د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د هند پارلمان د فبروری په اته ويشتمه نېټه له ٢٠٠٦ کال څخه تر ٢٠٠٧ کال پوری د هېواد د مالی بوديجې مسوده تصويب کړه چې پکې د ملی دفاع ځانګړې بوديجه په سلو کې اوه اعشاريه دوه زياته شوې او شل مليارډه امريکايی ډالرو ته رسيږی. د هند د اسيايی خبری ايجنسۍ د خبر له مخې، د هند د ملی دفاع بوديجه د روغتيا او ښوونې په پرتله لس ځله زياته ده. له ١٩٩٩ کال راهيسی د کشمير په سيمه کې د هند او پاکستان ترمنځ د لانجو د تاوتريخوالي د زياتېدو له امله هند خپلې پوځې پياوړتيا ته دوام ورکړی دی.
|