
د انرژی د معقول استعمال په نظر د چين حکومت دبيلا بيلو ځايونو له حکومتونو څخه غوښتنه وکړه چی له مارچ نه مخکی د هغو کړنديو موټرونو په اړه محدوديت لغوه کړي کوم چی تری خوشی شوی ګاز او ککړتيا يی کمه دی اودغه راز يی وويل چی د دغو موټرونو د توليد او کارولو د هڅونی لپاره اړوندی تګلارې جوړې کړي .د متخصصانو په نظر دغه عمل داسی معنی لري چی په چين کې د دغو موټرونو پرمخګ به چټک شی او د پلورلو په برخه کی به ښه بازار ولري .
د بيجينګ د موټرونو د پلورلو په يو بازار کی ښاغلی او چينګ دغه ډول يو موټر غوره کړ او خبريال ته يی وويل د ده له خوا د دغه موټر د اخيستلو علت د دغو موټرونو په اړه د محدوديت لغوه کول او د نفتو لوړه بيه ده .
په چين کی د ښاغلی او چين په شان مشتريان زيات دی نو د چين بازار د دغو موټرونو زياتی اړتياوې لري .د چين د موټرونو د صنعتی ټولنې د شمېرنی له مخې په ٢٠٠٥ کال کې د دغو موټرونو د پلورنې شمير د موټرونو د عمومی شمير په سلو کې ٥٠ برخه نيولی وه .که څه هم دغه موټرونه به ښه راتلونکی ولری خو ښاغلی او چينګ لاهم د دغه موټر په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويی ويل (اواز.............) د دغه موټر د اخيستلو په وخت کی زه تل د دغه ډول کوچنی موټر له امنيت او کاری توان څخه انديښمن يم .
په چين کی د زياتو مشتريانو په نظر دغه ډول موټرونه ښه کيفيت نه لری نو د موټرونو د جوړولو فابريکو په جلا جلا توګه د دغه ډول موټرونو د کيفيت د ښه والی لپاره ګامونه پورته کړی دی .
د تيان جين د موټرونو جوړولو لومړی محدود شرکت هغه شرکت دی چی په عمده توګه دغه ډول موټرونه توليدوی .تېر کال د دغه شرکت د شيا لی په نامه د دغه ډول موټرونو د پلورنی اندازه له دوو سوو زروموټرونو څخه اوښتی وه چی دا شمير د چين په بازار کی د همدغه شان موټرونو د پلورنی اندازی په سلو کی ٣٠ برخه نيولی ده .د دغه شرکت عمومی مدير وانګ ګانګ وويل د دغه ډول موټرونو د پرمختګ د هڅولو لپاره د دولتی تګلاری د صادرېدو له امله به دوی له نن څخه وروسته د دغو موټرونو کيفيت د ښه والی لپاره ډيرکوشش وکړي چی له امله به يی نور ډير کسان به له دغه ډول موټرونو درلودلو سره علاقه ولری .(اواز..................)زمونږ د کوششونو له امله به دغه ډول موټرونه د لوړ پوړو موټرونو کاری توان ولری او زمونږ مشتريان به هغه اړتياوی پوره کړي چی په لږو پيسو د چاپيريال د ساتنی په اړه موټر اخيستلی شی .په دی توګه به دغه ډول موټرونه رواج ومومی .
د چين د موټرونو د صنعتی ټولنی د متخصصانو کميټی د مسئول دايمی مرسيال ژونګ هوی کانګ وويل چی سږ کال به د چين حکومت د موټرونو لګښتونو ماليات تنظيم کړي او امکان شته چی د دغه ډول موټرونو لګښتونو ماليات به ټيټ شی چی له امله به يی لا زيات دغه ډول موټرونه به و پلورل شی .هغه وويل (اواز...................)سږ کال به زمونږ حکومت د دغه ډول موټرونو د پرمختګ لپاره ځينی نوی تګلارې وټاکی او په نژدی راتلونکی کی به زمونږ د لګښتونو ماليات څو کچې و لری.که موټرونه کوچنی وی او خوشی شوی ګاز يی کم وی نو ماليات به يی هم لږ وی .
د معلوماتو له مخی په اروپايی هېوادونو ،جاپان او د کوريا په جمهوريت کی دغه ډول موټرونه د مشتريانو له خوا د هر کلی وړ دی .په همدی وخت کی دغو هېوادونو د دغه ډول موټرونو د پرمختګ لپاره امتيازی تګلارې خپرې کړې دي .اوس په اروپايی هېوادونو کی د دغه ډول موټرونو د پلورنی عمومی اندازه د ټولو موټرونو د عمومی اندازی په سلو کی ٧٠ برخه نيسی خو په چين کی يې يوازې په سلو کی ٢٠ برخه نيولې ده .نو ويل شوی چی د دغه ډول موټرونو پرمختګ ډير امکانات لری.
د اټکل له مخی به سږ کال د چين د موټرونو د پلورنی اندازه له ٦ مليونو او ٤ سوو زرو څخه واوړی چی دا شمير به د تېر کال په پرتله په سلو کی ١٢ زيات شی .د دغه ډول موټرونو د محدوديت د لغوه کولو په نتيجه کی به د چين په بازار کی د دغه ډول موټرونو برخه زياته شی .