<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-01 19:23:56    
مونږ او اوريدونکي

cri

عمران - درنو اورېدونكو دادى يو ځل بيا د مونږ او اورېدنكي پروګرام وخت رارسېدلى، د پروګرام دغې كړى ته ستاسې هركـلى كوو، زه امان الله عمران او زما همكاره سپوږمى بيا ستاسو له ليكونو سره يو ځاى د پروګرام وړاندې كولو لپاره په ستوديو كې يوو، هيله ده د خپلو ليكونو اورېدلو ته دپروګرام تر پايه راسره پاتې شئ.

سپوږمى – د پروګرام په پيل كې به دغه ليك راواخلم چې د پاكستان د بلوچستان له پښين كلي تراټي څخه د بدر الدين عزيزي له خوا رارسېدلى. ده په خپل ليك كې د خپلو ملګرو محمد نعيم آزاد، لعل محمد ساحر، عبدالباري حيران او رحمت الله كاكړ نومونه هم ليكلي دي. نوموړى ليكي د سي آر آى راډيو پښتو څانګې ټولو مينوالو دوستانو ته د زړه له كومي سلامونه وړاندې كوو، د پښتو څانګې ټول پروګرامونه ډېر په زړه پورې او خوندور دي او مونږ يې هم په ډېره مينه اورو. ښاغلي بدرالدين پر خپلو پورتنيو يادو شويو ملګرو سربېره د د دوو نورو محمد هارون افګار او ګل محمد خوشحال ډكې شوې پوښتنپاڼې هم د هغوى له انځورونو سره يوځاى راستولي دي. نوموړى په خپل يو بل ليك كې ليكي د تل په شان يو ځل بيا د سي آر آى پښتو څانګې ټولو مينه والو دوستانو په تېره بيا اقبال بشر دوست، بشريار مندو خېل، سعيد الرحمان بهير، محمد عارف عرفان،

هجرت الله فريادي، معشوق جان كامه وال، محراب الدين پرېشان، شازيه تبسم او د قلم له څوكې څخه پاتې ټولو اورېدنكو دوستانو ته صميمانه سلامونه وړاندې كوو. ښاغلى عزيزي ګيله كوي چې ګواكې په پروګرام كې زموږ ليكونه پوره نه خپروئ، بيا هيله كوي چې په راتلونكي كې زموږ ليكونه په جلاجلا توګه په تفصيل سره خپاره كړئ. درنه اورېدونكيه بدرالدين عزيزي او ورسره ملګري يې، له ليك سلامونو او نېكو هيلو دې زياته مننه، ليك مو دې دادى خپور كړ، موږ ليكونه پوره خپروو، البته د پروګرام له وخت سره سم د ليكونو هغه برخه رااخلو چې ګټوره وي، او دغه راز مونږ او ټول اورېدونكي پرې وپوهېږو، ستاسې د لا نورو زياتو ليكونو په هيله، بريالي او خوشحاله اوسئ.

عمران – د پاكستان په مانسهره كې له خاكي كمپ پنځم شمېره څخه ګل مرجان مسلميار ليك را استولى او په كې يې د سي آر آى راډيو پښتو خپرونې ټولو كاركوونكو ته د مينې او محبت څخه ډك سلامونه ليكلي دي. د ى وايي زه ستاسې ټول پروګرامونه د زړه په مينه ګورم چې ښايي مطلب يې اورېدل وي او يا يې هم پر انترنټ كتل او لوستل وي، خو وايي ټول يې خوښ دي. نوموړى وايي چې د نهم ټولګي زده كوونكى دى او ورسره ملګري يې دي ګلاجان، يار ګل، وسيم جان، عطاء الله، عزت مير او حنيف. ګل مرجان زياتوي، غواړم ماته يو كمپيوټر او ښكلي ښكلي كتابونه راولېږئ، بيا وايي ماته هغه مجلې راولېږئ چې زما ليك په كې خپور شوى وي. ده د خپل ليك په پاى كې دژړا او

مينې په اړه څو لنډۍ يا ټپې هم ليكلې او وايي راته خپرې يې كړئ چې يو څو به يې ورته ولولو:

ژړا كه ډېره درته وكړم خپل به دې نه كړم د سرو شنډو سرونه

ژړا دې زړه راته نرۍ كړ فرياد دې بس كړه غم مې نور هم زياتوينه

ژړا به ولې خداى ته نه كړم چې څوك مې خوښ شي خندا ما پورې كوينه

ژړا مې خداى په خپله اوري د غريبانو فرياد څوك نه قبلوينه

سپوږمۍ – د پاكستان د هريپور شلم شمېره كمپ څخه د باختر كلب مشر سيد الرحمان بهير ليك راستولى او ليكي تاسو او ستاسو اورېدونكو ته سلامونه وايم. دغه اورېدونكى زياتوي دا څه وخت غير حاضر وم، ځكه چې زما واده او د ډېرې بوختيا له امله مې نه شو كولاى چې تاسو ته ليك درواستوم او ستاسې خپرونې رانه تېرې شوې. بيا وايي زما برېښنا ليك ته ستاسې له لوري ليك راغلى و، خو په پښتو بڼه وو او پښتو ليك بڼه زما په كمپيټر كې نه وه، نو ما نه شو لوستلاى، دى هيله كوي چې په راتولونكې کښی په انګريزى يا لاتيني تورو ورته وليكو او د مسابقې په اړه يې معومات غوښتي او وايي چې مطبوعات ورواستوو. دغه اورېدونكي غوښتنه كړې چې د ده نوم، افغانستان،

اسلام، محمد، جنت، دوزخ او روح لغتونه په چينايي ژبه ورته ليكلي ورولېږو او وايي چې زه يې په چينايي زده كړم. درنه اورېدونكيه د ليك په رارسېدو او د واده د ښه خبر په اورېدو دې خوشحاله شوو او موږ هم خپلې مباركۍ درته وايوو، هيله ده د خپلې خوښۍ په پشپړتيا زموږ د خپرونې اورېدو ته دوام وركړې.

عمران – دغه بل ليك بيا د صوبه سرحد كلب غړي عابد علي خان ډاګخانې ولا رااستولى دى او وايي د سي آر آى راډيو كاركوونكو ته د زړه له كومي سلامونه وړاندې كوم، بيا ليكي له ما سره ملګري دي هر يو نثار احمد احمدي، قدرت الله ارماني، طارق الله همدرد، داد محمد وفا، ګل احمد تقوا او علي محمد خاكسار، موږ ټول هره ورځ د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونه اورو او ډېره علاقه ورسره لرو، په تېره بيا د مونږ او اورېدونكي پروګرام مو ډېر خوښ دى. ښاغلى عابد علي خان زياتوي دا زما دوهم ليك دى چې تاسو ته يې درلېږم، زه ډېر خوشحاله يم چې زما لومړى ليك مو خپور كړ او ما ته مو پاكټونه راولېږل، بيا وايي زه د نثار احمد احمدي په لارښونه د سي آر اى له راډيو سره آشنا او هم د صوبه سرحد كلب يو غړى شوم، نثار احمد يو ډېر زياركښه هلك دى او زه به يې نيكې تل ياده ساتم او اوس هڅه كوي چې د اچهړيان ټول كلى ستاسې له راډيو سره آشنا كړي. درنه اورېدونكيه عابد علي خانه او ورسره ملګري يې، له ليك او

سلامونو دې زياته مننه، موږ هم په خپل وار سره ځوابي سلامونه درته وايو، خوشحاله يوو چې تاسې زموږ له پښتو خپرونې سره آشنا او د اورېدونكو په ډله كې شامل شوئ هيله ده، هر وخت زمونږ خپرونه واورئ، معلومات ترې ترلاسه كړئ او به اړه يې له مونږ سره خپل نظرونه شريك كړئ.

سپوږمۍ- د پښور له حيات اباد څخه د سهارا لسنرز كلب مشر داود جبار خېل ليك راستولى او ليكي چې له خپلې خوا د سي آر آى پښتو څانګې ټولو همكارانو ته خپل سلامونه وايم، خو ستاسو څخه ډېر خپه يم ،ځكه چې زه له ۱۵ كلونو راهيسې ستاسو خپرونه اورم، خو تر اوسه مو زما كلب له ځان سره نه دى ليكلى، دى وايي زما د كلب پخوانۍ نوم پښتونخوا وچې ستاسو په پښتو هنداره كې نه دى ياد شوى، په پاى كې غوښتنه كوي چې كلب يې وليكل شي، د نوي كال كليزه، د ليكونو پاكټونه او نور مطبوعات هرومرو ورواستوئ. درنه اورېدونكيه جبارخېل صاحب سلامونو ته وعليكم سلام، ليك مو دې دادى خپور كړ، د كلب د نوم ليكنې په اړه كوم نظام نشته، خو مونږ پرې خبر يو، خو په راتلونكي ليك كې راته وليكه چې كلب مو څومره غړي لري، موږ به زيار وباسو چې د پښتو هندارې په راتلونكې ګڼه كې يې د نورو اورېدنكو له كلبونو سره يوځاى يادونه وكړو.

عمران – د پاكستان د مانسهرې د افغان كډوالو له كمپ څخه عبد الكبير اكبري ليك

را استولى او ليكي چې درانده سلامونه د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونې په تېره بيا د پښتو هندارې ټولو كاركوونكو ته وړاندې كوم، بيا محترم عنايت الله رمز ته ليكي خوشحاله يوو چې ستاسې له خوا مو ارزښتناك ليك تر لاسه كړ او ستاسو نه ډېره مننه كوو. زمونږ دچين بين المللي راډيو له پښتو خپرونې سره ډېره مينه او علاقه ده، هيله ده ماته يو څو پاكټونه راواستوئ، د ښاغلي عبدالكبير له ليك سره معلم اظهار الحق هم ليك را استولى، ده هم سلامونه ويلي او ليكي چې زموږ زده كوونكي ستاسو له راډيو سره ډېرې اړيكي لري او پروګرامونه مو خوښوي.

درنو اورېدونكو د موږ او اورېدنكو پرګرام په همدې ځاى پاى ته ورسد . تاسی کولی شی زمونږ پروګرامونه د انټرنټ له لاری هم واورئ. د پښتو ويب پاڼه ده، http://pu.chinabroadcast.cn او دغه راز كولاى شى د ايمېل له لاری زمونږ سره تماس ونيسي . زمونږ ايميل پته ده pushtu@chinabroadcast.cn