د سين هوا اژانس د خبر له مخی: د چين د بيطار لومړنی افسر جيا يو لينګ د اپريل په ١٠ نېټه په بېجينګ کی وويل ،چين هيله من دی چی نورهيوادونه د الوتونکو انفلونزا د وقايی او کنترول په برخه کی له خپلو ګټورو تجربو څخه ګټه واخلی .
ښاغلی جيا وويل د ناروغيو مرغانو وژل اود دغه ډول ناروغۍ په ضد واکسين کول د مرغانو د انفلو نزا د وقايی او کنترول يوه مهمه اوګټوره تجربه ده . د دغه ډول ساری ناروغۍ په ضد څو نوی واکسينونه چه د چين لخوا څيړل او جوړ شوی ، ويتنام، اندونيزيا، مصر، عراق او اوکراين ته صادر شوی دي .