د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې : د پاکستان د خبري رسنيو له خبر سره سم د ترکيی يو انجنير د روانې مياشتی په دوهمه نېټه ماښام د افغانستان د لويديځ د فراه په ولايت کې د وسلوالو طالبانو لخوا ووژل شو .
د خبر له مخې : د دغه انجنير له دريو افغانی ساتندويانو سره د فراه ولايت پر يو عمومی سړک د طالبانو له وسله وال بريد سره مخامخ شو . طالبانو د دغه انجنير له وژلو وروسته دری ساتندويان خوشی کړی دی .
تيره اونې د طالبانو وياند وويل د پسرلی په رارسيدو سره به دوی نور زيات بريدونه تر سره کړي .