ګرانو اورېدونکو! د خوښو کړو سندرو پروګرام ته مو هر کلی کوو. د پروګرام په نننی کړی کی به تاسی ته د فرهاد دريا يوه سندره وړاندی کړو. فرهاد دريا يو خوږ ژبی سندرغاړی دی چه په دواړو پښتو او دری ژبو يی خورا زياتی سندری ويلی دي او لا وايی يی . فرهاد دريا په نويم لسيزه کی له افغانستان څخه بهر ته مهاجر شوې خو خپله هنری دنده يی نده پرې ايښی او په امريکا او اروپايی هېوادونو کی هر وخت د خپلو سندرو کنسرټونه ورکوی. اوس به د ده په غږ دغه سندره واورو.