د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان او هند د ملی دفاع وزيرانو د مارچ په اوه ويشتمه نېټه په اسلام اباد کې د ګمرکی ارګانونو ترمنځ د همکارۍ په هکله يوې موافقې ته ورسيدل. په همدې ورځ د ملی دفاع د دوو وزيرانو په مشرۍ د دواړو هېوادونو پلاويو په اسلام اباد کې د ګډې څېړنې يوه غونډه جوړه کړه. د دغې غونډې له پای ته رسيدو وروسته دواړو خواوو د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې پاکستان او هند د ګمرکی ارګانونو ترمنځ د همکارۍ او د سوداګرۍ د اسانتياوو په هکله يوې څلور فقره ايزې ګډې نظريې ته رسيدلی دی. په همدې وخت کې د اقتصادی او سوداګريزی همکارۍ په هکله دريم پړاو خبرې اترې به د روانې مياشت له اته ويشتمې څخه تر نه ويشتمې نېټې پوری په اسلام اباد کې تر سره شی.
|