<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-11 18:13:39    
مونږ او اوريدونکي

cri

محترمو اوريدونکو ، دا دی يو ځل بيا د مونږ او اوريدوونکی پروګرام وخت رارسيدلی ، زه سپوږمۍ او زما همکار امان الله عمران د هر څه دمخه تاسی ته په هر کلی ويلو سره په پروګرام پيل کوو ، هيله ده د خپلو ليکونو د اوريدلو دپاره د پروګرام تر پايه پوری را سره پاتی شی .

عمران __ په پيل کښی به دا لومړی ليک راواخلو چه د پاکستان د پيښور

له زرګر اباد څخه شيرولی خان فلا ئنګ کوچ والا رااستولی ، له سلام او نيکو هيلو له وړاندی کولو وروسته يی ليکلی زه ستاسو يو ډير پخوانی ملګری يم ،زه د يو پاکستانی په صفت دچين له حکومته پرمنندوی يم چه له زلزله ځپلو سره يی په پراخه پيمانه مرستی وکړی، همدا راز د سی، ار، ای له اردو څانګی څخه هم مننه کوم چه پيښور ته راغلی وو ، دی زياتوی چه دلته ستاسو ډير مينه وال شته چه شمير يی اويا تنو ته رسيږی او ټول زما په څير ډرايوران دی ، دوی غواړی چه ستاسو سره تماس ټينګ کړی ، نو تاسو مهربانی وکړی او د پاکٍټونو يو غټه ګيډۍ را واستوی ، ښاغلی شيرولی خان د خپل ليک په دوام ليکی چه زه د يوی اتحاديی يا ټولنی مشری هم په غاړه لرم او دا اتحاديه فلائتګ کوچ اسوسييشن نوميږی ، په راتلونکی مياشت کښی د اتحاديی يو سيمينارجوړيدونکی دی او موخه يی د سی ، ار ، ای د پښتو څانګی د اوريدونکو ځولی نور پراخول دی ، نوستاسی څخه هيله کيږی چه په سيمينار کښی د ګډون کوونکو د پام راجلبولو دپاره مجلی، عکسونه ، پوسټ کارډونه او پاکټونه راوليږی .وروره ، مونږ هيله من يو چه تاسو زمونږ د پښتو خپرونی د اوريدونکو دپاره لا زيات کارونه وکړی ، مونږ به خپله هڅه کوو چه

ستاسی د خوښی وړ په زړه پوری پروګرامونه او مطالب در ته وړاندی کړو .ستاسو څخه ډيره مننه کوو.

سپوږمۍ __د صوبه بلوچستان د پښين له تراټی کلی څخه بدرالدين عزيزی، لعل محمد ساحر ،محمد نعيم ازاد او عبدالباری حيران ليک راليږلی او ليکلی يی دی د هر کله په شان بيا يو پسرلی سلامونه در ته وړاندی کوو او وايی چه بيا ددی ليک له لاری بشر يار مندوخيل ، اقبال بشردوست ، سيد الرحمن بهير، شازيه تبسم او له قلمه پاتی ټولو اوريدونکو دوستانو ، دغه راز په امريکا کښی عبدالحليم خان او په قندهار کښی محمد هارون سرحدی ته د زړه له کومی داخلاص سلامونه وړاندی کوو ، دوی زياتوی دوستانو په تيره راډيويی سيالی کښی چه د سی ، ار ، ای راډيوله خوا د مضامينو په باب جوړه شوی وه ،زه د لومړی جايزی لايق ټاکل شوی وم ، خو له بده مرغه ستاسو جايزه تر نن پوری ما ته نه ده رسيدلی ، دوستانو که تاسو وکولای شی چه ددی مسئلی يو څه تحقيقات وکړی ،ځکه چه دا يوازی زما مسئله نه ده، بلکه له هر اوريدونکی سره دلته دغسی ناوړه چلونه کيږی ، ښاغلی بدرالدين عزيزی ليکلی يو وړانديز لرم ، هغه دا چه په راتلونکی چه تاسو اوريدونکو ته کومی جايزی استوی ، نو د هغی جايزی د ورليږلو نيټه د پوستی ټکټ لمبر يا بله داسی نښه د راډيو په څپو کښی يا د جايزی له ليږلو وړاندی په يو ليک کښی راوليږی چه مونږ بيا د خپلی جايزی د لاس ته راوړلو هڅه وکړای شو .قدرمنه ارويدنکيه بدرالدين غزيزی مونږ جايزی يا د پښتو خپرونی پاڼی يا عکسونه ستاسی او د نورو اوريدونکو د هغو پتو له لاری دراستوو چه مونږ ته مو ليکلی دی ، مونږ نه پوهيږو چه تاسو ته يی د نه دررسيدو سبب څه دی .هيله ده د خپلی پتی سره سم يی په اړونده پوسته يا ډاک

کښی پوښتنه وکړی .

عمران __ښاغلی بدراليدن د ډاکتر اسرار يو غزل هم رااستولی چه ور ته وبه يی

لولو .

کومه ديدنونه د جانان په تصور کښی ، تمبی چه ماتومه د زندان په تصور کښی

دزړه په دنياګۍ باندی می اور دی لګيدلی ، ايری راټولومه دارمان په تصور کښی

اوس هم لکه د وړاندی د اشنا کوڅه کښی ګرځم ، بيلتون می درولی دی حيران په تصور کښی

يادونه يی را درومی ملاقات لره اسراره ،راغلی می په مينه دی د وران په تصور کښی

دغه بل ليک بيا د پاکستان له هری پورکمپ څخه هجرت الله فريادی رااستولی او ليکی چه زه د النصر عالی ليسی د دولسم ټولګی زده کوونکی يم او وايی چه ما ستاسو سره قلمی اړيکی ټينګی کړی ،خدای وکړی چه تل در سره په تماس کښی اوسم ، ښاغلی هجرت الله زياتوی زه اوزما ملګری ډير خوښ يو او په دی وياړو چه په چين کښی هم د پښتو ژبی ادب او احترام کيږی او دا هم له دی امله چين هم د افغانستان ډير پخوانی ملګری او نژدی دوست و او وايی خوشحاله يم چه زما ليکونه په شوق او ذوق سره لولی ،ښاغلی هجرت هم داسی يو شعر راليږلی

هيلی می غوتی دی غوړيدو ته يی په تمه يم ،راشه پسرليه زه دی پاتی له کرمه يم

له غرونه راکوزيږم خو په سمه کښی می ځای نشته ،خلک ټول کاږه دی خدای ږو زه ور ته په سمه يم

خپل را ته پر دی شول نو ګيله به زه چا وکړم،ګالم تل غمونه له ښادی ځينی بی غمه

يم

هوډ می يو ځل کړی ای هيواده ماتيدی نشم ،ځار زه فريادی د پلار نيکه له هر

قدمه يم .

سپوږمۍ __ دغه ليک د پاکستان صوبه سرحد له مانسهری څخه داريانا کلب مشر محمدعارف عرفان راليږلی او ليکی چه د چين بين المللی راډيو کارکوونکو او نورو هغو دوستانوته چه په پوهنتون کښی د پښتو ژبی زده کړه کوی او د پښتو ژبی مينه وال دی، په تيره بيا عنايت الله رمزاو چينګ جونګ جانی ته سلامونه وړاندی کوو .دی ليکی د اريانا کلب ملګری دی ، امان الله امان ،قدرت الله ارمانی ، طارق الله همدرد ، اغا ګل ملنګيار ، سيداګل همکار او ګڼ شمير نور دی . نوموړی وايی ګرانو دوستانو زه به په راتلونکی کښی د اريانا کلب د غړو شمير پوره معلومات در وليږم ، خو اوس وخت را سره وفا نه کوی ، هيله ده زما ليک د مونږاو اوريدونکی په پروګرام کښی خپور کړی او دغه راز ما ته او زما نورو ملګرو ته د چين دغټ ديوال او نور په زړه پوری سيلانی عکسونه راواستوی ،

عمران __ دغه ليک د پاکستان بلوچستان له ژوب څخه د سی ، ار ، ای لسنرز يا اوريدونکو کلب مشر رفيع الله مندوخيل را استولی ، ده خپل ليک په انګريزی ليکلی او ليکی چه دی او دده ملګری هره ورځ د سی ، ار ، ای راډيو عربی ،انګريزی ،پښتو ، اردو ، فارسی او هندی خپرونی په پاملرنی سره اورو او وايی چه د عربی خپرونی له ټولو اوريدونکو غوښتنه کوو چه له مونږ سره په تماس کښی شی ، رفيع الله مندوخيل په خپل ليک کی زياتوی چه دوی غواړی دچين د تاريخ ،کلتور ، سيلانی او دود و دستور په اړه نور زيات پوه شو او معلومات ترلاسه کړو ، مونږ له

چين سره مينه لرو ،مهربانی وکړی مونږ ته د معلوماتو د نوی مسابقی د ازموينی پاڼی ،نن چين انګريزی مجله ،عکسونه او د پوستی ټکټونه راواستوی .

سپوږمۍ __ د پاکستان صوبه سرحد له مانسهری څخه ډاکتر اسماعيل احمدزی دوه ليکونه راليږلی ،په يو ليک کښی يی ليکلی زه دغه ليکونه پر له پسی درليږم ،خو ستاسو له خوا ځواب نه راځی ، امکان لری چه زمونږ ليکونه نه خپريږی اوکه څنګه ،زه انديښمن يم چه ولی مونږ ته ځواب ژر نه راځی، زه ستاسو څخه غوښتنه کوم چه خپل عکسونه او هغه مجله راوليږی چه مخکښی مو ويلی و، د اوريدونکو عکسونه به پکی موجود وی. مونږ ټول ستاسو پروګرامونه په ډير شوق سره اورو ، ښاغلی اسماعيل بيا په خپل بل ليک کښی ليکی چه ستاسو له خوا ليکونه راورسيدل او هيله ده چه زمونږ اړيکی دوام ولری ، قدرمنه اوريدونکيه د دغو دواړو ليکونو د رارسيدو په شان دی د لا نورو ليکونو د لړی د دوام په هيله يو او هيله من يو چه د خپلو ليکونو خپريدو او دغه راز زمونږ له خوا د ځواب درليږلو په اړه زغم ولری .

عمران __دا دوه ليکونه د پاکستان د صوبه سرحد ضلع و تحصيل له مانسهری څخه علام رسول غمګين مونږ ته راليږلی دی . هغه په ليک کښی ليکی چه تر هر څه لومړی د چين د بين المللی راډيو د پښتو څانګی محترمو کارکوونکو ته سلامونه وړاندی کوم ، ما سره ملګری دی محمد عارف او زما استاد عنايت الله او زما وروڼه دی ، ګل رسول او محمد رسول مونږ او زمونږ نور ملګری مونږ ټول سهار او ماښام د چين د بين المللی راډيو پښتو خپرونی په ډير شوق او ذوق سره اورو ،خو زمونږ ډيره ور سره مينه ده . هغه زمونږ او اوريدونکو پروګرام دی هيله ده چه دا ليک مونږ ته

نشر کړی او مونږ ته پښتو مجلی او داسی نور شيان راوليږی .