د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د مقدونيا د مطبوعاتی اژانس د مارچ د شپاړسمی نيټی د خبر له مخی، د افغانستان پوليسو د دې هېواد په جنوب کی د هغو څلورو بهرنيو يرغملو مړی پيدا کړی چه د طالبانو لخوا وژل شوی وو. د معلوماتو له مخی، د دغو يرغملو مړی د کندهار په ولايت کی پيدا شوی دی. نور څلور افغانان چه له دوی سره د طالبانو لخوا تښتول شوی وو، خوشی شوی دی. د طالبانو وياند د مارچ په ديارلسمه نېټه اعلان وکړ چې د افغانستان په جنوب کی يی تښتول شوی دری مقدونيايان او يو جرمنی ووژل.
|