<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-23 19:13:40    
د چين په ګوانګ شی کی د فولکلوری کلتور ساتنې ته پاملرنه کيږی

cri

ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام نننی کړۍ ته مو هرکلی کوو !

( موسيقی ١ )

ګرانو دوستانو ! همداوس تاسو د چين د جوانګ قوم يو قومی سندره واوريدله . د چين د شمال لوېديځ د ګوانګ شی د جوانګ قوم په خپلواکه سيمه کی همدغسی سندرې زياتې دی . د پروګرام په نننی کړۍ کی به تاسو ته د دغو سندرو په اړه څه معلومات وړاندی کړو !

د ګوانګ شی د جوانګ قوم په خپلواکه سيمه کی د جوانګ ، هان ، ياو او مياو په شمول د څه دپاسه دوولسو قومونو خلک ژوند کوی . دغو خلکو شتمن کلتوری اثار لکه قومی سندرې ، موسيقی ، نڅا ، رسم کاږنه او داسی نورو په زړه پوری اثار رامنځته کړی دی . خو اوس په چين کی کلتوری چاپيريال بدل شوی چه پکی زيات بهرنی او عصری کلتورونه رامنځته شوی او دغه راز ځينی عنعنوی او قمتی کلتورونه تر بيلابيلې اندازې پوری خراب شوی هم دی . ښاغلی لوشی چاو چه اوس د بېجينګ په يوه بهرنی شرکت کی کار کوی ، د ګوانګ شی د جوانګ له قوم څخه دی . هغه په دی اړه زمونږ خبريال ته وويل :

( اواز ٢ )

مونږ د ماشومتوب په وخت کی ځوانانو د کار او چوپانۍ په وخت کی قومی سندرې وويله . اوس يوازی سپين ږيری له دغو قومی سندرو سره مينه لری او ځوانان عصری موسيقی خوښوی .

په وروستيو کلونو کی د ملی او فولکلوری کلتور ساتنې د مختلفو خواو زياته

پاملرنه ځان ته رااړولې ده . د ګوانګ شی د جوانګ قوم په خپلواکه سيمه کی دغسی کارونه له نورو ولايتونو او خپلواکو سيمو څخه په لومړنی ليکه کی دی . د ګوانګ شی د فرهنګی ادارې د مشر مرستيالې چن يونګ هونګ په نظر ملی او فولکلوری کلتور يو ژوندی کلتور دی په بل عبارت دغه کلتور له خلکو سره نژدی اړيکې لری .

د مېرمن چن په شان د ګوانګ شی د ملی کلتور د اکاډمی مشر لياو مينګ جون د دغې خپلواکې سيمې د ملی فولکلوری کلتور ساتنې ته پاملرنې کوی . د ده په نظر ملی فولکلوری کلتور د يو ملت بنسټ دی او د نورو ملتونو په پرتله خپل ځانګړيتوب لری . هغه زمونږ خبريال ته يوه کيسه وويله :

د ګوانګ شی د جيو جو په ښار کی يو کس ډير ښې سندرې ويلی شی خو هغه خپلې لور په دې اړه ښونه نه کوی . علت يی دا دی چه د قومی سندرو ويل دی ته پېسې نه شی رسولی . په دی اړه ښاغلی لياو مينګ جون وويل :

( اواز )

د يو ملت موجوديت او پرمختيا نه يوازی د مادی شيانو سره بلکه د غير مادی شيانو سره هم نژدی اړيکې لری . مونږ بايد په دی پوه شوه چه زمونږ ملی کلتور که څه هم په مستقيمه توګه راته اقتصادی ګټې نه شی رسولی خو د يو ملت د موجوديت او وقار د پياوړتيا لپاره ګټور دی .

ښاغلی لياو مينګ جون زياته کړه چه که د ملی کلتور سرچينه زيانمنه شی نو نه شی اعاده کيدای . که مونږ غواړو له ملی کلتوری سفر څخه ګټه تر لاسه کړو نو بايد ملی کلتور او د هغه چاپيريال په ښه توګه وساتو . که خلک له دغسی سفر څخه ګټې واخلی نو هغوی به د ملی کلتور ساتنې ته په درنه سترګه وګوری .

د تيرې پيړۍ له اتمې لسيزې راهيسی ، د ګوانګ شی د جوانګ قوم د خپلواکې

سيمې حکومت د ملی فولکلوری کلتور د ساتلو لپاره يو لړ تدبيرونه نيولی دی .

د ٢٠٠٦ کال د جنوری له لومړی نېټې راهيسی ( ( د ګوانګ شی د جوانګ قوم د خپلواکې سيمې د ملی فولکلوری کلتور د ساتلو مقررات )) پلی شوی دی . د ګوانګ شی د ملی کلتور د اکاډمی مشر لياو مينګ جون په نظر د دغو مقرراتو پلی کولو د ګوانګ شی د ملی کلتور ساتلو لپاره يو قانونی بنسټ برابر کړی او د دغه کار لپاره ډير مهم اهميت لری .

ګرانو دوستانو ! اوس به تاسی د ګوانګ شی د چوانګ قوم يوه په زړه پوری سندره واوری .

( اواز )

ګرانو دوستانو ! همداوس تاسو د ګوانګ شی د چوانګ قوم يوه نغمه واوريدله او په همدی سره زمونږ د پروګرام دغه برخه پای ته رسيږی . ستاسی له غوږ نيونې څخه مننه کوو!