د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اپريل په اوه لسمه نېټه په افغانستان کې د امريکې پوځ وويل چې دوی د افغانستان له حکومت سره يو ځای په غلطه توګه د عامو خلکو او پوليسو د وژنې د پر له پسی پېښو په پلټنو پيل وکړ. د روانې مياشتې د پنځلسمې نېټې په شپه د امريکې په مشرۍ په افغانستان کې ائتلافی پوځ د افغانستان په کونر ولايت کې هغو غرنيو سمڅو او کوټو ته بمونه غورځولي چې يو شمېر وسله وال کسان پکی پټ شوې وو. په دغو عملياتو کې اوه تنه عام خلک وژل او دری تنه نور ټپيان شول. يوه ورځ دمخه ائتلافی پوځ او د افغانستان حکومتی پوځ د کندهار په ولايت کې د وسله والو طالبانو پر ضد د تصفيوی عملياتو د تر سره کولو په ترڅ کې شپږ تنه پوليسس او يو هلک وژلي و.
|