د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان د محلی حکومت يو چارواکی د مارچ په اوه لسمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چه په همدې ورځ د پوليسو د موټرو پر کتار چه د څلورو مقدونيايانو مړی يی ليږدول، په کندهار کی له يو بمی بريد سره مخامخ شو. د افغان چارواکو په وينا په دغه بريد کی پنځه تنه پوليس وژل شوی او دری تنه نور ټپيان شوي دی. د طالبانو يو وياند قاری محمد يوسف اعلان وکړ چه د دغې پيښې مسئوليت د دوی پر غاړه دی. اوس د دغو څلورو مقدونيايانو مړی کابل ته ليږدول شوی دی.
|