<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-08 20:21:06    
مونږ او اوريدونکي

cri

عمران - درنو اورېدونكو د موږ او اورېدنكي پروګرام ته مو په مينه هركلى كوو، يو ځل بيا ستاسې د ليكونو وخت رارسېدلى، زه امان الله عمران او زما همكاره سپوږمۍ دا دى ستاسو له ليكونو سره يو ځاى د پروګرام وړاندې كولو لپاره په ستوديو كې يوو، هيله ده د خپلو ليكونو اورېدلو ته دپروګرام تر پايه راسره پاتې شئ.

سپوږمۍ – د پروګرام په پيل كې به دغه ليك راواخلم چې د پاكستان په صوبه سرحدكې د هريپور شلم شمېره كمپ څخه د باختر كلب مشر سيد الرحمان بهير را استولى، او په كې يې خپل سلامونه ليكلي، بيا يې زياته كړې: زه څو وړانديزونه لرم لومړى دا چې د ليكونو پرګرام وخت زيات شي، دوهم تاسې چې كومه وځپاڼه خپروئ بايد په كې ښه مطالب او هره مياشت يې خپره كړئ، د اورېدونكو ليكونو ته بايد په كې اشاره وكړئ چې موږ يو بل وپېژنو، له اورېدونكو سره مركې وكړئ، ښې ښې سيالۍ اعلان كړئ چې د اورېدونكو پاملرنه نوره هم راجلب كړئ، موږ دې ته چمتو يوو چې تاسو ته ښه ښه مطالب د ليكونو له لارې در ولېږو، بيا هم له تاسو ډېره مننه كوو چې پښتو ژبې ته دومره خدمت كوئ. سيد الرحمن بهير په خپل ليك كې چين د نړۍ په نقشه كې يوه ليكنه هم رالېږلې او وايي:

دغه مرغاوۍ شكله او له عجايبو ډك لوى هېواد چې د آسيا په ختيځ كې پروت دى او زموږ له ګران هېواد افغانستان سره هم نښتى دى، د نړۍ تر ټولو سوله خوښوونكى هېواد دى، د تاريخ په اوږدو كې يې هېڅكله پر نورو تېرۍ نه دى كړى او د نورو هېوادونو ملي حاكميت ته يې په درنه سترګه كتلي دي، د دې پر خلاف پر دغه هېواد بيا د نورو له خوا تېرى شوى خو وګړو يې په مېړانه مقاومت كړى دى. نن ورځ چين د نړى د پرختلليو هېوادونو په ډله كې لوړ ځاى لري، او دا هم د چين د خلكو د تكړه توب لامل دى چې خپل هېواد يې دې ځاى ته رسولى دى. ګرانه اورېدونكيه سيد الرحمانه له ليك او وړانديزنو دې ډېره مننه كوو، ستا وړانديزونه په پام كې نيسو او هيله ده هر وخت له موږ سره خپلې قلمي اړيكي وساتې.

عمران – همدا راز د پاكستان د صوبه سرحد په كوهاټ كې له ګهمكول دريم شمېره كمپ څخه د اريوب كلب مشر محمد اقبال بشر دوست او ورسره ملګرو يې هر يو جمال الدين، اجمير، اقبال محمد، قاري اختر محمد، شامير دكاندار، قاري سعد الدين، بسم الله جان پاچا، عبد الله او وړكي دانش به خپل ليك كې د سي آر آى راډيو پښتو خپرونې ټولو كاركوونكو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي دي چې د اريوب كلب ستاسې پښتو خپرونې لپاره په زړه پورې كوششونه پيل كړي، موږ غواړو چې په سيمه كې ستاسې اورېدونكي زيات شي. زموږ تل دا كوشش دى چې پښتو ژبه په پرمختلليو ژبو كې وشمېرل شي، زموږ له وسې چې څه پوره وي هغه به وكړو او خپلو كوششونو ته به دوام وركړو. دوى بيا په خپل يو بل ليك كې ليكي، تاسو له خوا مطبوعات او د پښتو هنداره راورسېدل، موږ بې اندازې پرې خوشحاله شوو، بيا وايي زموږ د كلب د غړو شمېر لسګونو تنو ته رسېږي او ورځ په ورځ زياتېږي، اريوب كلب به ستاسې له خپرونې سره د همكارۍ لپاره زيات كوششونه وكړي، څه د پاسه يوولس كاله كېږي چې موږ ستاسې سره قلمي اړيكي لرو او كه ژوند و د تل لپاره به ټينګې پاتې شي، دوى د بلوچستان په پشين كې بدر الدين عزيزي او د آريانا كلب ټولو غړو ته سلامونه هم ويلي دي، په پاى كې يې غوښتنه كړې چې د پښتوهندارې په راتلونكې ګڼه كې د محمد اقبال بشر دوست ليك او عكس ضرور چاپ كړئ او په وار وار سره د اورېدونكو ليكونه په پښتو هنداره كې خپاره كړئ، بيا وايي د موږ او اورېدونكو له پرګرام څخه پښتو سندره لرې كړئ، كه د سندرې پر ځاى د اوروېدنكو ليكونه خپاره شي نو ښه به وي، پښتو سندرو ته په نورو پروګرامونو كې ځاى وركړئ. دا د اريوب كلب وړانديز دى.

د اريوب كلب محترمو اورېدونكو، له ليك، سلامونو او نېكو هيلو مو زياته مننه ، دا چې تاسې د سي آر آى راډيو خپرونې له اوږدې مودې راهيسې اورئ او ورسره مينه لرئ، د خوشحالى ځاى دى. د موږ او اورېدوكي پرګرام وخت د اوس لپاره همدومره دى، كه په راتلونكي كې زيات شي نو تاسې به خبر شئ. پاتې وه د پښتو هندارې او سندرې د خپراوي خبره، په پښتو هنداره كې موږ د ټولو اورېدنكو ليكونه نه شو خپرولى، يوازې د يو يا څو اورېدونكو په زړه پورې ليكونه په كې خپرېږي، او د پښتو سندرې د خپرونې لپاره همدا وخت ټاكل شوئ، چې د نه خپرولو په اړه يې ښايي ستاسې نظر د نورو اورېدونكو له نظر سره سمون و نه لري. هيله ده روغ او بريالي اوسئ.

سپوږمۍ – د پاكستان د بلوچستان له پښين څخه عبد الله جان ارماني، بدر الدين عزيزي او ګل محمد خوشحال دغه ليك را استولى چې په كې يې د چين بين المللي راډيو ټولو همكارانو او اورېدونكو ته ډېر سلامونه ويلي او د نېكو هيلو يادونه يې كړې ده. دوى زياتوي ستاسې خپرونه په پښتني مينه سره اورو، خپرونې ټولې د ستاينې وړ دي خو په تېره بيا د موږ او اورېدنكي پرګرام زموږ ډېر خوښ دى او د زړه په غوږونو ورته غوږ نيسو او خوند ترې اخلو. دوى وړانديز كوي بايد د موږ او اورېدونكي پرګرام وخت زيات او په اونۍ كې دوه يا درې ځله خپور كړئ نو ډېر به ښه وي. ښاغلى عبد الله جان ارماني زياتوي خپل ليك مې د راډيو پر څپو واورېد چې ډېر پرې خوشحاله شوم. بيا د خپل ليك په پاى كې ليكي موږ د فبروۍ مياشتې په ناوړه پېښه دېر خواشيني شوو چې په راډيو او اخبارونو كې مو د دريو تنو چينايي انجينيرانو د وژل كېدو خبر واورېد، مو له چارواكو څخه غواړو چې قاتلان دې خامخا ونيسي او محاكمه كړي.

عمران – دغه راز د پاكستان د صوبه سرحد له مردان څخه همېشني ملګري محمد عثمان مردانوي ليك را استولى. او د سلامونو او نېكو هيلو تر څنګ يې د كيلاشيانو قوم په اړه يو اوږد مضمون هم رالېږلى دى. په لنډ ډول به يې د سر د يو څو خبرو يادونه وكړو:د كيلاشيانو كافرستان سيمه له چترال نه څلور دېرش كيلومتره ليرې لوېديځ لور پرته ده، دې سيمې ته اوس نورستان ويل كېږي، چې مشهور ايټالوي ګرځند سيلاني ماركوپولو بولور بللى دى. ښاغلي مردانوي د پاڅون په نامه يو څو مجلې هم را استولې دي، چې موږ په خپل وار ترې ډېره مننه كوو.

سپوږمۍ – د پاكستان د مانسهرې له خاكي پنځم شمېره كمپ څخه ګل مرجان مسلميار په خپل ليك كې د سي آر اى راډيو پښتو خپرونې كاركوونكو ته سلامونه ليكلي. بيا وايي زه د نهم ټولګي زده كوونكى يم، او دلته له ما سره ملګري هر يو ګلا جان، يار ګل، سيد مرجان، وسيم جان او محمد نعيم دي، بيا يې په افغانستان كې خپلو ملګرو ګلبدين او نظام ته سلامونه ويلي. ښاغلى ګل مرجان ليكي زه غواړم چې ما ته يوه ښكلې راډيو، ستاسې عكسونه او داسې شيان راولېږئ چې زموږ پوهه پرې زياته شي، مهرباني وكړئ د پرګرام وخت مو زيات كړئ موږ په كلي كې ټول ستاسې پرګرام اورو.

عمران - همداراز د پاكستان د صوبه بلوچستان له ژوب څخه عبد الصمداحمد خېل، راحت شاه احمد خېل، مير آدم، محمد جميل او حيات الرحمان احمد خېل يو ليك را استولى او په كې يې د پښتو څانګې ټولو كار كوونكو ته سلامونه ليكلي. بيا وايي تاسو ته د لومړي ځل لپاره دغه ليك ليكو، هيله ده چې د موږ او اورېدونكي په پرګرام كې ورته ځاى وركړئ. دغه اورېدونكي زياتوي د مندو خېل لسنرز كلب له مشر بشر يار مندو خېل څخه مو ستاسې پته تر لاسه كړه او تاسې ته په ليك استولو سربېره يې له موږ سره ستاسو او د خپرونې په اړه ځينې معلومات هم شريك كړل. موږ ستاسو ټول پروګرامونه په ډېره مينه سره اورو او ترې ګټه اخلو. ستاسې پروګرامونه مو ټول خوښ دي، خبرونه، تبصره، ښځه او ټولنه، د سپورټ نړۍ، ژوند په چين كې، د چيني ژبې لوست، هنر او كلتور، چين ته سفرونه، موږ او اورېدونكي، نړۍ ته لنډه كتنه، د ساينس او تخنيك په پلوشو كې، رنګارنګ ګلونه او نور ټول، له ماسره د پروګرامونو د ستايلو لپاره توري نه شته، خداى دې د پښتو ژبې د خدمت لپاره نور برياليتوبونه هم در په برخه كړي چې خپلو هلو ځلو ته دوام وركړئ او لا نور ښكلي پروګرامونه خپاره كړئ. دوى د خپل ليك په پاى كې د خپرونې پاڼې، د 2006 كليزې، د پښتو هندارې او د نورو په زړه پورې توكيو د ورلېږلو غوښتنه كړې. له ژوب څخه درنو اورېدونكو له ليك، سلامونو او نېكو هيلو مو مننه كوو، د ليك په رارسېدو او دغه راز دا چې زموږ پرګرامونه مو خوښ دي او اورئ يې خوشحاله شوو، هيله ده په راتلونكي كې هم د پروګرامونو په اورېدو سره موږ ته خپل نظرونه او وړانديزونه راواستوئ، بريا لي اوسئ!

درنو اورېدونكو د موږ او اورېدنكو پرګرام په همدې ځاى پاى ته ورسېد تاسې کولئ شئ زمونږ پروګرامونه د انټرنټ له لارې هم واورئ. د پښتو ويب پاڼه ده، http://pu.chinabroadcast.cn او دغه راز كولاى شئ د ايمېل له لارې زموږ سره تماس ونيسئ . زمونږ ايميل پته ده pushtu@chinabroadcast.cn

تر بلې شنبې پورې مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.