د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د مرغانو انفلونزا د مخنيوی او کنترول په اړه د کارپوهانو غونډه چه د نړيوال روغتيايی سازمان لخوا ترتيب شوی، د مارچ په اتمه نېټه په ژنيو کی پای ته ورسيده او ګډون کوونکو د دې ناروغې د مخنيوی يو لومړني بېړنی پلان جوړ کړ. په دغه پلان کی د مرغانو انفلونزا د خپرېدو په وخت کی د نړيوال روغتيايي سازمان، د دغه سازمان د غړيو هېوادونو او نورو همکارانو ځانګړي رول او د دغې ناروغې د خپرېدو په لومړيو وختونو کی د کنترول اړينې لارې چارې ټاکل شويدي .
|