( ګرانو اوريدونکو ! اسلام عليکم !)
لږه موده دمخه د چين د ويغوری قوم فلکولوری موزيک چه دوولس مقامونه نوميږی ، د م م د يونيسکو سازمان له خوا د بشر د شفاهی او غيرمادی کلتوری اثر په توګه وټاکل شو . دوولس مقامونه د ويغوری قوم سندرو ، نڅاو او موزيک په شمول د څو سوو کلونو د پرمختګ راهيسی رامنځته شوی دی . دوولس مقامونه د ويغوری قوم د موسيقی سرچينه ګڼل کيږی . د چين د ويغوری قوم په خپلواکه سيمه کی زيات کسان د دوولسو مقامونو څارنه او زده کړه کوی او پروفيسر سليمان امين له دغو کسانو څخه دی . برسيره پردی هغه زياته ملی موسيقی جوړه کړی او د موسيقی دغه اثار يی د پيانو او وايلين په شمول د لوېديځې موسيقی د الا ګانو په وسيله غږولی دی . هغه د خپلو همکارانو په منځ کی زيات شهرت موندلی دی .
( موزيک )
څه دپاسه پنځوس کلن امين د شينجيانګ د هنری پوهنځی د موسيقی يو پروفيسر دی . تاسو همداوس هغه موسيقی واوريدله چه د ښاغلی امين له خوا جوړه شوی او نوم يی ګولايلای دی . د دغې موسيقی سبک سپک او د خوشحالۍ وړ دی او تری د نجلۍ ګلالی ستاينه او مينه څرګنديږی . اوس دغه موسيقی د ماسټرانو په اثارو کی شامله شوی او د زياتو خلکو له خوا ساتل شوی ده . برسيره پردی د ښاغلی امين له خواجوړه شوی د وايلين موسيقی ((ياده )) او د پيانو موسيقی (( کله چه ته زما په زړه کی يې )) د چين د موسيقی په مختلفو پوهنځيو کی د ښونې په ترڅ
کی استعماليږی . حتی دغه اثار په استراليا او روسيه کی هم غږيږی .
پروفيسر امين د ويغوری قوم د يو بزګر په کور کی زېږيدلی دی . پلار يی د سندرې او نڅا په برخه کی لوی لاس درلود او د ملی موسيقی زياتې الې يی غږولی . د خپل پلار په اغېزه هغه د ماشومتوب په وخت کی له موسيقی سره ډيره مينه درلوده .
( اواز ٢)
زه د خپل ماشومتوب په وخت کی ډير خوشحاله وم چه پلار به می سندرې ويلې . پلار می د لومړی منځنی ښوونځی په وخت کی د ژواپ په نامه د موسيقی أله راکړه . بيا يی وروسته راته يو وايلين واخيست . کله چه د منځنی ښوونځی له لومړی دورې څخه فارغ شوم د موسيقی الو د غږولو او د سندرو ويلو په برخه کی می لږ څه شهرت وموند .
د شينجيانګ هنری پوهنځی د شينجيانګ د هنرمندانو د روزلو په ساحه کی يو لوړ پوهنځی دی . په ١٩٦١ کال کی ١٧ کلن امين د دغه پوهنځی د وايلين غږولو په څانګه کی شامل شو . په هغه وخت کی د وايلين غږولو له تمرينونو پرته هغه پخپله د موسيقی يوه ټوټه جوړه کړه . د خپل تکړوالی له امله له فارغيدو وروسته يی په دغه پوهنځی کی ښوونکی شو . د ده په نظر هغه د موسيقی په لاره کی زيات برياليتوبونه ترلاسه کړی او دغه راز د ښوونکی دنده پر ده باندی ډيره ګرانه ده .
( موزيک ٣)
د يو ښوونکی په توګه زه بايد په خپله ساحه کی زيات معلومات ولرم . د زياتو نورو ملی سندرو له زده کړې وروسته می وکتل چه د ويغوری قوم ملی موسيقی ډيره د زده کړې وړ ده . مثلاء زمونږ دوولس مقامونه د موسيقی يوه زېرمه ده او له څه دپاسه ٣٤٠ سندرو او موسيقيو څخه عبارت ده .
د زده کړې او اثارو جوړولو په برخه کی ښاغلی امين ډير زيار باسی . د ده همکار
مرستيال پروفيسر ګوان ون هوی زمونږ خبريال ته وويل :
(اواز٥ )
پروفيسر امين زياتې قيمتی علمی رسالې خپرې کړي دی . له دې جملې څخه د ملی موسيقی په اړه علمی رسالې زياتې دی او ځينو يی نړيوالې جايزې ګټلې دی . ښاغلی امين داسی زياتی ملی موسيقی جوړې کړي دی چه د لوېديځې موسيقی په الو سره غږيږی . دغه راز لازياتو خلکو د شينجيانګ د موسيقی په اړه معلومات ترلاسه کولی شی .
له ملی موسيقی سره د امين مينه زده کوونکو ته د درس ورکولو په ترڅ کی هم څرګنديږی . د ده په نظر ، اوس ځوانان ډيرې بهرنی موسيقی مني خو خپلې ملی موسيقی ته پام نه کوی . د شينجيانګ دهنری پوهنځی پروفيسر توخان سماګلی چه د ښاغلی امين زده کوونکی و ، په دی باب وويل :
شل کاله دمخه پروفيسر امين د ملی موسيقی په اړه د ښونې کتابونه ليکلی دی . مونږ دغه کتابونه لوستلی او تری مو ډيره زده کړه کړې ده .
ګرانو اوريدونکو ! همداوس مو يو راپور واوريد چه عنوان يی و د ويغوری قوم د پروفيسر سليمان امين له موسيقی څخه ډک ژوند