ګرانو اوريدونکو ! اسلام عليکم !
تاسو ته معلومه ده که نه ؟ په چين کی شپږپنځوس قومونه شته او له لومړنی لوی قوم يعنی له هان قوم پرته نور پنځه پنځوس ملی لږکی موجود دی چه د وګړو شمېر يی د هېواد په عمومی نفوس کی يوازی په سلو کی نهه برخه نيسی . دغه راز د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د څه دپاسه دوو زرو غړو ترمنځ د ملی لږکيو څه دپاسه دوه سوه پنځوس تنه غړيتوب لری . په نننی پروګرام کی به له دوی څخه د اړلون چون قوم يو غړی ښاغلی منګ سونګ لين تاسو ته دروپېژنو .
د اړ لون چون قوم په چين کی له هغو ملی لږکيو څخه شمېرل کيږی چه نفوس يی يوازی څلور زره تنه دی او زياتره يی د هېواد په شمال ختيځ د دا شينګ ان لينګ په غرنی سيمه کی اوسيږی . مونګ سونګ لين چه سږکال نهه څلويښت کلن دی ، له څيری څخه يی قومی ځانګړيتوب ښکاريږی مثلا ء پوزه يی جګه ، کوپړی يی پراخه او سترګې يی لويې دی . هغه د اړلون چون قوم د نورو زياتو خلکو په شان هم يو مهربان او صادقانه سړی دی . په ٢٠٠٣ کال کی د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د غړی په توګه له ټاکنې وروسته هغه په پرله پسی توګه شپږ لايحې او يو لړ نور وړانديزونه کړی دی . هغه وويل :
( اواز )
د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د يو غړی په توګه که زما يوه لايحه د حکومت پام راواړوی او خلک تری ګټې واخلی زه به ډير خوښ شم .
ښاغلی مونګ سونګ لين زياته کړه چه د چين له يو مليارد او دريو سوو مليونو وګړو څخه د اړ لون چون قوم خلک يوازی څه ناڅه څلور زره تنه دی . هغه په ياد شوی کنفرانس کی د اړلون چون قوم د يو غړی په توګه د هېواد د سياسی فعاليتونو د ګډون په ترڅ کی خپل مسؤليت په ښه توګه پېژنی .
له زرو کلونو راهيسی ، د اړ لون چون خلکو د چين د شمال ختيځ په ګوښه غرنيو سيمو کی ژوند کاوه او د ژوند چارې خورا ډيرې سختې وی . په ١٩٥١ کال کی د اړلون چون قوم يوه خپلواکه ولسوالی جوړه شوه . حکومت له غرونو څخه وتلو د اړ لون چون قوم خلکو ته دايمی استوګنځی او د کور اسباب برابر کړل . دغه راز د اړ لون چون خلک له يوې لومړنی ټولنې څخه په يوه سوسياليستی ټولنه کی داخل شول .
ښاغلی مونګ سونګ لين وويل :
( اواز )
په هغه وخت کی چه د اړ لون چون قوم خپلواکه ولسوالی نوی جوړه شوه ، د دغه قوم ډېری خلک بی سواده وو . نو حکومت په وړيا توګه دغو خلکو ته د پوهنې او ښوونې فرصت برابر کړ چه زما پلار هم له دوی څخه شميرل کيږی .
ښاغلی مونګ سونګ لين زياته کړه چه حکومت نه يوازی په وړيا توګه د اړ لون چون خلکو ته پوهنه او طبی خدمت برابروی بلکه د دغه قوم د کرهڼې ، صنعت او توريستی چارو د پرمختګ لپاره زيات کوشش کوی . اوس د اړ لون چون خلک شتمن شوی دی . ځينو خلکو موټرونه اخيستی دی او ځينی ځوانان يی هم په لويو ښارونو کی د عالی ښوونه منی .
ښاغلی مونګ سونګ لين وويل چه دی غواړی د خپل قوم او هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړی او د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ده لپاره فرصت
برابروی .
سږکال هغه د ملی لږکيو د کلتور د ساتنې په اړه يوه لايحه وړاندی کړيده . د دغې لايحې د ښه پلی کيدو لپاره ښاغلی مونګ د دريو کلونو پلټنې کړی او له زياتو کارپوهانو نظريات يی اوريدلی دی . هغه وويل :
(اواز )
د يوې لايحې وړاندی کول يو اسان کار نه دی ځکه چه دغه لايحه بايد د زياتو ريښتينو پلټنو پر بنسټ او د محلی خلکو د غوښتنو او اړيتاوو سره سم جوړه شی .
هغه زياته کړه چه د ښو لايحو د برابرولو لپاره بايد نه يوازی خپله علمی سويه لوړه کړی او د لايحو شمير مهم نه دی بلکه حکومت او خلک ته له خپلو لايحو څخه د ګټې اخيستلو زمينه برابره کړی .