<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-15 19:16:21    
د افغانستان پوليسو د طالبانو يو څلويښت وسله وال کسان وژلي دي.

cri
د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د افغانستان د کندهار ولايت والی اسدا لله خالد د اپريل په پنځلسمه نېټه د دغه خبر پخلی وکړ چې د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه د افغانستان پوليسو د يوه عملياتو په ترڅ کې د طالبانو يو څلويښت وسله وال کسان وژلي او شپږ تنه پوليسي هم مړه شويدي.
د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه د افغانستان پوليسو د کندهار ښار په جنوب لويديځی سيمه کې د تصفيوی عملياتو په ترڅ کې د طالبانو له وسله والو کسانو سره جګړه وکړه. دغې جګړې يوه ورځ دوام درلود او د امريکايی پوځ په مرستې سره يی يو څلويښت تنه وسله وال کسان وژلي او ديارلس تنه نور يی نيولي دي.