![]( /mmsource/images/2006/03/10/listen.gif)
ګرانو اوريدونکو ! اسلام عليکم ! د چين د مليتونو کور پروګرام د لړۍ يوې بلې برخې ته مو هرکلی کوو !
( موسيقی ١ )
ګرانو دوستانو ! همداوس مو هغه سندره واوريدله چه د چين د وا قوم د سندرغاړی امان له خوا ويل شويده . دغه سندره ښاغلی امان پخپله جوړه کړه چه نوم يی هغه مرغان چه ليری ځای ته الوتی دی او شعر يی دا دی چه
ما د ماشومتوب په وخت کی أسمان ته وکتل
زما په فکر کی يو مرغ وی
د باد په وړاندی خپلې وزرې پرانيزی
په ازاده توګه ليری ځای ته الوزی
......
په نننی پروګرام کی به تاسو ته د دغه سندرغاړی په اړه څه معلومات وړاندی کړو !
امان چه په تنه ياقد جګ نه دی ، اوږده د سرويښتان او پاکې او تورې سترګې لری . امان له ماشومتوب راهيسی د سندرو ويل خوښوی او د چوپانۍ په وخت کی يی سندرې وويلې . په ١٩٩٦ کال کی امان د بيجينګ د فلمی پوهنځی د نندارې کولو په څانګه کی شامل شو . نوموړی په دی اړه د دوو کلونو له زده کړې وروسته سندرو ويلو ته دوام ورکړی او د بيجينګ په بيلابيلو هوټلونو کی سندرې وايی . ايمان وايی : هغه غواړی ځينی کسان د ده له سندرو سره مينه لری او په پايه کی د ده
سندرو په اړه يو سی دی ( CD) جوړ کړی .
( اواز ٢ )
بيجينګ يو لوی ښار دی او رنګا رنګ کلتورونه پکی ګډ شوی دی . زه په بيجينګ کی هغه تازه معلومات چه زما په اصلی وطن کی ډير ورو
معلومولی شم ، ژر تر لاسه کولی شم . نو که يو شی په بيجينګ کی د خلکو له خوا ومنل شی ، بيا د هېواد په بيلابيلو ځايونو کی منل کيږی .
په بيلابيلو هوټلونو کی د کسانو د غوښتنو سره سم امان بيلابيلې سندرې ويلی دی . خو يوه ورځ يو اوريدونکی امان ته ويلی چه (( ته د وا قوم د يو سندرغاړی په توګه بايد قومی سندرې ووايی او خپل ملی څرنګوالی څرګند کړی . له هغه نه وروسته امان د سندرې ويلو خپله نوی لاره پيدا کړې . هغه خپلې قومی سندرې اصلاح کوی او د سندرو ويلو په اړه عصری سبک هم استعمالوی .
په ٢٠٠٠ کال کی د يو شرکت څښتن چه د کور څخه بهر په سپورت کولو بوخت وه ، د ايمان د سندرو له اوريدلو وروسته يی له ايمان څخه پوښتنه وکړه چه د يو لارښوونکی په توګه به د ده په شرکت کی ګډون وکړی او که نه ؟ له غرونو سره د ځانګړی مينې له امله امان دغه کار منلی او د يوه ګيتار په درلودلو سره يوې نوې ساحې ته ننوتی دی .
په غرونو کی د کار ترسره کولو په ترڅ کی امان کله ناکله خپلو مېلمنو ته سندرې وايی . يو تن د ايمان د سندرو په اړه داسی ويلی دی : د ده غږ ډير پاک دی او د مرغانو په شان د غرونو په درو کی الوزی . ايمان په دغه ساحه کی ورځ په ورځ لا
زيات شهرت موندلی دی او په ٢٠٠٤ کال کی يی خپل يو سی دی جوړ کړ چه پکی
د ده پنځه سندرې شاملې وی .
د ايمان سندرو ده ته مينه هم رسولې ده . دوه کاله دمخه ، د شينجيانګ يوه نجلۍ چه د امان له سندرو سره ډيره مينه لری ، د ايمان ملګرې شويده . دغه نجلۍ چه لولو نوميږی واسی وايی :
(اواز )
کله چه زه خپه يمه نو د امان سندرې واورم چه هغه زما خپه ګان له منځه وړی . په تيره بيا د امان قومی سندرې زما خوښې دی .
( اواز )
اغلی لولو د وا قوم يوه لنډه سندره وايی او د دی وينا : دې پخپله د وا قوم سندرې زده کړی دی .
اوس امان په بيجينګ کی د ای مونګ په نامه يو بار په واک کی لری چه د وا قوم ډير ځانګړيتوب لری . دغه بار د بيجينګ د شمال په يو پارک کی پروت دی . البته ايمان د خپلې موسيقی کار نه دی پرې ايښی او هر کال د قومی سندرو د راټولولو لپاره خپل اصلی وطن ته ځی .
ښاغلی امان د يو الوتونکی په شان د وا قوم له يو کلی څخه بيجينګ ته راالوتی دی . هغه په بېجينګ کی لس کاله تير کړی دی او غواړی خپل ژوند ته همداسی دوام ورکړی .
ګرانو اوريدونکو ! زمونږ دغه پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد او ستاسی د اوريدلو څخه مننه کوو !