ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! زه چين جونګ يم . د روان عيسوی کال د جنوری په نه ويشتمه نېټه د چين پسرلنی اختر دی . نو په دې مناسبت به د ښځې او ټولنې په نننې پروګرام کی به تاسو ته د چين د پسرلنې اختر په باب څه معلومات وړاندی کړم .
په چين کی پسرلنی اختر ستاسو د لوی اختر په شان په کال کی تر ټولو يودروند او مهم اختر دی . که څه هم زمانه بدله شوی او د دې اختر د لمانځنی ډول او ښه هم بدله شوی ، خو د خلکو په ژوندانه او فکرونو کی دغه اختر د تل لپاره ټينګ ځای نيولی دی.
د چينايانو پسرلنې اختر ٢٠٠٠ کاله تاريخ لری . د چين له فولکلوری رسم رواج سره سم ، دغه اختر د بزګری جنترۍ له مخی د کال د وروستې مياشتې په دروويشتمه نېټه پيل کيږی او د نوی کال د لومړی مياشتی تر پنځلسمې نېټې پوری دوام لری چه تقريباُ دری اونې وخت نيسی . په دې موده کی د تېر شوی کال وروستی شپه او د نوی کال لومړی ورځ تر ټولو نه زياته مهمه ده او خلک په ډيری خوشحالۍ او ښادۍ دغه شپه او ورځ تېروی . د چين په بېلا بېلو ځايونو کی د اختر په ورځ رنګارنګ رسم رواج او دود دستور ساتل شوی دی . په تېره بيا له تير شوی کالسره د مخه ښې په مقصد ماښامی ډوډۍ ډيره مهمه ده چه د کورنی ټول غړی يی بايد سره يو ځای وخوری . دغه راز د کال په وروستی شپه خلک عموماُ خوب نه کوی او د کورنۍ ټول غړی په کور کی د نوی کال رارسيدو ته انتظار باسی . که څه هم د پسرلنی اختر د لمانځنی لپاره خوراکونه بېلا بېل دی ، خو مقصد يی ګډ دی چه
ژوند مو کال په کال شتمن شی او کورنې مو نيکمرغه او خوشحاله شی .د نوی کال د رارسيدو په مناسبت خلک عموماُ د زياتو پټاکيو په ډزو او اور لوبو سره په يوه خوشحاله او توده فضا کی د نوی کال هر کلی کوی .
د چين له عنعناتو سره سم ، د نوی کال د رارسيدو د لمانځنی مراسم پنځلس ورځی نيسی . د نوی کال په لومړی ورځ د
وستان يو بل کور ته ځی او يو بل ته ښه راغلاست او هر کلی وايی او په دوهمه ورځ خپلو ان يو د بل په کور کی ميلمه کيږی او وروسته په نورو ورځو کی اوپراګانې ، فلمونه ، د سندرو پارچې ډرامی ډول ډول فلکلوری فعاليتو نه اجرا کيږی . دغه مراسم د نوی کال په پنځلسمه شپه خپل اوج ته رسيږی او ټول خلک په ډيرې خوښۍ سره پکی برخه اخلی .
ګرانو اوريدونکو ، اوس د چين د پسرلنې اختر په باب يوه سندره واورئ .
دا د چين بين المللې راډيو ده . ګرانو دوستانو ! د ښځه او ټولنه نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد . ستاسو د خوشحالې او نيکمرغۍ په هيله .