<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-04 21:49:34    
مونږ او اورېدونکی

cri

درنو اورېدونكو، د مونږ او اورېدنكي پروګرام ته مو هركلى كوو. زه سپوږمى او زما همكار امان الله عمران، دا دى بيا ستاسو له ليكونو سره يو ځاى د پروګرام وړاندې كولو ته په ستوديو كې يوو، هيله ده د خپلو ليكونو د اورېدلو لپاره د پروګرام تر پايه راسره پاتې شى.

عمران _ د پروګرام په پيل كې به دغه لومړى ليك راواخلم چې د پاكستان، صوبه سرحد له كوهاټ څخه د آريانا پښتو ادبي تنظيم مشر سيد وارث حنيفي راستولى، او ليكي چې د چين بين المللي راډيو پښتو څانګې ټولو كاركوونكو جانګ جاو، وانګ اين خه، عنايت الله رمز، وي وي، سياوبنګ، سو مي جو او نورو ټولو ته نيكې هيلې او ډېر ډېر سلامونه وړاندې كوم. دغه اورېدونكى د خپل ليك په دوام ليكي ستاسې پروګرامونه د اصلاحاتو او ورخلاصون په رڼا كې ، ژوند په چين كې، موږ او اورېدنكي، ښځه او ټولنه، چين ته سفرونه، د چيني ژبې لوست، هنر او كلتور، نېكمرغه وخت، رنګارنګ ګلونه او له تبصرې سره خبرونه همېشه ښه په شوق او ذوق سره اورو. نوموړى وايي موږ ستاسی خپرونې له ۱۹۹۹ عيسوي كال راهيسې همېشه اورو، د آريانا پښتو ادبي تنظيم كلب مو هم جوړ كړى دى او له پخوا څخه ستاسو سره آشنا يوو، په كلب كې موداوريدونکو څه دپاسه يو نيم سل كسانو ته رسېږي چې ښځينه او نارينه پېغلې او ځوانان پكې شامل دي.. دى زياتوي د چين بين المللي راډيو به همېشه او هر وخت په هرځاى كې ضرور اورو، ځكه لكه څنګه چې دى وايي د سي آر آى راډيو خدمت هېڅكله د هېرېدو نه دى، په دومره ستونزمنو حالاتو كې موږ ته د نيم ساعت په موده د پښتو خپرونې چمتو كول د خورا زياتې خوشحالى او نېكمرغى خبره ده، موږ به ستاسې دغه خدمت تر عمره ياد ساتو. ښاغلي سيد وارث حنيفي وړانديز كړى چې د پښتو خپرونې وخت اوږد او زيات شي او وايي موږ به هر وخت ستاسې سره خپلې قلمي اړيكې ساتو، خو تاسو مو هم مه هېروى او همېشه موږ ته خپل مطبوعات په تېره بيا پښتو هنداره رالېږى چې موږ

ترې ډېر معلومات تر لاسه

كوو او د چينې ژبې درس همېشه په كې خپروى چې موږ ته د پوهې او پوهنې يو ښه درس دى. دغه اورېدونكى د خپل ليك په پاى كې وايي ما هر دوست او انډيوال ته ويلي چې د چين د راډيو د كاركوونكو ليدل زما د ژوند يو لوى ارمان دى، نو هيله كوم چې د ټولو بېل بېل عكسونه راته راواستوى.

ښاغليه اورېدونكيه سيد وارث حنيفي، د ليك او نيكو هيلو څخه دې مننه، دا چې زموږ پروګرامونه مو خوښ دي، زموږ د خوشحالى لامل دى، زموږ پروګرامونه ستاسې اورېدنكو لپاره دي، موږ خپل زيات زيار باسو چې ستاسې له خوښې سره سم د خپرونې رنګارنګ توكي او مطالب چمتو او خپاره كړو. هيله ده هر وخت زموږ خپرونه او پروګرامونه واورى، په اړه يې په خپلو منځونو كې سره سلامشورې وكړى، ويې ارزوى او خپل نظرونه او وړانديزونه راواستوى.

سپوږمى _ د پاكستان صوبه سرحد د مانسهرې له حاجي آباد كمپ څخه د قدرت الله ارماني درې ليكونه رارسېدلي، دى وايي زه د ننګرهار ولايت اوسېدنكۍ يم، خو اوس په پاكستان كې د حاجي آباد په كمپ كې اوسېږم او د مهاجرت شپې او ورځې سبا كوم او د سي آر آى راډيو ټولو ملګرو ته د خوشحالى ډك سلامونه وړاندې كوم. دى وايي له ما سره ملګري هر يو طارق الله همدرد، عبدالستار اتل، عبدالمالك تقوا، عبدالمنان حيدري، عبدالصبور صابري، لطيف الله وفا، اصيل محمد صديق، محمد صديق صادق، سلامت خان جګرخون، عبدالولي قادري، محمد ستار، نثار احمد احمدي، محمد عارف عرفان، عبيدالله صديق، عبدالكبير فاروقي، داد محمد وفا او داسې نور د آريانا كلب غړي هم خپل سلامونه وړاندې كوي. دى زياتوي موږ ټول د سي آر آى راډيو پښتو خپرونه په ورځني ډول اورو، ټول پروګرامونه په زړه پورې دي، موږ له تاسې څخه هيله كوو چې د پښتو خپرونې وخت بايد زيات كړى، دشپې له خوا د خپرونې د تكرار وخت د يو ځل خپرونې لپاره سره يو ځاى كړى چې د ډېرو مطالبو او پرګرامونو لپاره به په كې وخت او ځاى وسپمېږي. نوموړى وايي موږ هيله لرو چې د موږ او اورېدونكي پرګرام وخت هم په اونۍ كې دوه يا درې ځله

شي ،ځكه چې هر څوك ورسره مينه لري. ده د مجلو، نوې پښتو هندارې، مطبوعاتو او د كاركوونكو د عكسونو ورلېږلو غوښتنه هم كړې ده.

قدرت الله ارماني صاحب ستا او ستا د ملګرو سلامونو ته وعليكم سلام وايو، له نېكو هيلو او زموږ د پروګرامونو له ستاينې دې زياته مننه كوو، زموږ د خپرونې او پراګرمونو په اړه ستاسې پر وړانديزونو او نظرونو غور كوو، په خپرونه او پروګرامونو د بدلون راتلو په حالت كې به تاسې او ټولو اورېدونكو ته خبر دركړو. هيله ده تل زموږ د خپرونې په اړه نظرونه راواستوى.

عمران – دغه ليك دآريانا كلب يو بل غړي طارق الله همدرد رالېږلى او ليكلي يې دي، د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونې ټولو ملګرو او دوستانو ته سلامونه وړاندې كوم، له ما سره ملګري هر يو داد محمد وفا، عبدالصبور صابري، اصيل محمد صديق، ګل احمد تقوا، عبدالمنان حيدري، فضل واحد واحدي او علي محمد خاكسار هم خپل سلامونه وايي. دغه اورېدونكى زياتوي ستاسو له پښتو خپرونې سره د راډيو پر څپو يوه بله خپرونه يوځای شوې ده او سمه نه اورېدل كېږي. بيا ليكي چې موږ سپوږمى جانې او امان الله عمران ته د پسرلي اختر مباركي وايوو، عنايت الله رمز او چنګ چونګ چانې ته د هوا په څپو كې سلامونه وړاندې كوو. دى يوځل بيا زياتوي سپوږمى جانې او امان الله عمران ته مباركي وايوو چې د موږ او اورېدونكي پروګرام وړاندې كولو دنده دوى سپارل شوې. طارق الله همدرد او ورسره ملګرو يې د خپل ليك په پاى كې پوښتنه كړې چې د چين غټ دېوال له كوم هېواد سره پوله لري او دغه راز كوم هېواد يې له چين څخه جلا كړى.

ګرانه اورېدونكيه طارق الله همدرد دا چې زموږ د خپرونې د اورېدو په مهال ستاسې په راډيو كې ورسره بله خپرونه اورېدل كېږي او سمه يې نشى اورېداى تاسې كولاى شى زموږ خپرونه په نورو صافو څپو كې واورى زموږ خپرونه په دغو لنډو څپو خپرېږي : ٤٩.٤٦_ ٤١.٩٦_٣١.٠٤ _٢٥.٢٥ _٤٨.٦٦

هيله ده د خپلې راډيو د څپو په بدلولو سره وكولاى شى زموږ خپرونه په سمه توګه

واورېدى شى. د پسرلي اختر له مباركى مو ډېره مننه، موږ هم په خپل وار تاسې ته مباركي وايو، عنايت الله رمز صاحب د خپلې دندې له بشپړتيا وروسته بېرته خپل ټاټوبي افغانستان ته ستون شو، چنګ چونګ لا تر اوسه په خپرونه كې كار كوي او اوس د ښځه او ټولنه پرګرام وړاندې كولو دنده پر غاړه لري چې كولاى شى هر وخت يې واورى او ورته غوږ شى. او دغه راز د چين د غټ دېوال په اړه د پوښتنې په ځواب كې درته وايوو چې د غه ستر دېوال يوازې د چين په خاوره كې دننه اوږد غځېدلي او له كوم بل هېواده نه تېرېږي او نه پوله جوړوي.

سپوږمى- همداراز زموږ د دايمي اورېدونكي نثار احمد احمدي له خوا درې ليكونه رارسېدلي، او ليكلي يې دي چې د چين د نفوس په شان دومره ډېر سلامونه در استوم، زه او له ماسره ملګري هر يو علي محمد خاكسار، سلامت خان جګرخون، حسن خان، ډاګخانې والا عابد علي خان موږ ټول د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونه او ټول پرګروامونه اورو او ډېره علاقه ورسره لرو. ده يوه ټوكه هم رالېږلې چې (يو هلك ته يې پلار وويل كه ښونځي ته ځې او زده كړه كوې، نو مېږو ته به مزدور ونيسم، هلك په ځواب كې ورته وويل كه ښوونځي ته هم يو مزدور ونيسې نو څه به وشي.)

ده بيا ليكلي زه او زما ملګري ټول هره ورځ ستاسو پروګرامونه اورو او ډېره علاقه ورسره لرو، په تېره بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام مو ډېر خوښ دى. دى زياتوي زه هيله كوم چې ماته په جلا جلا توګه خپل عكسونه، مجلې، مطبوعات او پښتو هنداره راولېږى.

عمران- ښاغلي نثار احمد احمدي په خپل يو ليك كې زياته كړې ،زه يو تكړه شاعر هم يم، يو كال كېږي چې په شاعرى مې پيل كړى دى. دا ښكاره خبره ده چې كائنات او د نړى خلك له دريو شيانو يعنې له خوشحالى مرګ او غم څخه بې برخې نه دى. دى زياتوي زه چې ګورم د نړى خلك داسې يو پړاو ته رسېدلي چې غم او مرګ په كې زيات او خوشحالي په كې ډېره كمه ده، نو ځكه د كائناتو نړى ته د غمونو يوه نړى وايم، له مرګ نه خو

خلاصون نه شته دا چې په غوږ كې راته د مرګ شپېلى نه ده غږول شوې، نو ځكه په غمونو كې ډوب يم، نو څوك چې د غمونو په ګردوب كې ډوب شي، نو ضرور به يا لېونى كېږي يا به هم شاعر كېږي، دروغ به مې نه وي ويلي كه ووايم چې زه هم له دغو دريو له ډلې څخه يو تن يم، هو غم ته همدومره كورودانى وايم چې له لېونتوب څخه يې ايستلى يم او ديوې ګوډې ماتې شاعرى په لور يې زما مخه كړې،د زړه ټول دردونه او غمونه مې په يوه لېونى شاعرى كې د آشنا له اوښكو سره يو ځاى نغښتي دي، شعر زما د ژوند يو خوږ ملګرى دى، كله چې راشي، نو نه څوك وينم او نه څه اورم، خو كله نا كله مې په يوازېتوب كې هم پرېږدي، د ظالم د ظلم او د خاين د خيانت په وخت كې مې په احساساتو راولي ، په ځينو وختونو كې مې د زړه د دردونو ته له يو ډول زوږ او سيلى سره يو ځاى يوه پټه نغمه اوروي چې دزړه دردونو تسكين او تسل پرې كېږي، د خپل عمر له نيمايي مودې راپدې خوا په دې كار بوخت يم، خو شاعري مې هغه وخت زور كړى چې خپل آشنا مې د ځنكدن په وروستيو شېبو كې ونه ليد.

ډېره ښكلې ادبي ټوټه وه، موږ دادى درته خپره كړه ،كه تا نثار احمد خانه پخپله ليكلې وي او يا دې له بل ځاى څخه نقل كړې وي، ډېره په زړه پورې وه.

درنو اورېدونكو د موږ او اورېدنكو پرګرام په همدې ځاى پاى ته ورسې تاسی کولی شی زمونږ پروګرامونه د انټرنيټ له لاری هم واوری. د پښتو ويب پاڼه ده، http://pu.chinabroadcast.cn او دغه راز كولاى شى د ايمېل له لاری زمونږ سره تماس ونيسي . زمونږ ايميل پته ده pushtu@chinabroadcast.cn

تر بلې شنبې پورې مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وى روغ او خوشحاله اوسى.