<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-25 18:00:00    
مونږ او اوريدونکی

cri

درنو اوريدونکو دا دی يو ځل بيا د مونږ او اوريدونکی پروګرام وخت رارسيدلی ، زه امان الله عمران او زما همکاره سپوږمی ستاسو له ليکونو سره يو ځای د پروګرام وړاندی کولو ته په ستديو کښی يوو ، هيله ده د پروګرام تر پايه دخپلو ليکونو د اوريدلو دپاره را سره پاتی شی .

سپوږمۍ __ د ننګرهار ولايت اوسيدونکی قدرت الله ارمانی مونږ ته ليک راليږلی دی . هغه ليکی چه لومړی دچين بين المللی راډيو کارکوونکو د زړه له کومی ډير ډيرسلامونه وړاندی کوم ، هيله کوم چه زما غريبانه سلامونه قبول او منظور کړی، له ما سره هر يو نثار احمد احمدی ، طارق الله همدرد، محمد عارف عرفان ،سيد عمر امان الله امان ،عبدالمالک تقوا ، لطيف الله وفا ،حيب الله درويش ، علی محمد خاکسار ، فدا محمد فدا مونږ ټول هره ورځ دچين

بين المللی راډيوخپرونه اورو او ډيره مينه ور سره لرو، په تيره بيا مونږ او اوريدونکو پروګرام سره ډيره مينه او علاقه لرو، ستاسو پروګرامونه په زړه پوری دی ، زه هيله کوم چه تاسو خپلو پروګرامونوته نوره ترقی هم ورکړی .

عمران __ دا ليک د صوبه سرحد کوهاټ دريم نمبر ګهمکول کمپ څخه د اريوب کلب مشر محمد اقبال بشر دوست اريوبی ، جمال الدين ،اجمير ، عبدالله ، قاری اختر محمد او نورو ملګرو مونږ ته را استولی دی . دوی يو ډير اوږد ليک راليږلی او ليکلی يی دی چه ډيرو قدرمنو، مونږ ستاسی د راډيو له لاری واوريدل چه عنايت الله رمز د کار موده پای ته ورسيده او هغه خپل ګران هيواد افغانستان ته رخصت شو ، دعنايت الله رمز کارنامی د ستايلو وړ دی. هغه د پښتو ژبی او

دچين بين المللی راډيو ته نه هيريدونکی خدمتونه تر سره کړی دی او د تل دپاره به زمونږ په ياد او زمونږ په زړونو کښی وی، عنايت الله رمز يو قابل جرائت مند انسان دی ، هغه چه خپل وخت ډير په ايمانداری سرته ورسولو،مونږ ور ته ښه ژوند غواړو . خوشحال او اباد دی اوسی دوی په خپل ليک کی زياتوی د نوی پښتو ژبی کار پوه ښاغلی امان الله عمران ته تود هر کلی وايو . د اريوب کلب ټول غړی و رته ښه راغلاست وايی .له امان الله عمران څخه مونږ هيله من يو چه د چين بين المللی راډيو ته نه هيريدونکی خدمتونه تر سره کړی او دچين بين المللی راډيو له نورو کارکوونکو سره پوره همکاری وکړی او خپل ټول توان په کار واچوی او اوريدونکو ته رنګارنګ پروګرامونه وړاندی کړی او خپل نوم د چين په بين المللی راډيو کښی د يو ځلانده ستوری په شان وځلوی، نو له ده سره به د اوريدونکو همکاری هم زياته شی . دوی وايی دچين بين المللی راډيو د پښتنو اوريدونکو په زړونو کښی ځای لری ، پښتانه چه په هره سيمه کښی دی ،ستاسی خپرونه اوری او ډيره مينه ور سره لری پښتانه له خپلی ژبی او کلتور سره ډيره مينه لری همدا وجه ده چه دچين بين المللی راډيو ته هره مياشت د پښتنو اوريدونکو له خوا زيات ليکونه ليږل کيږی .همدا دغه د پښتانو اوريدونکو د مينی څرګندونه کوی ، مونږ انشاالله که ژوندرا سره وفا وکړه ،خپل ليکونه به د ژوند تر اخيری شيبو پوری به دروليږو او تاسی سره به خپله قلمی دوستی د تل دپاره جاری ساتو او خپل کوشش به کووچه دچين بين المللی راډيو اوريدونکی زيات شی او په ليکونو کښی مو زياتوالی راشی او د اوريدونکو په ليکونو مو پروګرامونه نور ښايسته شی. دوی دخپل ليک په پای کښی په بلوچستان کښی

بدرالدين عزيزی او په مانسهره کښی د اريانه کلب ټولو غړو ته سلامونه احترامات او نيکی هيلی ليکلی دی .

سپوږمۍ __قدرمنه وروره محمد اقبال بشر دوست اريوبی زياتی خوږی او د ستاينی وړ خبری کړی دی . دلته مونږ د عنايت الله رمز صاحب په نماينده ګۍ ستاسو څخه ډيره ډيره مننه کوو، هيله ده چه د عنايت الله رمز نوم او د هغه نه هيريدونکی کارنامی د تل دپاره ستاسی په ياد کښی پاتی وی .امان الله عمران هم غواړی د عنايت الله رمز په شان د چين د بين المللی راډيو له ټولو کارکوونکو سره يو ځای د پښتو د نوری ترقۍاو پرمختګ دپاره خپل ټول توان وقف کړی او ګرانو اوريدونکو ته ښه او په زړه پوری پروګرامونه وړاندی کړی .محمد اقبال بشر دوست اريوبی زمونږ د راډيو د پښتو خپرونی يو وفادار اوريدونکی دی ، له زياتو کلونو نه راهيسی هغه تل زمونږ د کارونو ملاتړ کړی دی او مونږ ته يی زيات ليکونو راليږلی دی .هيله من يو چه په راتلونکی وخت کښی مونږ ته لا زيات ليکونه راواستوی او د لا زياتو اوريدونکو د راجلبولو دپاره خپلو کوششونو ته دوام ورکړی .ستاسو د همکارۍ څخه ډيره مننه کوو.

عمران __ دا ليک د بلوچستان له پښين څخه عبدالخالق حقانی ، محمد طاهر غمګين ، نصرالله داوی او شمس الله بارکزی راليږلی دی . دوی په ليک کښی ليکلی چه ستاسو د راډيو ډيری خپرونی بيخی زياتی په زړه پوری دی ، هره شپه يی په مينه سره اورو.دچين بين المللی راډيو پښتو خپرونی کارکوونکی هم هيلمند دی چه زمونږ پروګرامونه مو تل خوښ وی اوس به تاسی ته دمحمد طاهر غمګين په قلم ليکل شوی غزل وړاندی کړو چه مونږ ته يی پخپل ليک کښی

رااستولی دی . .

وابه خلی ازار ځينی خوران په کاڼو مه وله

يی د وخت ظالمه مظالومان په کاڼو مه وله

نن می ستا له وجی مين زړه ژاړی ماشوم غوندی

تا ته دغه خواست کړم زما ارمان په کاڼو مه وله

ډير ښه په دی پوهيږمه هر څه په سترګو وينمه

دومره در ته وايم چه جانان په کاڼو مه وله

بيا به ارمانونه کړی او لاس ته به هيڅ نه درځی

اوس لا ځان خبر که يتيمان په کاڼو مه وله

کله چه زه ږغ دبيلتانه واورمه وژاړم

وايمه غمګين چه مينان په کاڼو مه وله .

سپوږمۍ __ دا ليک د پاکستان د کوهاټ د سيمی ګهمکول کمپ نمبر دريم نه هرات خان ځاځی را ليږلی دی د سی. ار. ای راډيو ټولو قدرمنو کارکوونکو ته يی سلامونه ويلی او ليکلی يی دی چه د نوی کال او لوی اختر مبارکی مو هم نه هيروم ، ښه خوشحاله او سوکاله ژونددر ته غواړم او له پروګرام څخه مو ډيره مننه کوم .د ستاسو د راډيو له لاری پروګرامونه ساينسی خبری او څيړنی ډيری معلوماتی او په زړه پور ی دی او زه يی د زړه په مينهاورم او له تاسو په مستقيمه توګه متاثر يو اوريدونکی يم او په پر له پسی توګه به زه خپلی اړيکی له تاسو سره د قلم او کاغذ په وسيله ټينګی ساتم او کوشش به کوم خو دی وايی په اکثرو ورځو کښی ډير مصروفيات لرم . د ورځی له مخی د دوکاندارۍ په کار و بار بوخت

وم او د لوست وخت هم ډير په لاس نه راځی .خو په هر حال د معلوماتی مجلو ډيره نظر اندازی کوم ، نو ستاسو څخه هيله لرم په يوه بی تکليفانه غوښتنه که چيری له تاسوسره د انګليسی ژبی څه معلوماتی مجلی يا ګايئډونه او د نوی کال کلينډر موجود وی، نو لطفا يی مونږ ته راوليږی . وروره ،له ليک او نيکو هيلو دی مننه مونږ به ژر د انګليسی ژبی مجلی دروليږو .

عمران __ دا ليک د پاکستان له کراچی څخه زرجان مداخيل راليږلی دی . هغه په ليک کښی ليکلی چه د پښتو ټولو زده کونکو ملګرو ته زما سلامونه مينه او نيکی هيلی ورسوی او د پښتو په خاطر زما د ملګرتيا لاس ورکړی .هر څوک چه زمونږ له ژبی پښتو سره مينه او علاقه ولری ، په مونږ به ډير ګران وی او مونږ ور ته ډير احترام لرو. زه به لاس په دعا يم چه دغه ټول ملګری په خپلو مقاصدو او فعاليتونو کښی کامران ، بريالی او سرفرازه شی او ژر ترژره د پښتو په وئيلو پيل وکړی . هغه بيا ليکلی چه پښتو پت ،ښيګړه ، توره ،وفا او مينه ده او دا به مونږ په خپل منځ کښی يوله بل سره تر سره کوو او له دی لاری به يو له بل سره تماس نيسو . وروره ،ستا له ستاينی او ښو خبرو مننه اوس دغه زده کوونکی په خپله زده کړه کښی ډير کوشش کوی او ستاسو څخه ډيره مننه کوم چه دغو زده کوونکو ته مو خپلی نيکی هيلی راساستولی دی . مونږ يقين لرو چه ستاسو په پاملرنه او ملاتړ به دغه زده کونکی ژر وده وکړی او پښتو ژبه به په ښه توګه زده کړی او له پوهنتون څخه د فارغيدو نه وروسته به په پښتو ژبه د اوريدونکو دپاره ښه خدمت وکړی .