<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-06 19:10:57    
چين د ژونديو سيلولونو د ساتلو يو زېرمتون جوړ کړی دی

cri

د چين د طبابت اړوندو څانګو د څه له پاسه لسو کلونو کوششونو وروسته د هېواد د مختلفو قومونو د وګړو د سيلولونو يو لوی زېرمتون دچين د جنوب لوېديځ د يون نان ولايت په مرکز کون مينګ ښار کی جوړ کړی دی . دغه زېرمتون به په راتلونکو سلو کلونو کی د چين د مختلفو قومونو د وګړو د جينونو څيړنې ته بېلګې برابرې کړی .

پروفيسر چوجيايو د چين د طبابت اکادمی د حيواناتو د څيړنې انستيتيوټ مشر او د ياد شوی زېرمتون عمده چارواکی دی . د ده په قول چين د بشر د وراثت د څيړنې په ساحه کی شتمنه سرچينه لری . چين د شپږپنځوسو قومونو خپل اصلی استوګنځايونه او د ملی سرچينی او وراثت له لحاظه هر قوم خپل ځانګړيتوب لری نو د دغو وګړو د سيلولونو لپاره يو زېرمتون جوړول يو ډير مهم او ضروری کار دی . په دی اړه ښاغلی چو وويل :

د بيلابيلو قومونو د وګړو ترمنځ د ناروغيو د سرايت حالتونه هم بيل دی نو له دی امله يی درملنه هم بايد توپير ولری .

په دی وروستيو کلونو کی د مختلفو قومونو د وګړو ترمنځ د ودنو اندازه زياته شوې او يا دی ځای هغه ځای ته يی کډې کړې دی . نو د دې خطر رامنځته شوی چه د مختلفو قومونو سوتره جينونه ښايی له منځه لاړ شی .

ښاغلی چو زياته کړه :

ژوندی سيلولونه د ناروغۍ او اړوندو درملونو د څيړنې لپاره يوه ډيره مهمه سرچينه ده . که مونږ اوس اړوند تدبيرونه ونه نيسو نو ښايی له منځه لاړ شی . خو په همدی وخت کی بايد په چين او بهر کی هم اړونده همکاری پياوړی کړو او اوس مو په همدی کار لاس پوری کړی دی .

ميرمن هوانګ شياو چين چه اوس د يون نان ولايت په کون مينګ ښار کی د چين د طبابت اکادمی د حيواناتو د څيړنې په انستيتيوټ او دغه راز د سيلولونو د زيرمتونونه په پروګرام کی هم کار کوی ، زمونږ خبريال ته وويل چه ځينی ملی لږکی د چين په لريو غرنيو سيمو کی اوسيږی نو د دوی د سيلولونو د بلګې اخيستل يو ستونزمن کار دی . هغوی له اوږدې مودې راهيسی په غرنيو سيمو کی اوسيږی او د چين په ملی ژبه نه پوهيږی . نو له هغوی سره خبرې هم نه شی کولی . له ستونزو سره سره دغه کار د زياتو وګړو له خوا منل شوی دی . د من له قوم څخه يوې زده کوونکې اغلی چن چانګ وويل :

زما په نظر دغه پروګرام زيات ارزښت او اهميت لری چه زمونږ د ملی لږکيو د څيړنې ، جنتيک او د حياتی علومو د پرمختګ لپاره ډير ګټور دی . ځينی ملی لږکی په ډير لريو او وروسته پاتيو سيمو کی اوسيږی او طبی زمينه يی هم ډيره وروسته پاتی ده نو دغه اړتيا هم شته چه زمونږ ساينس پوهان دغو ځايونو ته ولاړ شی او هلته علمی څيړنه ترسره وکړی او دغه راز غوره دا ده چه د حياتی علومو د پرمختګ لپاره نوی شيان ومومی .

له لسو کلونو راهيسی ، په ياد شوی پروګرام کی ګډون کوونکی کارګران د چين

بيلابيلو ځايونو ته تللی او له ٤٢ قومونو څخه د وګړو د ٥٨ ډلو بېلګې ترلاسه کړی دی . دغه راز د وينو د ناروغيو په شمول د ځينو ناروغيو د درملنې لپاره مرستې برابرې شوی دی .

برسيره پردی ، د چين او بهرنيو هېوادونو د اړوندو څانګو ترمنځ د موافقې له مخی ، د چين د اړوندې څانګې له منلو وروسته نوموړی زيرمتون د بشر د جينونو د څيړنې په اړه اروپايی مرکز ته ١٤٩ ژوندی بېلګې برابرې کړی دی چه له نړيوال معيار سره سمون خوری .

په پای کی پروفيسر چو وويل چه په ٢٠١٠ کال کی به چين له ټولو ٥٦ قومونو څخه د ٨٠ څخه تر ١٠٠ پوری قومی ډلو ژوندی زېرمتونونه جوړ کړی .