<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-20 19:16:09    
د ښاغلی داواڅژن نوی کسب

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوو !

په دی وروستيو شلو کلونو کی هر کال د تبتی قوم په شمول د ملی لږکيو زيات ځوانان د زده کړې لپاره د چين د نورو ښارونو په لوړپوړيو پوهانتونونو کی منل شوی او دغه راز له دوی څخه يو شمير ځوانان د ماسټری يا داکټری سکالشيپونو په ترلاسه کولو سره د زده کړې لپاره بهرنيو هېوادونو ته تللی دی . په بهر کی د خپلې زده کړې له بشپړولو وروسته هغوی خپل اصلی وطن ته د خدمت لپاره بېرته تبت راغلی دی . نو په همدې ترڅ کی به تاسو ته د تبتی قوم د ښاغلی داواڅژن په اړه چه له امريکې څخه خپل اصلی وطن ته بيرته راغلی ، څه معلومات وړاندی کړو !

يوڅلويښت کلن داواڅژن د تبت د ژکاځه سيمې په يو بزګری کور کی زېږدلی وو . د خپل عمر په ٢٢ کلنۍ هغه په بيجينګ کی د چين د ملی لږکيو له مرکزی پوهنتون څخه فارغ شو او بيا وروسته يی د تبت د خپلواکې سيمې د ټولنيزو علومو په اکادمی کی کار پيل کړ . له لسو کلونو وروسته هغه د دغې اکادمۍ له خوا د امريکې Case Western Reserve University ته د لا ژورې زده کړې لپاره ستون شو .

په ١٩٩٨ کال کی ښاغلی داواڅژن د دغه پوهنتون د ماسترۍ په کچه سکالړشيپ ترلاسه کړ او د زده کړې له بشپړولو وروسته سمدلاسه خپل وطن تبت ته راستون شو . خو هغه د تبت د ټولنيزو علومو په اکادمی کی خپل کار ته دوام ورنه کړ بلکه د تبت د دينګ جيی په ولسوالی کی يی د بی وزليتوب د له منځه وړلو په ساحه کی د خپلو خدمتونو په ترسره کولو پيل وکړ .

د دينګ جيی ولسوالی د چين د جومولاما په طبيعت ساتنې سيمه کی پرته ده . ښاغلی داواڅژن دا معلومه ده چه د دغې سمې په څلورو ولسواليو کی د دينګ جيی ولسوالی يوازنۍ ولسوالی ده چه غيرحکومتی نړيوالې مرستې پکی نه شته . نو د ده د کوششونو له امله د امريکې د Trace Foundation له خوا د څلورو کلونو په اوږدو کی د څه دپاسه اتو مليونو يونو په ارزښت يو مرستندوی پلان په دغه ولسوالی کی پلی کيږی .

په دغه سيمه کی تر ټولو نه بی وزلی کلی د جاشی زی په نامه يو کلی دی .

په دغه کلی کی ځمکې زياتې دي خو اوبه يی کافی نه دي . دغه راز يی ځمکې يی په سلو کی شپېته برخه ډيرې وچې دی . د ښاغلی داواڅژن په مرستې دغه کلی د اوبو لګولو پروژې د جوړولو لپاره اړوند کارپوهان راجلب کړی او پمپونه يی اخيستی دی .

د ١٩٩٥ کال په می مياشت کی دغه کلی د لومړی ځل لپاره د پمپونو له لاری کافی اوبه خپلو ځمکو ته ورسولی شوې . د داواڅژن په فکر کی دغه وخت د ده لپاره په ژوند کی د ډيرې يادونې وړ دی .

په دغه کلی کی د اوبه لګولو پروژې له پلی کيدو وروسته ښاغلی داواڅژن په دينګ جيی ولسوالی کی د بی وزليتوب له منځه وړلو لپاره په پرله پسی توګه څه دپاسه پنځوس پروګرامونه ترسره کړل لکه د ښوونځيو جوړول او دکليو د طبی سويې لوړول اوداسی نور .

دغه راز څلور کاله دمخه د روغتيا نړيوال صندوق په بلنه ښاغلی داواڅژن د دغه سازمان د تبتی چارو د چارواکی په توګه و ټاکل شو . د ده عمده دنده دا ده چه د تبت په شمال لوېديځ د چيانګ تانګ په نامه په ملی طبعيت ساتنې سيمه کی وحشی حيوانات وساتی .

دغه سيمه په چين کی د طبيعت ساتنې ترټولو نه لويه سيمه ده چه پکی د تبتی وحشی پسونو ، غوايانو او خرو په شمول زيات نادر حيوانات ليدل کيږی . اوس دغه وحشی حيوانات زياتيږی خو داسی ستونزه هم رامنځته شوی ده چه هغوی له کورنيو غوايانو او پسونو سره د وښو خوړلو لپاره سيالی کوی او کله ناکله ځينی وحشی يږان د مالدارانو کورونو ته ننه وځی او پر پسونو بريدونه کوی . له دی امله ځايی مالدارن قهرجن دی .

همداراز ښاغلی داواڅژن د مالدارانوترمنځ منځګړيتوب کوی او وايی :

مونږ د ځايی مالدارانو روزنه کوو. نو ځکه هغوی په دی پوه شوی چه مونږ ولی وحشی حيوانات ساتو او په پای کی به له دغه کار څخه ګټې تر لاسه کړو چه زمونږ د نسلونو لپاره به هم ګټور وی .

په ٢٠٠٤ کال کی ښاغلی داواڅژن يو صندوق جوړ کړ چه هغو مالدارانو ته ځينی پيسې برابرې کړی چه د وحشی حيواناتو له امله يی تاوان موندلی دی .

ګرانو اوريدونګو ! همداوس مو تاسو ته د ښاغلی داواڅژن په اړه لږ معلومات وړاندی کړل . ستاسی له غوږ نيولو مننه کوو !