<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-18 16:34:21    
مونږ او اوريدونکی

cri

دا دى يو ځل بيا د موږ او اورېدنكي پروګرام وخت رارسېدلى, زه امان الله عمران او زما همكاره سپوږمى ستاسو له ليكونو سره يو ځاى د پروګرام وړاندې كولو ته په ستوديو كې يوو، هيله ده د پروګرام تر پايه د خپلو ليكونو د اورېدلو لپاره راسره پاتې شى.

سپوږمى – دغه لومړى ليك به راواخلم چې د پاكستان د بلوچستان له مسلم باغ كمپ څخه د سليمان خيل كلب مشر نياز خان سليمان خيل رااستولى . د د سي آر آى راډيو پښتو خپرونې كاركوونكو ته يی سلامونه ويلي او ليكلي يې دي د چين د قيمتي ټاپو تايوان په اړه چې كومه معلوماتي مسابقه جوړه شوې وه ،زموږ كلب ته يې سواليه پاكټونه ډېر ناوخته راورسېدل او د شمېر له مخې هم ډېر كم وو. دغه اورېدونكى زياتوي زموږ د سليمان خيل كلب ستاسو يو وفادار اورېدونكى كلب دى، ستاسو په هره مسابقه كې يې برخه اخيستې او د كلب له جوړېدو نژدې اووه كاله تېر شوي دي. اورېدونكى نياز خان سليمان خيل ګيله كوي او وايي په دې وروستيووختونوكې ستاسو له خوا موږ ته د پخوا په شان مجلې او سواليه پاكټونه په پوره توګه نه رارسېږي او نه مو هم ليكونه خپروى. ليک مو دی دا دی ، خپورکړ هيله ده اوريدلی مو وی او نور مجلی او پاکټونه به د امکان په صورت کښی دروليږو.

عمران _ د پاكستان د مانسهرې له خاكي پنځم شمېره كمپ څخه ګل مرجان مسلم يار پخپل دغه ليك كې د سي آر آى پښتو خپرونې كاركوونكو ته سلامونه ليكلي.

د ى وايي زه د نهم ټولګي زده كوونګى يم او له ما سره ملګري دي ګلاجان، عطاء الله، صفت الله، عزت مير او په افغانستان كې زما ملګري ګلبدين، نظام الدين او داسې نورو ټولو له خوا د سي آر آى راډيو ته سلامونه وړاندې كوم. دى زياتوي ستاسې ټول پروګرامونه په زړه پورې دي او زه هر وخت ستاسې پروګرامونه اورم او وايي زما چين دومره خوښ دى چې زړه می غواړی ستاسې په پروګرامونو كې كار

وكړم. او بيا وايي زه غواړم ماته د ښونځي ښكلي ښكلي كتابونه او مجلې راولېږى. ګرانه اورېدونكيه ګل مرجان مسلميار زموږ د خپرونې او پروګرامونو له ستاينې دې ډېره مننه كوو، د ښوونځي كتابونه دې خو له موږ سره نشته، نورې پاڼې او مجلې به درواستوو.

سپوږمى _ دغه ليك د پاكستان له صوبه سرحد څخه مامور خاكسار رالېږلى،

د سي آر آى راډيو ټولو كاركوونكو ته يې سلامونه ويلي. دى وايي دا زما دويم ليك دى چې تاسو ته يې در استوم، هيله ده د موږ او اورېدونكو په پروګرام كې يې خپور كړى. نوموړى زياتوي له ده سره ملګري دي اكبرجان، نور جان، زرولي، شېرمحــمـــــــــد، الله نور، محمد نور، مير علي، جهانګير خان او داسې نور ټول په ګډه هره ورځ د چين بين المللي راډيو په ډېر شوق او ذوق سره اورو، دى وايي په دغه پاكټ كې مې چې ليك دراستولى له خپل ملګري می په پور اخيستى، نو هيله كوم چې ماته پاكټونه راواستوى، او زياتوي كه مو راواستول،نو زه به ډېر خوشحاله شم او له تاسو سره به خپلې قلمي اړيكې نورې هم ټينګې كړم.

عمران _ د پاكستان د لكي مروت له عمرآباد څخه فردوس ګل او قاري حافظ ګل جنت دغه ليك رالېږلى دى. ده ليكلي چې له ۱۹۹۶ يا ۱۹۹۹ كال راهيسې څرګند يې نه دي ليكلي ستاسو سره د ليك او قلم اړيكې لرم، او دوه مياشتې وشوې چې ستاسو له لوري يو ليك هم نه دى راغلى، بيا زياتوي زموږ د كلب د غړيو شمېر ۲۴ كسانو ته رسېدلى او دغه ټول كسان ستاسې پروګرامونه په شوق سره اوري، د سي آر آى پروګرامونه ډېر ښه او خواږه دي، دغه اورېدونكى غوښتنه كړې چې د كلب د ليكنې يا راجسټر كولو لپاره يوه فورمه، پروګرام لارښود، سټكرونه، د سي آر آى د غړيو په اړه معلومات او عكسونه او دغه راز د نوي كال كليزه ورواستوو. درنو اورېدونكو له ليك، سلامونو او نېكو هيلو مو ډېره مننه. د كلبونو د ليكلو يا راجسټرولو كوم پروګرام نشته، د كلب جوړول يوازې د اورېدونكو د ګټو لپاره دي، په داسی ډول چې دوى كولاى شي يو ځاى سره راډيو واوري، د پروګرامونو په اړه په خپلو منځونو كې سره وغږېږي، بحث او سلا مشورې سره وكړي او په خپلو نظرونو

او وړانديزونو يو ځاى ليكونه راواستوي، له موږ سره كوم كلب نه راجسټر كېږي، او نور په لاس كې شته مواد به درولېږو.

سپوږمى – د پاكستان د صوبه سرحد له مانسهرې څخه عابد علي خان ليك

راستولى او په كې يې د چين پين المللي راډيو پښتو څانګې ټولو كاركوونكو ته

سلامونه ليكلي. بيا وايي له ما سره ملګري دي هر يو نثار احمد احمدي، قدرت الله ارماني، قاري محراب الدين، ارماني، ډاكتر اسماعيل، طارق الله همدرد او محمد عارف موږ ټول د چين پين لمللۍ راديو خپرونه اورو او ډيره علاقه ورسره لرو. دغه اورېدونكى په پاى كې هيله كوي چې پاكټونه، مجلې، مطبوعات او خپل عكسونه راولېږى.

عمران – همداراز د پاكستان د صوبه سرحد له مانسهرې څخه بيا هم زموږ د خپرونې همېشني ملګري نثار احمد احمدي دوه ليكونه راستولي او د هركله په شان يې د سي آر آى راډيو كاركوونكو ته سلامونه ويلي او بيا ليكي چې دى او ورسره ملګري يې هر يو راز محمد وفا، داد محمد قربان، ګل احمد سېلاب، خان محمد سيند، فدا محمد فدا، علي محمد خاكسار، قدرت الله ارماني او محمد عارف عرفان ټول هره ورځ په علاقی او مينی سره د چين بين المللي راډيو اوري ، په تېره بيا د مونږ او اورېدونكي پروګرام په زياته مينه سره اوري، بيا وايي ستاسې پروګرامونه ډېر په زړه پورې دي ،خو د مونږ او اورېدونكي پروګرام وخت ډېر كم دى زه هيله كوم چې دغه پروګرام په يوه اونى كې دوه يا درې ځله خپور شي، نو ستاسې اورېدونكي به هم زيات شي او زموږ ليكونه به هم په زياته اندازه خپرېږي. ښاغلى نثار احمد زياتوي چې ستاسو له خوا را لېږلي مطبوعات، مجلې، خپرندوى مواد او پاكټونه مې ترلاسه كړل، خو ګيله كوي چې ټول پاكټونه د چين د قيمتي ټاپو تايوان د مسابقې وو، ماته پاكټونه ډېر راولېږى چې ډېر ليكونه درواستوم او كه نه خپله قلمي اړيكه به درسره پرې كړم. په پاى كې بيا ليكي چې ما ته د چين د لوى دېوال عكس او د ساحلي حيواناتو عكسونه او د نوي كال يوه جنترې راولېږى، نو زه به خپله قلمي رابطه نوره هم ټينګه كړم. درنه نثار احمد خانه ستا ليك خو له ګواښونو او ګيلو ډك

دى، خو موږ هيلمن يوو چې خپله قلمي رابطه په هر وهت كې ټينګه وساتې، هغه مواد چې له موږ سره شته د امكان په صورت كې به يې درواستوو، بريالى اوسې.

سپوږمى – دغه ليك د پاكستان صوبه سرحد د چترال له كيسو كمپ څخه د

نجات ملي كلب مشر صاحب شاه رالېږلى او په كې يې د سي آر اى راډيو پښتو خپرونې كاركوونكو ته سلامونه او دغه راز د نوي كال مباركي ويلې ده. دى ليكي له ده سره ملګري هر يو ضياء الرحمن، سيد حاتم، محمد حسين، عبد الحق، ياسر، زرقاوي، قاري ابراهيم، سيد حمزه، شېر حبيب، جواد او محمد ادريس تل د سي آر آى راډيو اورو. هغه بيا ليکی چه اوس زمونږ دکلب غړی تقوريبا دولسو ته رسيدلی او مخ په زياتيدو دی ، مونږ به انشاالله د پښتو د ترقی دپاره زياتی مرستی وکړو .د ليک په پای کښی هغه ليکی چه مونږ ستاسی روغوالی او برياليتوب د بخوونکی خدای څخه غواړو . مونږ هم تاسو ته يو ځل بيا وايو نوی کال مو مبارک شه . هيله ده چه لا زيات اوريدونکی ستاسی په کلب کښی شامل شی او هره ورځ زمونږ پښتو خپرونه واوری او زمونږ د پروګرامونو په باره کښی نظريات ، پيشنهادونه او انتقادونه مونږ ته راواستوی . همدا راز ستاسو څخه مننه کوو چه زمونږ له کار څخه موملاتړ کړی .

عمران __ د ننګرهار ولايت اوسيدونکی قدرت الله ارمانی مونږ ته ليک راليږلی دی . هغه ليکی چه لومړی دچين بين المللی راډيو کارکوونکو د زړه له کومی ډير ډيرسلامونه وړاندی کوم ، هيله کوم چه زماغريبانه سلامونه قبول او منظور کړی، له ما سره هر يو نثار احمد احمدی ، طارق الله همدرد، محمد عارف عرفان ،سيد عمر امان الله امان ،عبدالمالک تقوا ، لطيف الله وفا ،حيب الله درويش ، علی محمد خاکسار ، فدا محمد فدا مونږ ټول هره ورځ دچين بين المللی راډيوخپرونه اورو او ډيره مينه ور سره لرو، په تيره بيا مونږ او اوريدونکو پروګرام سره ډيره مينه او علاقه لرو، ستاسو پروګرامونه په زړه پوری دی ، زه هيله کوم چه تاسو خپلو پروګرامونوته نوره ترقی هم ورکړی .

ګرانو اورېدونكو، د چين د قيمتي ټاپو تايوان په باب معلوماتي مسابقه پاى ته ورسېده. په دغه مسابقه كې د پاكستان صوبه سرحد چارسده روډ له خزانې كمپ څخه معشوق جان كاموال، د صوبه بلوچستان د پښين تراټې خخه بدرالدين عزيزي، د صوبه سرحد ګهمكول دريم نمبر كمپ څخه د اريوب كلب مشر محمد اقبال بشردوست او د باختر كلب مشر سيد الرحمن بهير په ترتيب سره لومړى، دويمه او

دريمه درجه جايزې كټلې دي. د سي آر آى راډيو پښتو خپرونې په خپل وار د غو بريالي شوو اورېدونكو ته په ترتيب سره سوغاتونه اوتصديقنامی لېږلې دي. هيله ده زموږ دغه اورېدونكي خپل سوغاتونه ترلاسه كړي او په راتلونكي كې هم په نورو معلوماتی مسابقو ګډون وكړي، موږ هم ستاسې د لا زياتو برياليتوبونو هيلمن يوو.

تاسی کولی شی زمونږ پروګرامونه د انټرنيټټ له لاری هم واوری . د پښتو ويب پاڼه ده ،pu.chinabroadcast.cn او دغه راز د ايمېل له لاری زمونږ سره تماس ونيسي . زمونږ ايميل پته ده pushtu@chinabroadcast.cn