د هند د پاينير ورځپاڼې د اومې نېټې د خبر له مخې، د هند حکومت په اصولی ډول له دې سره موافق دی چې په تدريجی توګه د سياچين له کنګل شوی سيند څخه خپل څه دپاسه څلور زره عسکر وباسی. د هند حکومت څرګنده کړې چې د روان کال د می په لومړنې لسيزه کې به د هند او پاکستان د ملی دفاع د وزيرانو ترمنځ خبرې اترې وشی. که دغې خبرې اترې په روانه توګه تر سره شی، نو د هند صدر اعظم منموهان سينګ به د راتلونکی اګيست په مياشت کې پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ګام په هکله له دغه هېواد سره يو پرېکړه ليک لاسليک کړی.
|