د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان د کرنې وزارت وياند محمد افضل د مارچ په يوويشتمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چه د جنوری په اوه ويشتمه نېټه په پاکستان کی د مرغانو انفلونزا موندل شوی وايروس اچ پنځه ان يو دی.
نوموړی وويل په بريتانيا کی د اروپايی ټولنې د مرغانو انفلونزا د لابراتور له څېړنې څخه څرګنديږی چې د پاکستان په صوبه سرحد کی د مرغانو موندل شوی والګي وايروس اچ پنځه ان يو دی. اوس هغه فارم چه دغه وايروس پکې موندل شوی، تړل شوی دی .