فعاليتونه هم ترسره کيږی. له وروستيو کلونو راهيسې د نوی کال د هر کلی لپاره فلمونه ښودل کيږی . په پراخو کليوالو سيمو کی بازارونه پرانيستل کيږي او په زړه پوري نندارې اجرا کيږي چه ټول هيوادوال د خوښيو او خوشحاليو په يوه فضا کی دغه جشن تيروي .

د خلکو د ژوندانه سويی په لوړتيا سره، پر عنعنوی عادتونو سر بېره، ډېر نوی فعاليتونه رامنځته شويدی. مثلا د جشن په موده کې ځيني کسان سکي وهي او ځينی په کورونو کې په انترنيت کې لوبی کوی . دغه راز نور ځيني کسان د سفر لپاره بهرنيو هيوادونو ته ځي .

لكه څنګه چې په چين كې وګړي د خپل نوي پسرلني اختر د لمانځنې په مهال د سيل لپاره له كوره بهر د ساتېرى پاركونو او باغونو ته ځي افغانان هم د خپل نوي كال د لومړى ورځې نوروز د لمانځنې لپاره تفريهي ځايونو او باغونو ته ځي او د نوي كال دغه ورځ د كورنى له غړو سره يو ځاى هلته تېروي. د افغانستان په بېلابېلو ښارونو او كليوالو سيمو كې د نوروز په ورځ بېلابېل ډول لوبې لكه بزكشي يا وزلوبه، غېږه نيول او داسې نورې لوبې هم ترسره كېږي.

چين د شپږ پنځوسو قومونو لرونکی هېواد دی، که څه هم د بيلا بيلو قومونو د وګړو ترمنځ د ژبو ، د ژوندانه لارو چارو او رسم رواجونو له پلوه توپير شته، خو اکثريت يی پسرلني جشن د لومړي لوي جشن په توګه لمانځي .