<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-04 17:09:27    
مونږ او اوريدونکي

cri

درنو اوريدونکو ، دا دی بيا ستاسو دليکونود مونږ او اوريدونکی پروګرام وخت رارسيدلی ، زه سپوږمۍ او زما همکار امان الله عمران به د پروګرام په وړاندی کولوکښی ستاسی سره ملګری وو ، هيله ده چه د خپلو ليکونو د اوريدلو دپاره د پروګرام تر پايه پوری را سره پاتی شی .

عمران __زه به دغه لومړی ليک راواخلم چه د پاکستان دمانسهری ضلع له حاجی اباد څخه عبدالله غمګين رااستولی ده خپل عمر ١٦ کاله ليکلی او ويلی يی دی ، ليکلی چه دچين بين المللی راډيو پښتو خپرونی کارکوونکو ته سلامونه وړاندی کړی او ليکلی يی دی چه ستاسو پروګرامونه مونږ ډير خوښوو او ډير په مزه ور ته غوږ نيسو ، ور سره نور ملګری رضوان الله بدنصيب ، عبدالله عابد ،نور عالم سيلاب ، محمد اسلم سرګردان ، بشير خياط ، حبيب الله حبيبی ،محمد ولی جيګرخون ، او قاری ريحان الله ريحانی دی، دی ليکی ستاسو څخه هيله کيږی چه يوه پښتو مجله او د ځناورو سی ډی راواستوی او زه عبدلله ستاسو څخه دا اميد کوم چه زمونږ سره په زلزله کښی هيڅ کومک نه دی شوی او له تاسو څخه دا هيله کيږی دا کوم نومونه چه په خط کښی ليکل شوی چه هر يو ته يوه خيمه راوليږی ، زمونږ هيڅ سر پناه نه شته او په بيبان پراته يو ، دی بيا غوښتنه کوی چه د بروسلی په هکله مونږ ته معلومات راوليږی چه کله او چيرته زيږيدلی او په څومره وخت کښی يی ورزش زده کړی او دده يوه کيسټ راوليږی ، دا زمونږ دريم ليک دی چه تاسی ته يی درليږو او تر اوسه پوری مو يو هم نه دی خپوری کړی او که دغه ليک خپور نه شی ، نو زه به خپله راډيوماته کړم ، ګرانه اوريدونکيه عبدالله خان غمګين غمګين مه شی

، ستا او د نورو ملګرو سلامونه دی وعليکم سلام ، د خپرونی پښتو هنداره به

دروليږو .خو د ځناور سی ډی او دا چه تاسی ته خيمی دروليږو ،زمونږ سره نشته هيله ده خيره او کومکی موسسو ستاسی ليک اوريدلی وی او در سره مرسته وکړی ليک مو دی دا دی در ته خپور کړ ، هيله ده خپله راډيو وساتی او ماته يی نه کړی او پر خپلو ليکونو سربيره زمونږ خپرونه او نور پروګرامونه هر وخت واوری .

سپوږمۍ __ دغه دوه ليکونه هم د پاکستان د صوبه سرحد له مانسهری څخه داکټر محمد اسماعيل او ور سره ملګری محمد صديق احمدزی رااستوی او ليکی چه اغلی چين چونګ او عزتمند عنايت الله رمز ته سلامونه وړاندی کوم او له ميرمن چين چونګ څخه ډيره ډيره مننه کوم چه له پښتو ژبی او افغانستان سره مينه لری ، دی زياتوی چه د چين خلک زمونږ له وطن او له پښتو ژبی سره زياته مينه لری او دا د دوستی او ملګرتيا يوه نښه ده ، زمونږ وطن پخوا هم له چين سره راشه درشه او نژدی اړيکی درلودی او په راتلونکی کښی به هم دغه اړيکی پياوړی وی . ښاغلی ډاکتر اسماعيل احمدزی ستاسی سلامونو ته وعليکم سلام وايو او له نيکو هيلو څخه مو زياته مننه کوو ، هيله ده زمونږ خپرونه او د مونږ او اوريدونکی پروګرام هر وخت واوری او تل يی پخپلو ليکونو ، نظرونو او وړانديزونو ښکلی وساتی .

عمران __ دغه ليک بيا د پاکستان له صوبه سرحد څخه مامور خاکسار راليږلی او ليکلی يی دی چه د سی ، ار ، ای کارکوونکو ته د زړه له کومی سلامونه وړاندی کوم او زياتوی چه زه د نثار احمد احمدی په لارښوونه دچين بين اللملی راډيو له پښتو خپرونی سره اشنا او د اريانا د کلب يو غړی شوم ، دا زما لومړی ليک دی ، هيله لرم چه د مونږ او اوردونکی په پروګرام کښی يی خپور کړی ، زما سره ملګری هر يو نثار

احمد احمدی ، زرولی ، اکبر جان ، قدرت الله ارمانی ، نور جان او محمد عارف عرفان ټول هره ورځ د چين بين المللی راډيو په ډير شوق او مينه سره اورو ،ښاغلی خاکسار زياتوی چه دغه پاکټ چه تاسو ته مو پکښی ليک درليږلی ، له نثار احمد احمدی څخه مو په قرض اخيستی ، نو هيله لرم چه مونږ ته پاکټونه ،خپل عکسونه او ما ته د نوی کال جنتری راوليږی ، نو زه به هميشه قلمی رابطه ستا سره ټينګه وساتم

سپوږمۍ __ دغه ليک هم د پاکستان صوبه سرحد له مانسهری څخه شير محمد وفا راليزلی او پکښی يی د سی ، ار ، ای راډيو کارکوونکو ته سلامونه وړاندی کړی دی .دی ليکی چه زه نثار احمد احمدی په لارښوونه د سی ، ار ، ای له راډيو سره اشنا او هم د داريانا کلب غړی شوم ، دا زما لومړی ليک دی ، هيله ده را ته خپور يی کړی ، دی وايی زه او زما ملګری هر يو زرولی ، نثار احمد ، اکبر جان ، مير علی او مجنون خان ټول هره ورځ د چين بين المللی راډيو پښتو خپرونه په مينه سره اورو ،ده هم د پاکټونو او نوی کال د جنتری ورليږلوغوښتنه کړی ده .

عمران __ زما په لاس دغه ليک بيا نثار احمد احمدی رااستولی او ليکلی يی دی چه دچين بين المللی راډيو کارکوونکو ته داوړی په شان په دی يخ ژمی کښی تاوده سلامونه وړاندی کوم ، په تيره بيا عنايت الله رمز او چينګ چون او دغه راز هغو کسانو ته چه له پښتو ژبی سره مينه لری ،وايم ، دی زياتوی زه هره ورځ دچين بين المللی راډيو پښتو پروګرامونه اورم او ډيره مينه ور سره لرم ، دا زما ٣٠ ليک دی چه زه يی تاسو ته درليږم او پخپله وار سره خپريږی ، که تاسی همداسی زما ليکونه خپاره کړی ، نو زه به هم له تاسی سره خپلی اړيکی ټينګی وساتم .

سپوږمۍ __ دا بل ليک د پاکستان د صوبه سرحد ضلع او تحصيل مانسهری څخه

اوريدونکی داکتر محمد اسماعيل احمدزی مونږ ته راليږلی دی . هغه په ليک کښی وايی زه ستاسو پروګرام په ډيرشوق او ذوق سره اورم ، خو په ډار ډار باندی ځکه چه په زړه ډار وی چه اوس به زلزله کيږی ، نو همدغه وجه ده چه کله ليک درليږم ځينی ځای پکښی خراب وی او زه له ستاسو نه ډير مشکور يم چه ستاسی د خپل قيمتی وخت په نيولو سره مونږ ته ليکونه راليږی .دی د ليک په پای کښی بيا زياتوی چه هغه دوستان چه زمونږ له ژبی سره يی شوق پيدا شوی ، هغو ټولو ته دی زما سلامونه ورسيږی اوکولی شی چه زمونږ سره قلمی رابطه وساتی .

عمران __ دا ليک هم د پاکستان د صوبه سرحد ضلع و تحصيل له مانسهری څخه اوريدونکی قدرت الله ارمانی مونږ ته راليږلی دی .نوموړی په خپل ليک کښی ليکی چه زه او له ما سره د هر يو __ سلامت خان ( جګرخون )، نثار احمد احمدی ، محمد ستار ( مسافر )او داسی نور ملګری .مونږ ټول هره ورځ دچين د بين المللی راډيو ټول پروګرامونه اورو او ستاسو پروګرامونه په زړه پوری دی . زه هيله کوم چه د تل په شان خپل پروګرامونو ته دوام ورکړی .دا زما ١٦ ليک دی چه زه يی تاسو ته درليږم . وروره ، تاسی زمونږ پروکرامونه ډير ستايلی دی ، مونږ هم ستاسو څخه ډيره مننه کوو چه زمونږ د کار زياته ستاينه مو کړی ، ستاسی د لا نورو ليکونو په هيله .

سپوږمۍ __ ګرانو اوريدونکو ، دچين د قيمتی ټاپو _ تايوان په باب معلوماتی

مسابقه د تير نوامبر تر ديرشمی نيټی پوری پای ته ورسيده ،زياتو اوريدونکو په فعاله توګه په دغه سيالی کښی ګډون کړی دی . د تير اکتوبر په سر کښی په پاکستان او افغانستان کښی سخته زلزله را پيښه شوه ، که څه هم دځينو اوريدونکو

کورونه ونړيدل او په ژوند کښی له زياتو مشکلاتو سره مخامخ شول .خو دوی د

مشکلاتو په ليری کولو سره لا هم په دغه سيالۍ کښی ګډون کړی دی . ځينی اوريدونکی که څه هم زمونږ له خوا د معلوماتی مسابقی ورليږل شوی پاڼی نه دی تر

لاسه کړی ، خو دوی پخپله پاڼی چمتو کړی او مونږ ته يی راليږلی دی ، دغه ډول روحيه خورا د ستاينی وړ ده .

عمران __ په دغه مسابقه کښی دګډون کوونکو شمير ډير زيات دی او تر اوسه پوری څه د پاسه يو سلو پنځوس پاڼی مونږ ته رارسيدلی . له دی کبله چه په دغه سيالۍ کښی د جايزی اخيستونکو شمير محدود دی ، نو ځکه يوازی څلورو تنو اوريدونکو لومړی ، دوهمه او دريمه درجه جايزی ګټلی دی،له هغو اوريدونکو څخه

بخښنه غواړو چه په مسابقه کښی يی په ګډون کولو زيار ايستلی ، خود جايزی په ګټلو بريالی شوی نه دی ، هيله ده په نورو مسابقو کښی ګډون وکړی او برياليتوب تر لاسه کړی . اوس به ددغو اوريدونکو نومونه ولولو .

لومړی درجه جايزه ګټونکی د پاکستان صوبه سرحد چارسده روډ د خزانی له کمپ څخه معشوق جان کاموال .

دوهمه درجه جايزه ګټونکی د صوبه بلوچستان د پښين کلی تراټی څخه بدرالدين عزيزی

دريمه درجه جايزه ګټونکی د صوبه سرحد کوهاټ ګهمکول دريم نمبر کمپ څخه د اريوب کلب مشر محمد اقبال بشر دوست او د باختر کلب مشر سيد الرحمن بهير .

دلته مونږ دغو اوريدونکو ته مبارکی وايو .هيله ده چه ټول اوريدونکی په فعاله

توګه په راتلونکی سياليو کښی ګډون وکړی .