![]( /mmsource/images/2006/03/24/00037979.jpg)
د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د هند د امرتسار او د پاکستان د ننکانا صاحب ترمنځ د عمومی بسونو يوه لاره د مارچ په څليرويشتمه نېټه په رسمی توګه پرانستل شوه. د هند صدر اعظم منموهان سينګ په امرتسار کې په دغو پرانستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.
په امريتسار کې د سکانو مذهبی سپيڅلی معبد پروت دی او ننکانا صاحب د سکانو د يو پيغمبر د زېږېدو ځای دی. د دغې لارې په پرانيستلو سره به د دواړو هېوادونو د يو د بل زيارت کوونکو لپاره اسانتياوی برابرې شی او د خلکو د تګ راتګ لپاره به ګتور وی.