ګرانو اورېدونکو! د خوښو کړو سندرو او نغمو پروګرام ته مو هرکلی کوو. د پروګرام په دې کړی کې به تاسو ته د يوې خوږ ژبی سندرغاړی ښکلی سندره وړاندی کړو چه هر څوک يی له نامه سره اشنا دی . دغه خوږ ژبی سندرغاړی ګلنار بېګم ده چه په ښکته پښتونخوا کې د پښتو ډېره مشهوره سندرغاړې ده. دې پښتو فلومونو ته زياتی سندرې ويلی او ډېر شمېر سندرې يی له خيال محمد سره هم يو ځای ويلی دی . دې د تېرې پېړۍ په وروستی لسيزه کی له دې نړۍ څخه سترګی پټی کړی خو په خپل خواږه غږ سره يی سندرې هم داسی ژوندی پاتی دی.