د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د م م يو اړوند چارواکی چی داويد نابارو نوميږی ، د اپريل په لسمه نيټه په بنکاک کی په دی ټينګار وکړ چی اسيايی هيوادونه بايد د مرغانو د انفلونزا د وقايی او کنترول لپاره په پرله پسی توګه هلی ځلی وکړي ترڅو د H5N1 ډوله ويروس د بدلون او د وګړو په منځ کی د هغه د خپريدو مخه ونيول شی .
ښاغلی نابارو څو ورځی دمخه چين ته سفر وکړ او په دی موده کی يی د مرغانو د انفلونزا په ضد مبارزه کی د چين له نيول شويو تدبيرونو څخه ډيره خوښی څرګنده کړه او هيله من دی چی چين خپلی اړوندې ګټورې تجربی نړۍ ته ورکړي .