ګرانو اوردېونکو، د خوښی کړی سندری او نغمی پروګرام ته مو هرکلی کوو. تاسی به ټول د رحيم شاه له نامه سره اشنا وی .رحيم شاه وړاندې تر دې چې د موسيقۍ پراخ ډگر ته ور و دانگي، د نورو سندرغاړو له تجربو يې زدکړه وکړه، ډيرې لوړې موخې او ځانگړى سبک يې ځان ته وټاکه او پر دوو ژبو له بشپړ واک سره يی پر سندر ويلو پيل وکړ.
رحيم شاه نه يوازې د پښتنو بلکې د نورو ژبو د خلکو تر منځ هم يو منل شوى سندرغاړى دى. د رحيم شاه د مينه والو په وينا دوى يی ځکه خوښوي چې نوې موسيقي، نوى سبک، ښکلى غږ او نوښت لري.
رحيم شاه په خپلو مرکو کې ويلي، ده په خپلو سندرو کی ځکه نوې لار غوره کړې چې پښتو د نورو خلکو په زړونو کې ځاى کړي او له نورو ژبو سره يې د سيالۍ او ضديت پر ځاى نژدي کړي. اوس به د ده يوه ښکلی سندره رضا پخپله واورو.