د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د فبروری په ١٣مه نېټه وويل پاکستان او هند بايد د کشمير د ناحل شوې مسئلی د حل او فصل لپاره له تاريخی فرصت څخه ګټه واخلي ٠
د پاکستان د رسمی خبري اژانس د خبر له مخی : ولسمشر پرويز مشرف په همدې ورځ د امريکی او أسيا د خبريالانو له پلاويو سره د کتنی پر وخت دغه څرګندونی وکړی ٠ هغه وويل د پاکستان او هند خلک هيله لری چې سوله او نيکمرغه ژوند تير کړي ، څو چې د کشمير مسئله حل نه شي ، د جنوبی أسيا په سيمو کې دايمی او واقعی سوله رامنځته نه شي ٠