<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-18 19:51:57    
مونږ او اوريدونکی

cri

درنو اورېدونكو دادى يو ځل بيا د موږ او اورېدنكي پروګرام وخت رارسېدلى، د پروګرام دغې كړى ته ستاسې هركـلى كوو، زه سپوږمۍ او زما همكار امان الله عمران بيا ستاسو له ليكونو سره يو ځاى د پروګرام وړاندې كولو لپاره په ستوديو كې يوو، هيله ده د خپلو ليكونو اورېدلو ته دپروګرام تر پايه راسره پاتې شئ.

عمران – په پيل كې به يادونه وكړو چې د چين د ملی ولسی کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي كنفرانس غونډې چې لس ورځې يې دوام درلود د روانې مياستې په ديار لسمه او څوارلسمه نېټه پاۍ ته ورسېدې. دغه دواړه غونډې د هر كال د مارچ په مياشت كې تر سره كېږي او د هېواد له لرو بر څخه شاوخوا پنځه زره استازي پکښی برخه اخلي. كولاى شي د غو دواړو غونډو په اړه معلومات او د غونډو د بهر خبرونه د سي آر آى راډيو د پښتو په وېبپاڼه كې وګورئ. دا اونۍ په همدې اړه د اورېدونكو له خوا يو شمېر ايميلونو يا برېښناليكونو رارسېدلي چې پروګرام به هم په دی بريښنا ليکونو پيل كړو. لومړى به دغه برېښنا ليك راواخلم چې د افغانستان له خوست څخه د ژورناليزم پوهنځي زده كوونكي حضرت محمد را استولى دى، ده خپل عمر نولس كلن ښودلى او د چين د ملی ولسی کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي كنفرانس په اړه يې پوښتنپاڼه ډكه كړې او رالېږلې ده. دغه اورېدونكي د چين د دغو دوو ملي غونډو په اړه خپل نظر څرګند كړى او ليكلي يې دي، د غونډو استازي بايد داسې مسئلې وړاندې او پرې غور وكړي چې د ليرې پرتو سيمو خلكو ستونزو ته ځواب ووايي او د ترهګرۍ په اړه كلك ګامونه پورته كړي.

سپوږمۍ – دغه برېښنا ليك په كابل كې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء د عامه پوهاوى مشر حفيظ الله غښتلى را استولى دى. ده ليكلي زه غواړم چې د دغو دواړو کنفرانسونو او غونډو په اړه بشپړمعلومات ترلاسه کړم، بيا د خپل نظر په ترڅ كې څرګندوي زه فکر کوم چې د چين دغه دوه غونډې د خپلو خلکو او هېواد لپاره ډېر او غوره کار کوي. که د چين د دغو دوو غونډو غړي افغانستان ته راشي، ډېره به ښه وي، دغه وړ کار به د دواړو ګاونډيو هېوادونو په دوستانه اړيکيو کې مرسته وکړي. د افغانستان د ملي شورا غړي که راتلونکى کال د همدغې غونډې د جوړېدا پر مهال چين ته سفر وکړي ډېره به ښه وي، دوى به وګوري چې څنګه د چين د خلکو استازي د خپلو خلکو د ستونزو په اړه فکر کوي او څه ډول د ملي ګټو لپاره يوه خوله او يو غږ کېږي.

عمران – دغه بل برېښنا ليك بيا د پاكستان په پېښور كې د پرېسټن پوهنتون زده كوونكي نور الله جان احمدزي رالېږلى، ده هم د چين د دوو ملي غونډو په اړه پوښتنپاڼه ډكه كړې او رالېږلې او په دی اړه يې د نورو معلوماتو غوښتنه هم كړې ده، د خپل نظر د څرګندولو په ترڅ كې يې ليكلي دچين دغه دوې غونډې د هېواد په اقتصاد او دغه راز د چينايي وګړو د ژوند او هغو كسانو په اړه ډېر مهم رول لوبوي چې په راتلونكې كې به د هېواد مشرتابه پر غاړه ولري. د دغو دوو غونډو له كارونو او پرېكړو سره سم دوى كولاى شي د دولت قاعدې او چارې په اغېزمنه توګه اداره او منظمې كړي. په پاى كې وايي دغه دوه غونډې د چين د اقتصاد په پرمختيا كې هم ارزښتناك رول لوبوي.

سپوږمۍ – دغه راز نور برېښنا ليكونه هم راغلي، د پاكستان د صوبه سرحد له مردان څخه ياسر علي باچا په خپل برېښنا ليك كې ليكي هيله لرم چې روغ او جوړ وئ. ما پښتو هنداره له خپل ملګري عثمان مردانوي څخه ترلاسه كړه. زما دومره خوښه شوه چې خپله خوښي په لنډو ټكو نه شم څرګندولى. زه په (mardan.com) مردان ټكى كوم كې د تنظيموونكي په توګه كار كوم. زه غواړم چې د پښتو هنداره راته راولېږئ ډېر به خوشحاله شم.

عمران – د پاكستان، بلوچستان له پشين څخه سيد حميد الله يو برېښنا ليك را استولى او په كې يې د چين ټولې خپرندويه ډلې ته سلامونه ويلي، بيا يې زياته كړې كله چې مې ستاسې له خوا رالېږل شوى برېښنا ليك ولوست، د خوښى داسې احساس مې وكړ چې په ليكنې يې نه شم څرګندولى، ستاسې پروګرامونه ډېر غوره دي، دغه پرګرامونه به زموږ د وګړو تر منځ دوستي نوره هم پياوړې كړي. د برېښنا ليك په ترلاسه كولو مې داسې احساس هم وكړ چې تاسې په نړى كې زموږ تر ټولو غوره ملګري ياست. ستاسې د پروګرامونو له مخې ټول اورېدونكي پر دې پوهېږي چې په چين كې هم خلك په پښتو خبرې كوي او په دې سره به په نړۍ كې زموږ پښتو ژبه لا نور پرمختګ وكړي، دا يوازې ستاسې د پروګرام او كارونو له مخې كېږي. نو ستاسې د زيار له امله تاسې ټولو ته سلام

كوم. همداراز د پاكستان د بلوچستان له پشين څخه يو بل اورېدونكي عبد الله جان ارماني هم په خپل برېښنا ليك كې سلامونه ويلي او ليكي چې ماستاسې اورېدونكى بدر الدين عزيزي وليد او ماته يې ستاسې پته راكړه. ما ستاسې له خوا هېڅ تحفې نه دي تر لاسه كړې.

بيا د همده د برېښنا ليك له لارې بدر الدين عزيزي او ګل محمد خوشحال هم سلامونه ويلي، او ښاغلى بدر الدين د همدې ليك له لارې زياتوي، محترمو كاركوونكو، له هر څه د مخه غواړم دا خبره درسره شريكه كړم، كله چې تاسې زما ليك خپور كړ زه ډېر خوشحاله شوم، خو له بده مرغه د ناوړه پوستي خدمت له مخې مو رالېږل شوې تحفې نه دي تر لاسه كړې، كه تاسې موږ ته كومه تحفه رالېږلې وي د هغې په اړه پلټنه وكړئ په مخكيني مسابقه كې ما لومړى ځاى ترلاسه كړ، خو ما څه نه دي ترلاسه كړي، تاسې ماته په دې اړه معلومات راواستوئ، زه بدر الدين عزيزي به ډېر منندوى وم. درنه اورېدونكيه بدر الدين عزيزي، موږ تاسې ته ستاسې په خپله پته په مسابقه كې د برياليتوب تحفه در استولې ده، هيله ده درته ورسېږي.

سپوږمۍ- دغه برېښنا ليك يو بل اورېدونكي را استولى او ليكي زما نوم جهانګير مياخېل دى، زه د افغانستان د ننګرهار ولايت د پاچيرا ګام ولسوالۍ يم او عمر مې اووه ويشت كاله دى، زه اوس د جلال آباد په ښار كې اوسېږم او د ننګرهار په پوهنتون كې ښوونه كوم، زه ستاسې وېب پاڼه هر وخت ګورم، د ډېرې ښكلې پښتو

وېب پاڼې له امله ستاسې څخه ډېره مننه كوم. همداراز سردار صالحي له كندهار څخه په خپل برېښنا ليك كې ليكي لكه څنګه مې چې مخكې دخپلې مورنۍ ژبې پښتو په اړه ځانګړې خوښې او هيله درته ليكلې وه، يو ځل بيا يادونه كوم چې زه په كندهار كې د پوهنځي له دوولسم ټولګي څخه فارغ يم. هيله من يم چې كله نا كله ستاسې د پښتو خبرونو د لوستنې لپاره به څه وخت ومومم، كه چېرې څه ساده لغت يا تېروتنه شوې وي زه به يې ژر درته وليكم. لطفا په دې سره مه خوابدي كېږئ، ځكه چې تېروتنه له انسان څخه كېږي. ستاسې نوم او تابعيت راته وليكئ، نو زه به په دې برخه كې ستاسې پر زيار او احساس پوه شم. د جهانګير مياخېل له برېښنا ليك مننه كوو او خوشحاله يو چې دى سي ار آى بښتو وېبپاڼه ګوري او لولي، او دغه په كندهار كې له سردار صالحي څخه هم مننه كوو چې زموږ د وېبپاڼې په اړه يې د خپل نظر او نيوكو د راوستولو تابيا كړې، هيله ده ټول اورېدونكي زموږ د پښتو وېبپاڼې او دغه راز راديويي پروګرامونو په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه راواستوي.

درنو اورېدونكو د موږ او اورېدنكو پرګرام په همدې ځاى پاى ته ورسېد تاسې کولئ شئ زمونږ پروګرامونه د انټرنټ له لارې هم واورئ. د پښتو ويب پاڼه ده، http://pu.chinabroadcast.cn او دغه راز كولاى شئ د ايمېل له لارې زموږ سره تماس ونيسئ . زمونږ ايميل پته ده pushtu@chinabroadcast.cn