د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د مرغانو انفلونزا په پر له پسی توګه په نړۍ کی خپريږی. د فبروری په شپږويشتمه نېټه ، په سويس، فرانسی ، ګرجستان او نيجريا کی د مرغانو انفلونزا ناروغی پيدا شوې او بيلا بيلو هېوادونو اړوند تدبيرونه نيولی دی.
په همدې ورځ د سويس د څارويو ډاکترانو د ادارې وياند کسی ماريت وويل د څېړنې د ابتدايی نتيجی له مخی، د سويس په لوېديځو او شمالی سيمو کی مړه شوی مرغان پيدا شوی چه په اچ پنځه ډول ويروس اخته شوی دی. دا لومړی ځل وی چه په دغه هېواد کی د مرغانو انفلونزا نښه ليدل کيږی.