<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-13 19:44:10    
د شينجيانګ مشهور اشپز جيانګ يوان سونګ

cri

ښاغلي جيان يوان سونګ د چين د شينجيانګ د ويغوري قوم په خودمختاره سيمه کې د اشپازي په برخه کې ډير شهرت لري ٠ په تيره بيا د شينجيانګ د بيلا بيلو ځايونو د ځانګړو خواړو د راغونډولو ، ددې سيمې د خوړو د ډولونو او د مزې او خوند زياتولو په هکله يي ستر خدمتونه تر سره کړي دي ٠ د ښاغلي جيان يوان سونګ په أند د شينجيانګ په سيمه کې ډير خوندور خوراکونه د وګړو تر منځ رواج لري ٠ لکه پاستۍ ، وچه غوښه او داسي نور خواړه قومي ځانګړيتوب لري ٠ ښاغلي جيان يوان سونګ وويل د چين په نورو ولايتونو او سيمو کې د تاريخ په بيلا بيلو مودو کې د خوړو جوړولو او د اشپازي نښې په ښه ډول ساتل شوي دي ، خو په شينجيانګ کې دغسي اثارونه نه شته ٠ شينجيانګ ډير لرغوني تاريخ لري او د خوراکونو جوړولو په هکله ځانګړي کلتور هم پکې ساتل شوي دي ٠ خو د خواشينۍ وړ خبره دا ده چه نوموړي تاريخ او کلتور په ښه ډول نه دي راغونډ شوي ٠

ښاغلي جيان يوان سونګ له کوچنيتوب نه د خوراکونو له جوړولو سره مينه درلوده ٠ په اوه لس کلنۍ په وخت کې هغه د شينجيانګ د شمالي خوا د ارتاي په سيمه کې داشپز په توګه په کار پيل وکړ٠ په دغه مالداري سيمه کې د مالدارانو ورځنيو خوراکونو د ښاغلي جيان يوان سونګ زياته پاملرنه راجلبه کړه ٠ له هغه وخت راهيسي نوموړي تل د مالدارانو کورنو ته تلو او د دوديز خوراکونو د جوړولو په هکله يي ډير معلومات تر لاسه کړي دي ٠ د دي په بهير کې ښاغلي جيان يوان سونګ دا خبره کشف کړي چه په دي سيمه کې بيلا بيل خوراکونه نه يوازي ځانګړي خصوصيت لري بلکه د روغتيا له پلوه غذايي ارزښت هم لري ٠ خو د ترانسپورت د وروسته پاتي والي له امله دغسي ګټور او غذايي خوراکونه بهر ته نه شي خپريداي ٠ مثلأ د شينجيانګ د ها مي په سيمه کې هغه خوراک چه د پسه غوښې پاستۍ ډير شهرت لري ٠ د دغه ډول پاستۍ د جوړولو له پاره اوړه د غوښو د ښوروا له خوا دودي شوي او جوړ شوي پاستۍ د نرم کاغذ په شان او خوند يي هم ډير زيات دي ٠

ښاغلي جيان يوان سونګ وويل هر کسب ته د پرمختيا ورکولو پر دي بنسټ زمونږ ټولنه پرمختګ کولي شي ٠ د اشپزي کار همدغسي دي ٠ زه بايد په ازموينې سره د اشپزي په هکله يوه نوي لاره پيدا کړم٠ په ٢٠٠٣ کال کې د اشپزي په ملي مسابقه کې ښاغلي جيان يوان سونګ د شينجيانګ د پلاوي په مشرۍ په دي مسابقه کې برخه و اخيسته ٠ په دي مسابقه کې هغه د شينجيان د اسي ځانګړي پيداوار په واسطه چه د اوي په نامه يو ډول مرخيړي دي ، يو ډول ډير خوندور خواړه جوړ کړل ٠ له دي امله چه دغه خواړه د سرطان د ناروغۍ په ضد ځانګړي رول او زيات خوند هم لري ، نو د لومړي لقب په توګه يي د غورکوونکې کميټې له خوا و ټاکل شو ٠ د دغې مسابقې له لارې اوس د اوي په نامه دغو مرخيړيو په چين کې ډير ښه بازار پيدا کړي دي

د ډيرو کلونو د څيړنې له لارې ښاغلي جيان يوان سونګ دي ته هم متوجه دي چه د شينجيانګ په سيمه کې ډير ځانګړي دوديز خوراکونه ځکه بهر ته نه دي خپاره شوي چه د ميراث شکلونه يي وروسته پاتي دي ٠ د دغه حالت د بدلولو له پاره ښاغلي جيان يوان سونګ د ځوانو اشپزانو روزنې ته ډيره پاملرنه کړې ده ، د ٢٠٠٠ کال له پيل نه هر کال دده له خوا له نا ټکلي وخت سره سم په شينجيانګ کې د اشپزانو د مهارتونو د ښوولو فعاليتونه ترسره کيږي او په دي بهير کې خپلې تجربې ځوانو اشپزانو ته ورزده کوي ٠ ښاغلي يوي جيان چه د څه د پاسه لسو کلونو له پاره د ښاغلي جيان يوان سونګ تر روزنې لاندې و ، اوس دي د شينجيانګ يو مشهور اشپز هم ګرځيدلي دي چه په دي سيمه کې يي د لويي ميلمستيا د تيارولو دنده پر غاړه اخيستې ده ٠ هغه وويل استاز جيان په ډير دقت سره مونږ روزلي يوو ، مثلأ مونږ ته د د اړوندو خوړو د جوړونې په اړه د معلوماتو ورکولو له پاره تر ډير ناوخته پوري تفريح نه کوي چه مونږ ښه معلومات تر لاسه کړو٠ ښاغلي جيان يوان سونګ وويل دده موخه دا ده چه د شينجيانګ د قومي ځانګړتيا لرونکو خواړو ته پراختيا ورکړي چه د چيني ملت غذايي کلتور لا زيات پرمختيا ومومي ٠