(
ګرانو اوريدونکو ! اسلام عليکم ! اوس د چين د مليتونو کور پروګرام پيل کيږی . په دی پروګرام کی به تاسو ته دوه لنډ مطلبونه وړاندی کړو چه عنوانونه يی دی د تبتی قوم لومړی ډله پيلوټان او د تبت د کلتوری او تاريخی اثارو د ساتلو په ساحه کی لويې پانګې اچول شوی دی . )
(موزيک )
د تبتی قوم ځوان څاژندوجی يو ارمان لری چه پيلوټ شی او پخپله الوتکه وچلوی . سږ کال د جنوری په ٢٣نېټه څاژندوجی په دی لاره کی يو لوی ګام پورته کړی دی . هغه له نورو څلورو تنو تبتی هېوادوالو سره يو ځای د پيلوټ د مرستيالی ليسنسونه تر لاسه کړی او دغه راز يی د تبتی قوم د لومړی ډلې پيلوټانو په توګه د چين په نړيوال هوايی شرکت کی ګډون کړی دی .
د خپلو ارمانونو د بشپړتيا لپاره هغوی د څلورو کلونو کوششونه وقف کړی دی . د ٢٠٠١ کال د جون په مياشت کی د چين د نړيوال هوايی شرکت جنوب لوېديځی څانګې د هېواد په پوهنتونونو کی د تبتی قوم پيلوټان راجلب کړل . د تبت د کرنې او مالدارۍ پوهنځی زده کوونکی څاژندوجی ، جاسان ، سولانوانجو او شچيو او د شمال لوېديځ قومی پوهنځی زده کوونکی جوينګ کوی د دغه شرکت له خوا منل شوی وو .
د ٢٠٠١ کال د سپتمبر په مياشت کی دغو پنځو تنو د چين په يوه ملکی هوايی پوهنځی کی د مال وړونکی الوتکې د چلولو په اړه په درس پيل وکړ . هغوی په دری نيمو کلونو کی د الوتنې د بنسټيزو علومو او انګليسی ژبې په اړه درسونه لوستلی او
په ٢٠٠٥ کال کی د چين د ملکی هوايی رياست له خوا د ازموينې نه وروسته په بريالی توګه فارغ شوی دی . ورپسی هغوی د يو کال له روزنيزې مودې نه وروسته په رسمی توګه په هوايی شرکت کی ګډون کړی دی .
د خبر له مخی ، ياد شوی هوايی شرکت به د تبت د لين جی هوايی ډګر ته نوی کرښه پرانيزی او په همدی وخت کی به پنځه نوی مسافر وړونکی الوتکې واخلی . د نورو پيلوټانو په پرتله ياد شوي پنځه تنه تبتی پېلوټان د تبت د لوړې ځمکې د اقليم او عوارضو او مسافرينو په اړه زيات معلومات لری او ورسره اشنا دی .
په راتلونکی کی به دغه پنځه تنه ځوانان د ګوربت په شان په هوا کی الوزی .
(موزيک )
ګرانو اوريدونکو ! زمونږ خبريال د تبت د خودمختارې سيمې د تاريخی اثارو د لويو مديرانو په کچه له غونډې څخه خبر تر لاسه کړی چه د چين
حکومت د تبت تاريخی اثارونو ساتلو ته په درنه سترګه ګوری او په دی ساحه کی يې لويی پانګې اچولی دی .
تر اوسه پوری د تبت د بودالا ، لوبولينکا او ساجی د دريو معبدونو د ترميم لپاره ١٩٠ مليونه يونه اچول شوی او نور ١٤٠ مليونه يونه هم ژمنه شوی دی چه د تبت تاريخی او کلتوری اثار ښه ساتل شوی دی چه له سل ګونو کلونو راپاتی شوی دی .
تبت د چين د تاريخی او کلتوری اثار له پلوه ډير شتمن دی . اوس دغلته د تاريخی اثارولرونکی ځايونه شته دی . د چين مرکزی حکومت تراوسه پوری په دی برخه کی څه دپاسه ٦٠٠ مليونه يونه پانګې اچولی دی .
د تبت د تاريخی اثارو د ساتلو رياست مدير نيماڅژن په قول د چين د لسم پنځه کلن پلان د پلی کولو په موده کی د مرکزی او محلی حکومتونو په مرستو د تبت زيات مهم تاريخی اثار په ښه توګه ساتل او ترميم شوی دی . اوس د تبت د دريو لويو معبدونو د ترميم کار په بريالی توګه ترسره کيږی او دغه کار به د روان کال له پای نه مخکی بشپړ شی .
هغه زياته کړه په هغه موده کی د تبت د تاريخی اثارو د ساتلو اړوندو څانګو د دا جاو معبد په شمول د لسو ځايونو د ساتلو په اړه ابتدايی څارنې کړی او تفصيلی پلان يی جوړ کړی دی . برسيره پردی د تبتی پاچا د قبر په شمول نور ځايونه يی هم د ساتلو تر پلان لاندی راوړی دی .
په وروستيو کلونو کی حکومت د تبت د تاريخی اثار امنيت ته هم پام کړی دی . اوس په تبت کی د بودالا ، ګندن او جه بانګ په شمول مهمو معبدونو کی ټول تاريخی اثارونه رجيسټر شوی دی . برسيره پردی ، هر کال د تبت د تاريخی اثارو د ساتلو رياست د تبت د اوو ښارونو له اړوندو څانګو سره د تاريخی اثارو د امنيت په اړه اسناد لاسليکوی چه د تبت قيمتی تاريخی اثار په ښه توګه وساتل شی .
(ګرانو اوريدونکو ! زمونږ دغه پرواګرم په همدی ځای پای ته ورسيد . ستاسی د اوريدلو څخه مننه کوو ! )