<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-25 19:12:27    
مونږ او اوريدونکي

cri

سپوږمى - درنو اورېدونكو دادى يو ځل بيا د مونږ او اورېدنكي پروګرام وخت رارسېدلى، تاسې ته په هركـلى ويلو زه سپوږمى او زما همكار امان الله عمران بيا ستاسو له ليكونو سره يو ځاى د پروګرام وړاندې كولو لپاره په ستوديو كې يوو، هيله ده د خپلو ليكونواورېدلو ته تر پايه راسره پاتې شئ.

عمران – پروګرام به د پاكستان له كوهاټ څخه د آريانا پښتو ادبي تنظيم مشر سيد وارث حنيفي په ليكونو پيل كړو، د ده له خوا چې د سي آر آى دايمي اورېدونكى او ملګرى دى دغه اونى پنځه ليكونه رارسېدلي. ده د سي آر آى راډيو پښتو څانګې ټولو كاركوونكو ته يی سلامونه او نېكې هيلې ليكلې، او وايي پروګرامونه مو په شوق او مينه سره اورو، مونږ او اورېدونكي، ژوند په چين كې، د چيني ژبې لوست، رنګارنګ ګلونه، د روغتيا ساتنه او نور ټول پروګرامونه ډېر په زړه پورې دي او تل يې اورو. خو زياتوي پاتې شوه د چيني ژبې لوست خبره، دلته په پېښور كې چې له كوهاټ څخه شاوخوا څلوېښت ميله لرې دى، يو شمېر چينايي ملګري دي، زيات ورسره خوشحاله يوو، په حقيقت كې چينايي وروڼه له پېښور سره بې سارې مينه لري، موږ له دغو ملګرو سره په ژبه نه پوهېږو او نه هم دوى له چينايي پرته په بله كومه ژبه پوهېږي ، موږ ډېر وخت له دوى سره په بحث لګيا وو، خو يوازې په اشارو سره پوهاوى كوو، په بازار كې مو د چينې ژبې د خبرو لارښود او قاموس وكوت، خو

ومو نه موند او هاغه چيني ژبه چې د سي آر آى له لارې ما او زما د كلب ملګرو ياده كړې، پوره پوهاوى پرې نه كېږي، نو موږ ټولو په دې اړه د مرستې لپاره سي آر آى ته د مخې كولو لار غوره كړې چې وكولاى شو په چيني ژبه خبرې او پوهاوى وكړو، ښاغلى سيد وارث خان هيله كوي كه په پښتو، اردو يا دري د چيني ژبې كوم كتاب وي، نو له موږه يې ونه سپموئ او ضرور يې راولېږئ، كه كتاب نه وي، نو د چيني ژبې لوستونه په ليكنې بڼه راولېږئ.

درنه اورېدونكيه، سيد وارث خانه، له سلامونو او نېكو هيلو دې مننه ، خوشحاله يوو چې زموږ پروګرامونه مو خوښېږي، په تېره بيا دا چې تاسې له چيني ژبې سره مينه لرئ او غواړئ زده يې كړئ، له موږ سره په پښتو، اردو يادري د چينې ژبې

د زده كړې لارښود يا كوم كتاب نشته، نو په دې اړه بخښنه غواړو چې مرسته درسره نه شو كولاى، خو د امكان په حال كې به د چيني ژبې لوستونه په ليكنې بڼه درواستوو. او غزل مو چې رالېږلى دادى درته وبه يې لولو:

بيا د ګلابي سترګو دلداره رانـــــه وركــه ده ګرځم د جانان د مخ هېنداره رانه وركه ده

كله به يې ماته د ښايست صفت هر چا كاوه ګورم مانه تللې ده هوښياره رانه وركه ده

ګرځمه ناوخته شوه وعده يې نن راكــړې ده خـدايه د جانان د كلي لاره رانه وركــــه ده

بيا دحنيفي په زړه غمونه داسې ځي راځي ناست يمه بېګا شو تر سهاره رانه وركه ده

سپوږمى _ د پاكستان په پېښور كې له زرګرآباد څخه شېرولي خان فلاينګ كوچ والا او د ده زوى نعمت الله دوه ليكونه راستولي، دوى ليكي ستاسو له خوا مو مطبوعات

تر لاسه كړل او هيله لرو چې په راتلونكي كې يې هم راولېږئ، دوى پوښتنه كوي د چين د قيمتي ټاپو تايوان په اړه د مسابقې پايلې به كله اعلانېږي، ولسي چين څومره پراخوالى او څو ولايتونه لري؟ دوى د خپل يو پخواني ليك په شان يو ځل بيا ليكي د چين له بين المللي راډيو ډېره مننه كوو چې يوه ډله كاركوونكي يې د پېښور په دوره راغلي وو، هيله ده په راتلونكي كې هم له پېښور څخه ليدنه وكړئ. دوى زياتوي دلته ستاسو ډېر زيات مينوال شته او هره ورځ خلك له مانه ستاسو پته غواړي چې قلمي اړيكې درسره ټينګې كړي، شېرولي خان ليكي چې زه د خيبر لسنرز كلب مشر يم، د كلب د غړو شمېر اويا تنو ته رسېدلى، اورېدونكى نعمت الله بيا په خپل ليك كې ليكي چې له بده مرغه د سي آر آى پېژندپاڼه مو ترلاسه نه كړه، مهرباني وكړئ پاكټونه، د چين عكسونه، د چين د ملي پوستې ټكټونه او نور مواد راولېږئ. ستاسو له خوا د اورېدونكو پوښتنپاڼه مې له خپل عكس سره يو ځاى درلېږلې ده، خپرونې مو ډېرې په زړه پورې دي، مونږ ورسره ډېره مينه او علاقه لرو، په تېره بيا مونږ او اورېدنكي، ژوند په چين كې، چين ته سفرونه، نړى ته لنډه كتنه، رنګارنګ ګلونه او داسې نور ډېر په زړه پورې پروګرامونه دي.

درنو اورېدونکو شېرولي خان او نعمت الله ستاسې ليكونه او ورسره د اورېدنكو ډكه

شوې پوښتنپاڼه مو راورسېدل چې وامو ورېدل، د چين د قيمتي ټاپو تايوان په اړه د مسابقې پايلې زموږ په مخكينيو پرګرامونو كې اعلان شوې او دغه راز د چين د پراخوالي او اداري جوړښت په اړه معلومات مو هم د اورېدنكو پوښتنو ته د ځوابونو په پروګرام كې خپاره كړل، هيله ده اورېدلي مو وي اود معلوماتو تنده مو پرې ماته شوې وي. پاتې شوه د سي آر آى پېژند پاڼه يا كارت خبره، دغه شان څه موږ نه لرو.

عمران – د دوى تر څنګ بلال خان چې د حاجي نظرجان زوى دى، هم له همدغه ځايه د پېښور له زرګر آباد څخه دوه ليكونه راستولي او ليكي ستاسې پته راته شېرولي خان ورور راكړه، دا زما لومړى ليك دى هيله ده راته خپور يې كړئ، پاكټونه او نور مواد راواستوئ، زه د خيبر لسنرز كلب غړى يم، ستاسې ټولې خپرونې ډېرې په زړه پورې دي، ډېره مينه اوعلاقه ورسره لرم او خوند ترې اخلم او دغه راز نورو ملګرو ته هم د پښتو خپرونې په اړه معلومات وركوم، مهال وېش او د چين نقشه راډالى كړئ. دى پوښتنه كوي سي آر آى په څو ژبو خپرونې لري او لګښت يې څوك وركوي، دپښتو خپرونه كله پيل شوه او څو تنه كاكوونكي لري. مهرباني وكړئ د مونږ او اورېدنكي پروګرام او د سهارنى خپرونې وخت زيات كړئ.

د چين د بين المللي راډيو پوره نوم د چين د ولسي جمهوريت بين المللي راډيو دى چې

لنډون يې په انګرېزى (CRI)دى. سي آر آی هدف د بېلابېلوهېوادونو اورېدنکواودوستانو ته د اوسني او لرغوني چين ورپېژندل دي، دغه راز د كورنيو او بهرنيو چارو په اړه د چين حکومت د تګلارې روښانول، د چينايانواو نړيوالو ترمنځ د پوهاوي او دوستی ټينګول او د بشريت د سولې او پرمختګ بهير چټکتيا د سي آر آی راډيو له مهمو هدفونو او موخو ګڼل کېږي. سي آر آی چه پخوانی نوم يي راډيو بيجينګ و . د ١٩٤١کال د دسمبر په دريمه نېټه په خپرونو پيل وکړ. اوس هره ورځ په ٤٣ ژبو نړيوالواوريدونکو ته بېلابېل پروګرامونه خپروي چې هره ورځ يې د خپرونو وخت ٢٩٠ساعتو ته رسېږي او محتويات يي د سياست، اقتصاد، كلتور ، ساينس او تکنالوژي په شمول خبرونه،روانې چارې او ځانګړي پروګرامونه دي.

دسي ار ای راډيو پښتوخپرونه د١٩٧٣کال د جولاى په ١٥نېټه پيل شوه. اوس پنځلس تنه چينی نطاقان او ژباړونکی لري، پر سره پردی دوه تنه افعان کار پوهانو هم د نوی کال له پيل سره له پښتو خپرونی سره په کار پيل کړی دی .

سپوږمى – د صوبه سرحد له كوهاټ څخه د احمد شاه ابدالي كلب مشر ملنګ جان شابيوال يو اوږد ليك راستولى. ده د خپل كلب په استازيتوب د سي آر آى راډيو پښتو خپرونې كاركوونكو ته سلامونه ليكلي او زياتوي د چين بين المللي راډيو له اړخه د

پښتو هېندارې خپرول يو ډېر ګټور او په زړه پورې ګام دى، د پښتو هېندارې ګردې ليكنې مې په وار وار ولوستې، ډېرې ښايسته او په زړه پورې وې، ډېر ښكلى كاغذ او او زړه وړونكې نندارې يې درلودې، د كاركونكو سره نور بېلابېل انځورونه يې د ښايست برخه ده. نوموړى وايي ياده دې وي چې له نن څخه دوه كاله د مخه عبيد الله اسد او ګرانې وانګ اين خه ته زما د كلب همدا وړانديز شوى و، خو په هغه وخت كې وانګ اين خه همدومره ډاډ د ليك پر مخ راكړى و چې ستاسو وړانديز ډېر غوره دى ،خو سمدلاسه ناشونى دى، خو نن چې هغه كار وشو او د پښتو هنداره د پښتو خپرونې خپره كړه، نو په تاسف سره زما د كلب نوم هېڅ په كې ياد شوى هم نه دى.

درنه اورېدونكيه ملنګ جان شابيوال سلامونو ته د وعليكم سلام، له نېكو هيلو او د پښتو هندارې له ستاينې دې ډېره مننه، ګيله دې پر ځاى ده، ستاسې د كلب د نه يادونې په اړه بخښنه غواړو، په راتلونكو ګڼو كې به يې نوم درته خپور كړو، خوشحاله او بريالى اوسې.

درنو اورېدونكو د موږ او اورېدنكو پرګرام په همدې ځاى پاى ته ورسې، تاسی کولی شی زمونږ پروګرامونه د انټرنټ له لاری هم واوری . د پښتو ويب پاڼه ده، http://pu.chinabroadcast.cn او دغه راز كولاى شى د ايمېل له لاری زمونږ سره تماس

ونيسي . زمونږ ايميل پته ده pushtu@chinabroadcast.cn