
د څلويښتو سريطونو کارتونی فلم اوس د چين په مرکزي تلويزيون کې د ښودلو په حال کې دی چه ددې فلم يوه برخه کارتوني انځورونه د يوې معيوبې نجلۍ لخواکښل شويدي . ددې نوم تيان تيان دی او د بدن نيمه برخه يي بيخی فلج شويده . دغه يو ويشت کلنه معيوبې نجلۍ په دوه زره لومړي کال کې د کارتوني فلم په جوړولو پيل وکړ او په لنډو څلورو کلونو کې يي د فلاش په نامه څو لويې جايزې لاس ته راوړې . هغه تازه له امريکې څخه راستانه شوه او په امريکا کې يي د ميکروميديا په نامه د فلاش عمومي شرکت په بلنه په يوه غونډه کې ګډون وکړ او ددې شرکت لخوا د کارتون د ډيزاين ځانګړی جايزه يي وګټله . له جايزې اخيستونکو څخه تيان تيان يوازنې چينايی ده .
ولی ددې لخوا کښل شوي کارتوني فلم د زياتو نندارچيانو زړونه راجلبوي ؟ د ياد شوي ميکروميديا شرکت په نظر که څه هم د تيان تيان لخوا خلاقيت شوي کارتوني فلمونه لنډ دي ، خو د نندارچيانو په وړاندي داسي کارتوني نړۍ رامنځته شويده چه هم له عجايبو او علمي معلوماتو څحه ډکه ده او هم طبيعي منظرې پکې ليدل کيږي او له رنګونو ، وړانګو ، حرکتونو او ځاني سابقو څخه په استفادې سره ښکلي تصويرونه ترسيميږي .
نجلۍ تيان تيان د نڅا ښه توان درلود ، خو له بده مرغه د يوې ناڅاپې پيښې له امله د بدن نيمه برخه يي فلجه شويده . په نولس سوه پنځه نويم کال کې دوولس کلنه نجلۍ تيان تيان چه د شمال ختيځ چين د شن يانګ د نڅا ښوونځي په دوهم ټولګي کې زده کړه کوله ، د دوبۍ د رخصتۍ په موده کې يي خپل اجدادي کور چيچيهار ښار ته ستنه شوه . يوه ورځ مور يي له بهر څخه بيرته کور ته راغې او درې تنه بدکسان ددې پسې راغلل او مور يي ووژله او تيان تيان هم ټپي شوه . کله چه تيان تيان له بيهودۍ څخه ويښه شوه ، له غاړې نه د بدن لاندنې برخه بيخی فلجه شويده او له دې نه وروسته ژوند يي بالکل تت شو او هره ورځ به يي له تلويزيون سره مخامخ کيده او حتی د ځان وژلو خيال يي پيدا کيده . په دوه زره لومړي کال کې د تيان تيان د زيږيدنې شپاړس کال و ، پلار يي ترې پوښتنه وکړه چه د زيږيدنې په ورځ کومه تحفه غواړې ، تيان تيان ځواب ورکړ چه يو کمپيرتر غواړم . پلار سمدستي يو کمپيوتر واخيست ، خو مشکل کار دا و چه څنګه د کمپيوتر رديف ووهی ؟ په پاي کې تيان تيان لرګي په خوله ټينګ کړ او په رديف باندي يي د ټايپ کولو په زده کړه پيل وکړ او د ورځو شپو کوششونو له لارې يي کمپيوتر ښه کنترول کولی شوه . يوه ورځ هغې په انترنيت کې کارتوني فلم وکوت چه همدغه فلاش فلم ددې ژوند او برخليک بدل کړيدی .
پلار يي د فلاش جوړولو په هکله قيمتي تدريسي توکې واخيستلې او تيان تيان د ځاني مطالعې او زده کړې له لارې د فلاش تبريکي کارتونو په جوړولو پيل وکړ . يوه ورځ يو مرغه کړکۍ ته ودريده او په خوښۍ سره يي سندره ويله ، ددې په فکر کې د خلق دا خيال رامنځته شو چه يو کارت جوړ کړی . خو په هغه وخت کې تيان تيان د مرغه رنځورلو په هکله هيڅ معلومات نه درلودل ، د يوې ورځې د کوشش له لارې يي په کمپيوتر کې يو ښکلي مرغه وکېښ . ورپسې تيان تيان دغه کارت د فلاش يوې کمپيوتري شبکې ته وروليږه او درې ورځې وروسته يي شل ژن مين بي يونه وجه له پوستخانې څخه لاس ته راوړه ، په دې نسبت تيان تيان ډيره خوشحاله شوه ځکه چه هغه په خپلو لاسونو خپل ژوند فراهم کولی شي .
ورپسې تيان تيان د جنوبي چين د ګوانګ جو ښار د يوه شرکت لپاره زيات تبريکي کارتونه او ايم تي وي جوړ کړي او په دوه زره لومړي کال کې يي د فلاش هغه لنډ فلم
ترسره کړيدی چه انسان ولی خوب ويني ؟ همدغه فلم د چين د ساينس او تکنولوژۍ په انترنيت کې د علمي معلوماتو د ترويج په اړه د کارتوني فلم په سيالي کې دريم لمبر جايزه وګټله ، ددې لخواجوړ شوي تبريکي کارت لومړني جايزه او د کريسمس غمجن بابا په نامه کارت د ايې کارد نومې جايزه واخيستله . د دوه زره دوهم کال د سپتمبر په مياشت کې تيان تيان په وياړ د کارتوني فلم په هکله د چين د تلويزيوني هنرمندانو د ټولنې لخوا برابر شوي انتظامې کميسيون ځانګړې جايزه لاس ته راوړه
برسيره پردې د فلاش جوړولو جريان په باب ددې لخوا ليکل شوي کتاب چه نوم يي د تينه فلاشي کلاس دی ، چاپ شوی دی . نن ورځ تيان تيان ډير شهرت موندلی دی او نندارچيان ددې لخوا له جوړ شويو اثارو څخه خوشبينه فضا احساس کيږي ، ښکلي موزيک اوريدل او شوخي کيسې ليدل کيږي .