د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د پاکستان او هند د دواړو حکومتونو استازيو د دوو ورځنی خبرواترو نه وروسته د جنوری په ٣١ نيټه په اسلام اباد کی يو موافقه ليک لاسليک کړ او پريکړه يی وکړه چه د دواړو هيوادونو ترمنځ د اورګاډيو ترانسپورټ چه د ١٩٦٥ کال راهيسی بند شوی دی ، بيا فعاليت وکړی .
د دواړو خواؤ ترمنځ د ګډی اعلاميی له مخی به د پاکستان د سيند ولايت له قوکراپار څخه د هند د راجاستان ايالت تر موناباو پوری د اورګاډيو ترانسپورتی فعاليتونه د فبروری له اتلسمی نيټې څخه اعاده شی .