<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-02 19:37:02    
په تبت کی مالداران فلمونه ګوری

cri

ګرانو اوريدونکو ! اسلام عليکم ! د چين د مليتونو کور پروګرام دغې کړی ته مو هرکلی کوو

( اواز )

همداوس مو د هغه څه غږ واوريد چه پکی د تبت په يو کلی کی څه دپاسه دری سوه مالداران يو فلم ګوری .

تبتی مالداران ډير خوښ دی چه په تبتی ژبه ترجمه شوی فلمونه کتلی شی . د تبتی قوم بزګرې جوما وويل هغه له فلمونو سره زياته علاقه لری او د فلمونو له لاری بهرنی نړۍ کتلی او تری د کرهڼې په اړه تخنيکونه هم ترلاسه کولی شی .

(اواز٢ )

زه اوس په يوه مياشت کی يو فلم کتلی شم او په تيره بيا له هغو فلمونو سره علاقه لرم چه د کرهڼې د عصری کيدنې په اړه دی . دغه فلومونه د تصويرونو او غږونو په وسيله د کرهڼې د عصری تخنيکونو ښوونه کوی .

هغې زياته کړه چه له فلمونو څخه يی داسی چلونه زده کړی چه په توده کوټه کی سابه وروزی . دغه راز په ژمی کی په دغه کوټه کی وده کړو سبو د دی کور ته ګټې رسولی دی .

د تيرې پيړۍ په نهمه لسيزه کی د چين حکومت يو پلان پلی کړی و . د دغه پلان هدف دا دی چه د يوويشتمې پيړۍ په سر کی د هېواد په ټولوکليو کی بزګران په يوه مياشت کی يو فلم کتلی شی . تبت د څه دپاسه يو مليون دوه لکه مربع کيلومتره زراعتی او مالداری سيمی لری . نو په تبت کی د دغه پلان د پلی کيدو لپاره ستونزې موجودې دی .

په ١٩٩٨ کال کی دتبت خپلواکې سيمې په هراړخيزه توګه دغه پلان پلی کړ . څرنګه

چه تبتی مالداران يوازی په تبتی ژبه پوهيږی نو د تبت فلمی شرکت په تبتی ژبه د فلمونو د ژباړلو لپاره خپله زياته انرژی وقف کړی ده . د دغه شرکت مشر دانباچونزنګ وويل :

( اواز ٣ )

د کافی فلمونو د برابرولو لپاره مونږ زيات ژباړونکی استخدام کړی دی . په عين وخت کی د مالدارانو له غوښتنو سره سم مونږ د کرهڼې او روزنې په اړه فلمونو ته زيات اهميت ورکوو .

ده زياته کړه چه په وروستيو کلونو کی هغوی سل ګونه فلمونه ترجمه کړی دی چه پکی زيات تعلمی فلمونه شامل دی .

دغه فلمونه به په بيلابيلو کليو کی ښودل کيږی . دغه راز د فلمونو ښودل ځانګړو کارکوونکو ته اړتيا لری نو د تبت خپلواکې سيمې ځانګړی کارکوونکی راجلب کړی او هغوی ته يی روزنه او ښوونه ورکړی دی . اوس د تبت په بيلابيلو سيمو کی د فلمونو ښودلو لپاره تقريبأ ٥٠٠ مرکزونه جوړ شوی دی .

ټولو ته معلومه ده چه په تبت کی د غرونو او واورو له امله ترانسپورټ مشکل دی . يوه کلی ته لاره وهنه څو ورځې غواړی . ښاغلی نيماځژن د لاسا ښار د داځی ولسوالی د فلمونو ښودلو مرکز مسؤل دی او وايی :

(اواز ٤ )

زمونږ په ولسوالی کی ډير کلی په ګوښه ځای کی پراته دی . ځينی يی په غرونو کی پټ شوی دی او هغو کليو ته سړکونه نشته . مونږ د خرو او غوايانو په وسيله د فلمونو د ښودلو دستګاه رسوو . په يو کلی کی مونږ يو داستانی او يو تعلمی فلم ښيو .

په تبت کی د طبيعی چاپريال د سختوالی او د بزګرو د بی وزليتوب په نظر کی نيولو

سره په وروستيو کلونو کی ټول فلمونه د حکومت له خوا په وړيا توګه برابر شوی دی . د تبت د خپلواکې سيمې د فلمی شرکت مشر دانباچونزنګ وويل چه په وروستيو کلونو کی حکومت د تبت د فلمونو ښودلو په ساحه کی شل ګونه مليونه يونه اچولی دی . هغه وويل :

(اواز ٥ )

اوس د تبت له ٧٣ ولسواليو څخه په ٦٩ ولسواليو کی بزګران او مالداران په هره مياشت کی يو فلم کتلی شی . په راتلونکی کی به مونږ لا زيات نوی او ښه فلمونه واخلو او بزګرانو او دوی ته به يی وښيو .

ګرانو اوريدونکو ! همداوس مو د تبت په باب يو راپور واوريد او زمونږ دغه پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد . ستاسی له غوږ نيولو څخه مننه کوو !