<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-11 19:12:11    
مونږ او اورېدونکی

cri

عمران - قدرمنواورېدونكودموږاواورېدنكي پروګرام ته مو هركـلى كـــــوو. زه امان الله عمران او زما همكاره سپوږمى دا دى بيا ستاسو له ليكونو سره د پروګرام وړاندې كولو لپاره په ستوديو كې يوو، هيله ده د خپلو ليكونو اورېدلو ته د پروګرام تر پايه راسره پاتې شى.

سپوږمى _ د صوبه سرحد د كوهاټ له ګمكول دريم كمپ څخه د اريوب كلب مشر او د سي آر آى دايمي ملګري محمد اقبال بشر دوست له خوا پنځه ليكونه رارسېدلي. ده او ورسره ملګرو يې هر يو جمال الدين، اجمير، جلال الدين، عبد الله، وړوكى دانش، شاه مير، محمد نعيم، قاري سعد الدين، شفيق او د كلب نور ملګري د سي آر آى راډيو ته سلامونه ليكلي. دوى وايي دا چې په ۲۰۰۵ كال كې د وړانديزونو، نظرونو او په زړه پورې ليكنو په استولو سره د غوره اورېدونكو تر منځ د اريوب كلب هم شامل دى، موږ ټول ډېر خوشحاله شوو او دا موږ ته د وياړ خبره ده، موږ به بيا هم كوشش كوو چې په روان كال كې هم تاسې ته ډېر ليكونه او په زړه پورې نظرونه درولېږو. دوى زياتوي ستاسې د راډيو ښكلي او په زړه پورې پروګرامونه موږ دې ته اړ كوي چې هر وخت تاسې

ته خپل ليكونه درولېږو، موږ ستاسې خپرونې ته په انتظار ناست وو، كله چې ستاسې خپرونه پيل شي ،موږ ورته په مينه غوږ نيسو او خوند ترې اخلو.

عمران – د اريوب كلب اورېدونكي په خپلو ليكونوكې ليكي موږ ډېر خوشحاله شووچه زموږ كلب د چين قيمتي ټاپو تايوان په سيالى كې برياليتوب ترلاسه كړى دى، زموږد كلب ټول غړي په دې برياليتوب ډېر بې حده خوشحاله دی، او وايي موږ ټولو هغو اورېدونكو ته هم د زړه له كومي مباركي وايو چې په دې سيالى كې يې برياليتوب تر لاسه كړى دى، دوى وايي موږ په دې ډېر وياړو چې په دې سيالى كې راته د برخې اخېستنې زمينه برابره شوې او بيا د سيالى په ګټونكو كې شمار شوو، د اريوب كلب اورېدكونكي زياتوي، ستاسې څخه ډېره مننه كوو چې خپلو قدرمنو اورېدونكو ته داسې په زړه پورې پروګرامونه چمتو كوى او بيا دومره زيات شمېر اورېدونكې په كې ګډون كوي، دا ستاسې د غوره كوششونو ښې نتيجې دي، ستاسې پروګرامونه د ډېرې ستاينې وړ دي او له خپرونې سره مو په زيات شمېر پښتانه اورېدونكي مينه لري او ستاسې خپرونې اوري، پښتانه به د سي آر آى له خوا پښتو ژبې ته خدمت تل ياد ساتي، او تل ورته په درنه سترګه ګوري. موږ ستاسې په هغو اورېدونكو كې راځو چې له د پاسه

يوولسو كلونو راهيسې د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونه اوري، ستاسې راډيو اوس زيات شمېر اورېدنكي لري چې موږ هم په دې وياړو. دوى وايې زموږ سلامونه په

بلوچستان كې بدر الدين عزيزي، په مانسهره كې د اريانا كلب غړو او د پكتيا ولايت د اريوب ولسوالى د علي خېلوچاوڼۍ كې حبيب الله ګل شېرزمان ته ورسوى. د اريوب

كلب اورېدونكو له نېكو هيلو مو زياته مننه، ليكونه مو دادى خپاره كړل، هيله ده هر وخت له موږ سره خپلې قلمي اړيكې ژوندى وساتي.

سپوږمى- همداراز د پاكستان د صوبه سرحد له مانسهرې څخه د دايمي اورېدونكي نثاراحمد احمدي له خوا هم څلور ليكونه رارسېدلي دي. ده سلامونه ويلي او ليكلي يې دي خوشحاله يم چې سي آر آى له راډيو خپل ليكونه اورم او د همدغو ليكونو د خپراوي له بركته ټوله پښتو خپرونه په دايمي ډول اورم، نثار احمد احمدي ليكي زما سلامونه دې هغو كسانو ته ورسېږي چې له پښتو ژبې سره مينه او علاقه لري او وايي كوم مواد مو چې رالېږلي وو، راته راورسېدل او زه پرې ډېر خوشحاله شوم خو زياتوي موږ په پاكستان كې مهاجر يو، كېداى شي څه موده وروسته بېرته خپل وطن افغانستان ته

ستانه شو، نو هيله كوم چې په افغانستان كې خپل پوست بكسونه پرانيزى او ماته د چين د غټ دېوال عكس راولېږى.

عمران- نثار احمد احمدي په خپل يو ليك كې داسې يو شعر هم راستولى:

څو چې سترګې وي او حسن ته كــتل وي ستا د عشق د سمـــــندر څپې دې تل وي

مـــــا په مينه كې دا دوه کاره مـنلي يو به ژاړم بل دې دار باندې ختــــــــل وي

دزړه وينې مې دې وبهـــــــــــــــــــــېږي تا ته ستا وفا كه د سرو وينو بهـــــــــــــــېدل وي

يو ځل ځان راته ښكاره كړه بيا مې مړ كړه پروا نه كړم كه ديدار دې سوځــــېدل وي

په سلګو د احمدي كه خوشحــــــــــــالېږي خير دى بيا زما سلګۍ دې يو په سل وي

دغه بل ليك چې فوټو كاپي شوى هرات خان ځاځي راستولى، او ليكي چې زه په افغانستان كې د پكتيا ولايت د علي خېلو اوسېدونكى يم، خو اوس د پاكستان د كوهاټ د ګهمكول په دريم شمېره كمپ كې اوسېږم او د ليك له لارې د سي آر آى له راډيو سره په تماس كې يم، خپل سلامونه او نېكې هيلې دراستوم. ښاغلي هرات خان په خپل ليك كې د كلب جوړولو په اړه يوه ناڅرګنده پوښتنه ليكلې، دغه اورېدونكي ته به په لنډه

يادونه وكړو، لكه څنګه چې موږ په مخكينيو پروګرامونوكې څو ځله ويلي، د اورېدونكو له خوا د كلبونو جوړول د دوى خپله دنده ده او څرنګه چې وغواړي په هغه ډول د اورېدونكو كلٰب جوړوي. د يو كلب د شتوالي له لارې اورېدونكي كولاى شي په ګډه او منظم ډول زموږ خپرونې او بېلابېل پروګرامونه واوري او ورته غوږ شي، له خپرو

شويو خبرونو، تبصرو، پروګرامونو او معلوماتوڅخه ګټه واخلى، په اړه يې په خپلو منځونو كې سره بحث وكړى، ويې څېړى او دغه راز موږ ته يې هم په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه راواستوى.

سپوږمۍ- د غه ليك د صوبه سرحد له مردان څخه محمد عثمان مردانوي رالېږلى او ليكي چې د سي آر آى پښتو څانګې له خوا راته ليك، مجله او د نوي كال كليزه راورسېدل او وايي موږ ټول ملګري په ډېر شوق او مينه ستاسې د راډيو پښتو خپرونې، خبرونه، تبصرې او نور بېلابېل پروګرامونه اورو. ښاغلي مردانوي په خپل ليك كې د سي آر آى راډيو ستاينه كړې او ليكلي يې دي چې سي آر آى اوس د نړى له غوره راډيوګانو سره پياوړې سيالي كوي، په لږ وخت كې يې لوړ ځاى نيولى او اوس د نړى په لروبر كې د بېلا بېلو ژبو په لكونو اورېدنكي لري، په پاى كې يې هيله څرګنده كړې چې سي آر آى په راتلونكي كې هم خپلو خپرونو ته له دې نه په لا نور غور ډول دوام وركړي.

عمران – دغه ليك عبيد الله صديق او ورسره ملګرو يې هر يو محمد عارف عرفان، اصيل محمد صديقي، طارق الله همدرد، فضل واحد واحدي او قدرت الله ارماني رالېږلى او د سي آر آى راډيو پښتو خپرونې ته يې سلامونه ليكلي دي. دوى وايي دا زموږ اووم اتم ليك دى چې تاسې ته يې دراستوو، خو يو مو هم نه دى اورېدلى،

خداى وكړي چې دغه ليک راته خپور يې كړى. دوى په پاى كې هيله كړې چې د ليك پاكټونه، د ښايسته منظرو يوه مجله راواستوى او دغه راز د تايوان په باره كې معلومات راكړى.

محترمو اورېدونكو عبيد الله صديق او ورسره ملګري يې، دا دي ليك مو دې خپور كړ، داچې تاسې خپل ليكونه نه دي اورېدلي، نو زموږ خپرونې ته به مو غوږ نه وي نيولى، هيله ده زموږ د خپروني په اورېدو سره خپل ليكونه هم واورى. بريالي اوسى.

سپوږمۍ __دا ښکلی ليک زمونږ د پخوانی کار پوه عنايت الله له خوا مونږ ته رارسيدلی دی .عنايت الله رمز صاحب د دريو کالو دپاره زمونږ د راډيو د پښتو په شعبه کښی کار کړی دی ، هغه په کار کښی زمونږ سره زياتی مرستی کړی دی او د پښتو خپرونی دپاره يی ستر خدمتونه تر سره کړی دی ، که څه هم د تير کال په پای کښی هغه بيرته خپل ګران افغانستان ته بيرته راستون شو ، خو مونږ به تل د عنايت الله رمز صاحب ستری کارنامی په خپل ياد کښی وساتو . هغه په خپل ليک کښی ليکی چه زه تل ستاسو د ميلمه پالنی او د ههربانيو نه ډکی خاطری يادوم او خپلی کورنۍ ته يی نکلونه کوم .هغه ښی خاطری چه ما په چين کښی تيری کړی ،هيڅکله به يی هيری نه کړم او تل

به زما په زړه کښی پاتی وی . کله نا کله ستاسو خواږه غږونه او په زړه پوری پروګرامونه اورم، ډير خوشحاله يم چه ځوانی پيغلی په پوره توګه پخپلو دندو کښی بريالی دی .هيله ده چه خپلو هڅو ته لا نور هم دوام ورکړی . هغه بيا ليکی چه نوی کار پوه عمران صاحب ته د نوی دندی او مرستی د پيل له امله مبارکی وايم . زه ډير خوشحاله شوم چه تاسو له چينی دوستانو سره د مرستی او همکاری اوږی ورکړی . په دی دندی کښی د زړه له کومی ستاسو برياليتوبونه غواړم . عنايت الله رمز صاحب ، ستاسو څخه ډيره ډيره مننه کوم چه زياتی خوږی خوږی خبری مو کړی دی . هيله ده چه تاسی هره ورځ زمونږ پروګرامونه واوری او د پروګرامونو په باره کښی يی مونږ ته نظرونه ، وړانديزونه او نيوکی وړاندی کړی . که فرصت ولری ، نو لطفا تاسو له خپلی ميرمنی او کورنيو غړو سره يو ځای چين ته سفر وکړی ، له مونږ سره بيا وګوری ،مونږ تاسو ته په تمه يو . .

په دې وروستيووختونو كې د صوبه سرحد له مردان څخه اورېدونكي محمد عثمان مردانوي د پاڅون په نامه دوه مجلې، له كوهاټ څخه د احمدشاه ابدالي كلب مشر ملنګ جان شابيوال د رښتين په نامه پنځه ګڼې او له ناروې څخه د دعوت موسس او چلوونكي محمد طارق بزګر د دعوت جريده راستولې، موږ په خپل وار له دغو اورېدونكو او ملګرو ډېره ډېره مننه كوو چه له اوږدی مودې راهيسې له موږ سره د خپلو

ليكنو په راستولو همكاري او دغه راز زموږ د كارونو ملاتړ كوي، هيله ده دوى او ټول اورېدونكي هروخت موږ ته خپل ليكونه ، د پښتو خپرونې او پروګرامونو په اړه خپلې ارزونې، نظريات او وړانديزونه راواستوي، زموږ خپرونه او پروګرامونه ستاسو

په اورېدنې، ارزونې او نظرونو لا نور په زړه پورې او ښايسته كېږي.

درنو اورېدونكو، د موږ او اورېدنكو پروګرام په همدې ځاى پاى ته ورسې، تاسی کولی شی زمونږ پروګرامونه دانټرنټ له لاری هم واوری.دپښتوويب پاڼه ده، http://pu.chinabroadcast.cn او دغه راز كولاى شى د ايمېل له لاری زمونږ سره تماس

ونيسي . زمونږ ايميل پته ده pushtu@chinabroadcast.cn