<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-15 18:49:01    
مونږ او اوريدونکي

cri

سپوږمۍ - درنو اورېدونكو دا دى بيا د مونږ او اورېدونكي پروګرام او ستاسې د ليكونو وخت رارسېدلى، په مينه مو هركلى كوو، زه سپوږمۍ او زما همكار امان الله عمران دا دى ستاسو له ليكونو سره يو ځاى د پروګرام وړاندې كولو لپاره ستوديو ته راغلي يوو، هيله ده د خپلو ليكونو اورېدلو ته دپروګرام تر پايه راسره پاتې شئ.

عمران – په پيل كې به دغه ليك راواخلم چې د افغانستان د هلمند ولايت د ناد علي له ولسوالى څخه اورېدونكي سيد اعظم عزيزي را استولى، او په كې يې د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونې ټولو كاركوونكو ته سلامونه ويلي دي. دى وايي دا زما لومړى ليك دي چې تاسې ته يې در استوم او د خپلې خوښې راډيو ته يې ډالۍ كوم، او هيلمن يم چې د راډيو په څپو كې يې راته خپور كړئ، موږ تل ستاسې راډيو اورو او د دغې راډيو مينوال يوو، ګرانو دوستانو ما د تل لپاره د خپل قلمي همكار په توګه ومنئ او زه به په راتلونكي كې هر وخت خپلې اړيكې درسره ساتم. دغه اورېدونكى زياتوي ټولې پښتو، فارسي، اردو او انګليسي خپرونې د چين بين المللي راډيو د څپو له لارې اورم او ډېره مينه ورسره لرم، هره خپرونه چې اورم ډېر معلومات ترې تر لاسه كوم. ښاغلى سيد اعظم ليكي: زه له راډيو سره ډېره مينه لرم، ځكه چې زما د پوهنې څانګه ژورنالېزم او ليكوالي ده، او د كابل پوهنتون د ژورنالېزم له پوهنځي څخه فارغ شوى يم، زه له ډېر وخت راهيسې د چين له خلكو او كلتور سره ډېره مينه لرم. دى وايي زه په خټه د منفته قوم اوزبك يم او له اويغوري قوم سره چې په افغانستان كې ژوند كوي زيات اړيكي لرم، څلور اتيا كاله كېږي چې افغانستان ته مو كډه كړې ده او له دې مخې د چين له خلكو سره زياته علاقمندي لرم. نوموړي زياتوي زموږ همټبره شاوخوا زر كورنۍ دي چې د هلمند ولايت په څلورو ولسواليو ناد علي، ناوه، ګرېر او په خپله د هلمند ولايت مركز لښكرګاه ښار كې ژوند كوي، زه د دغو خلكو له فادم قوم څخه يم او نژدې شپېته كاله مخكې د افغانستان د دولت له خوا د ناقلينو په توګه دغه ولايت ته استول شوي يوو، زموږ ترمنځ تاجكان، قزاقان، تركمنان، ازبكان، اويغوران او نور تركي ټبرونه دي. ښاغلي سيد اعظم د خپل ليك په پاى كې يو څو پو ښتنې هم ليكلې چې كولاى شي زموږ د انټرنټ پاڼې په كتنې سره د خپلو پوښتنو ځوابونه ومومي. د ده له ليك او معلوماتو څخه مننه كوو هيله ده هر وخت زموږ پروګرامونه واوري او په اړه يې خپل نظرونه راسره شريك كړي.

سپوږمۍ – د پاكستان په بلوچستان كې د پشين له تراټي كلي څخه ګل محمد خوشحال دغه ليك را استولى او په كې يې د خپلو ملګرو عبد الباري وطنيار، ثناء الله باچا، بدرالدين عزيزي او عبد الله جان ارماني نومونه هم ليكلي، بيا يې ليكلي دوستانو موږ لومړى ځل د سي آر آى پښتو څانګې ته ليك در استوو او ټولو كاروونكو ته سلامونه وړاندې كوو. دوستانو موږ ستاسو خپرونه له ډېره وخته د زړه په غوږونو اورو خو له بده مرغه موږ ستاسې د راډيو پوستي پته نه درلوده چې ليكونه پرې در واستوو. ښاغلى خوشحال وايي دا دى اوس مې له نېكه مرغه ستاسې پته له بدر الدين عزيزي څخه ترلاسه كړه او تاسو ته پرې خپل لومړى ليك در استوم، او هيله لرم چې د ليكونو په پروګرام كې ورته ځاى وركړئ او موږ به هم خپلې قلمي اړيكي تل درسره ساتو، په پاى كې ستاسو مطبوعاتو ته په انتظار او سترګې په لار يوو.

درنه اورېدونكيه خوشحال خانه، موږ هم خوشحاله يوو چې زموږ پروګرامونه اورې او خوښېږي دې او دا چې زموږ پته دې ترلاسه كړې، نو ستا د نورو زياتو ليكونو په تمه به وو، روغ او بريالى اوسې.

عمران - د صوبه سرحد د كوهاټ له ګهمكول دريم شمېره كمپ څخه د اريوب كلب مشر محمد اقبال بشر دوست او ورسره ملګرو يې هر يو اجمير، شاه مير، قاري سعد الدين، عبد الله او وړوكي دانش دغه ليك را استولى او په كې يې د سي آر آى راډيو پښتو خپرونې ټولو كار كوونكو ته سلامونه ليكلي دي، بيا زياتوي ستاسې ټول پروګرامونه په زړه پورې دي، موږ يې اورو او ډېر خوند ترې اخلو، ستاسې له خپرونې سره موږ ډېره مينه لرو، په تېره بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام مو ډېر خوښ دى چې هر وخت يې راتلو ته د ورځو او وخت حساب كوو.. ښاغلي بشر دوست په خپل ليك كې د بلوچستان په پشين كې بدر الدين عزيزي او دغه راز د اريانا كلب ټولو غړو ته سلامونه ويلي او ليكې چې موږ ته هغه مجلې خامخا راولېږئ چې د اورېدونكو انځورونه په كې چاپ شوي وي. نوموړى د خپل ليك په پاى كې يادونه كوي چې ستاسې له خوا سوغات راورسېد موږ ډېر زيات پرې خوشحاله شوو او ستاسې څخه يوه نړۍ مننه كوو، موږ په سيالۍ كې د خپل برياليتوب په خبر او د جايزې په وړتيا ډېر خوشحاله شوو او پرې وياوړو. بيا زياتوي زموږ تر ټولو لوړه موخه د پښتو ژبې خدمت او ستاسې سره قلمي اړيكي دي.

سپوږمۍ – دغه ليك اورېدونكي حبيب الله را استولى او په كې يې د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې ټولوكاركوونكو ته سلامونه ويلي دي. او ليكي، ډېر خوشحاله شوو چې ستاسې سره مو د اړيكو ټينګولو لار ومونده، موږ د پاكستان، د پنجاب په لاهور كې اوسېږو، دلته ډېر وخت د پښتو اخبارونه او كتابونه تر لاسه كېدى شي. خو يوازې راډيوګانې كله كله اورو، كله چې پېښور ته لاړو، هلته له اورېدونكي غنم رنګ علي خېل سره مخامخ شوو چې تاسو ته يې ليك در لېږلو، موږ هم دا دى ليك در استوو. دغه اورېدونكى د خپل ليك په پاى كې غوښتنه كړې چې مطبوعات، مجلې، او اخبارونه ور ولېږو.

قدرمنه اورېدونكيه حبيب الله خانه ليك مو دې دادى درته خپور كړ هيله ده اوررېدلى دې وي او په راتلونكي كې هم زموږ خپرونې او پروګرامونه واورې او په اړه يې له موږ سره خپل نظرونه او وړانديزونه شريك كړې.

عمران – د صوبه سرحد د چارسدې روډ له خزانې كمپ څخه معشوق جان كاموال ليك را استولى او په كې يې د چين بين المللي راډيو پښتو څانګې ټولو كاركوونكو ته سلامونه ليكلي دي. نوموړى وړاندې ليكي ستاسې خپرونه په ډېر شوق او مينه سره اورو او زياته علاقه ورسره لرو، هر پروګرام مو د ستاينې وړ دى او موږ ترې پوره معلومات تر لاسه كوو. ښاغلى معشوق جان كاموال ګيله كوي او وايي دا زما دريم كال دى چې زه په سياليو كې په لومړي مقام كې راځم، او تاسې وايئ كه څوك په لومړي مقام راشي نو موږ به يې چين ته په بلنه وغواړو او بيا تاسې خپله دغه ژمنه نه پوره كوئ او پر ځاى يې يو سوغات رالېږئ، نوموړى وايي چې په 2006 كال كې كلك په تمه وم چې ما به غواړئ، تاسو ما ته د دې پر ځاى يو سوغات راواستاوه او هغه ماته د منلو وړ نه دى.

درنه اورېدونكيه معشوق جان كاموال ستا له سلامونو او ليك زياته مننه كوو، زموږ د پروګرامونو او خپرونو په اورېدو او هم دا چې تاسې ترې معلومات ترلاسه كوئ موږ هم خوشحاله يوو، پاتې شوه په سيالۍ كې ستا د لومړي ځاى ګټلو خبره، په هغې كې ستا په برخه هماغه جايزه وه چې درواموستوله، چين ته د رابلنې په پروګرام كې د نورو ژبو د برياليو اورېدونكو تر منځ غواروى كېږي چې دا ځل د پښتو څانګې له اورېدونكو څخه څوك نه دي غوره شوي، هيله ده په راتلونكي كې په نورو سياليوكې برخه واخلئ او خداى وكړي چې برياليتوب مو په برخه او چين ته د راتلو او سفر لپاره د اورېدونكوتر منځ غوره شئ، او هيله ده د ليك ليكنې پر وخت د غوسې پر ځاى ګټورې خبرې وليكئ او له داسې خبرو څخه ډډه وكړئ چې كومه ګټه نه لري، د چين د بين المللي راډيو هدف اورېدونكو ته د چين او نړۍ په اړه د سياسي، كلتوري، اقتصادي او نورو بېلا بېلو معلوماتو وړاندې كول دي.

سپوږمۍ – په پاكستان كې د مانسهرې د اچړيان له حاجې آباد څخه اورېدونكي شېر محمد وفا په خپل دغه ليك كې د سي آر آى راډيو پښتو څانګې ټولو كاكوونكو ته سلامونه ليكلي او وايي ستاسې پروګرامونه په ډېر شوق او ذوق سره اورو او د موږ او اورېدونكي پروګرام مو ډېر خوښ دى، دغه اورېدونكي يوه پوښتنه كړې چې په چين كې په سلو كې څومره وګړي لوستي دي، بيا ليكي چې د ده سره ملګري هر يو اكبر جان، زرولي، مجنون خان، مير علي او داسې نور ټول تاسې ته سلامونه وايي. اورېدونكۍ شېر محمد وفا د خپل ليك په پاى كې د اړيكو د ټينګښت لپاره د پاكټونو د ورلېږلو غوښتنه كړې او وايي د پښتو څانګې د برېښنا ليك پته او د ټيليفون شمېره هم راولېږئ.

عمران – د پاكستان له مانسهرې څخه عبيد الله صديق دغه ليك را استولى او په كې يې سلامونه ليكلي، بيا يې ويلي چې له دې ليك نه مخكې يې نور ليكونه هم رالېږلي خو نه دي خپاره شوي او پوښتي چې آيا په لاره كې وركېږي او كه يې موږ نه خپروو؟ او وايي له دې امله ډېر غمجن دى. ښاغلى عبيد الله بيا په خپل ليك كې غوښتنه كړې چې د چين د فلم سل كلن تاريخ ور واستوو.

دغه راز له مانسهرې څخه د عبد الكبير اكبري له خوا هم چې ځان يې شاعر بللى يو ليك رارسېدلى. دى بيا ليكي: تاسو ته د ملګرتيا سلامونه وړاندې كوم، زموږ له پښتو خپرونې سره ډېره مينه او علاقه ده. ښاغلى عبد الكبير بيا ليكي چې ستاسې د انټرنېټ پاڼه سمه نه ليدل كېږي، مهرباني وكړئ په دې اړه راته ووايئ چې څرنګه وكولاى شو ستاسې د انټرنېټ پر پاڼه د پښتو توري په څرګند ډول ولوستلى شو.

اورېدونكي ښاغلي عبيد الله ته به ووايو ستا له خوا كوم ليكونه چې رارسېدلي او د خپرولو وړ وو خپاره كړي مو دي، نو هيله ده غمجن نه شې، زموږ خپرونې هر وخت واورې او په زړه پورې ليكونه راواستوې، او اورېدونكي عبد الكبير ته به ووايو كه مو كمپيوټر وېنډوز اېكس پي لري نو كولئ شئ د سي آر آى پښتو خپرونې انټرنېټ پاڼه په آسانۍ سره پرانيزئ او پښتو ليكنې ولوستلئ شئ.

درنو اورېدونكو د موږ او اورېدنكو پروګرام په همدې ځاى پاى ته ورسېد، تاسې کولئ شئ زمونږ پروګرامونه د انټرنټ له لارې هم واورئ. د پښتو ويب پاڼه ده، http://pu.chinabroadcast.cn او دغه راز كولاى شئ د ايمېل له لارې زموږ سره تماس ونيسئ . زمونږ ايميل پته ده pushtu@chinabroadcast.cn

تر بلې شنبې پورې مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.