<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-22 19:22:31    
مونږ او اوريدونکي

cri

عمران – قدرمنو اورېدونكو د موږ او اورېدونكي پروګرام ته مو په مينه هركلى كوو، زه امان الله عمران او دا ځل زما همكاره مېرمن وې وې ستاسو له ليكونو سره يو ځاى د پروګرام وړاندې كولو لپاره په ستوديو كې يوو، سپوږمۍ په يو سفر تللې او د يو څه مودې لپاره به مېرمن وې وې په پروګرام كې راسره ملګرې وي. نو اوس مو ډېر نه انتظار كوو مېرمن وې وې ته به مايكروفون پرېږدم چې د پروګرام لومړى ليك راواخلي او ويې لولي، هيله ده د خپلو ليكونو اورېدلو ته دپروګرام تر پايه راسره پاتې شئ، ښه نو مېرمن وې ما خو پروګرام پيل كړ، نو ته په ليكونو پيل وكړه، كه څنګه؟

مېرمن وې – سمه ده زه به په پيل كې دغه ليك راواخلم چې د پاكستان د بلوچستان په پشين كې له تراټي كلي څخه بدر الدين عزيزي او ورسره ملګرو يې لعل محمد ساحر، محمد نعيم آزاد او عبد الباري حيران رالېږلى دى، ښا غلى بدر الدين ليكي: د تايوان په اړه مسابقه كې د دوهمې جايزې په ګټلو او دغه راز په پښتوهنداره كې زما د عكس او ليك په خپرولو زيات خوشحاله شوم. بيا وايي دوستانو تاسو ماته د پښتو هنداره ډېره كمه را استوئ، دلته په پشين كې د سي آر آى راډيو مينوال ډېر زيات دي او له ما څخه هر وخت د پښتو هندارې وركولو غوښتنه كوي. اورېدونكي بدر الدين عزيزي د پښتو هندارې لپاره په يو لړ وړانديزونو كې ويلي چې د جريدې په هره ګڼه كې د اورېدونكي د ليكونو د خپراوي تر څنګ د هغه دنده هم وليكئ، دغه راز د جريدې د ليكونو په مخ كې خالي ځاى پرېږدئ او په كې د ځينو اورېدونكو شاعرانو يو يو غزل هم خپور كړئ. دغه اوروېدونكى بيا غوښتنه كوي چې د سي آر آى په تېره راډيويي مسابقه كې د لومړي ځاى ګټلو شهادتپاڼه ورولېږو.

عمران – ښه نو مېرمن وې اورېدونكي بدر الدين ته څه ويل غواړې او كه زه بل ليك راواخلم؟

مېرمن وې – هو ده ته به ووايو چې په پښتو هنداره كې د اورېدونكو د ليكونو په برخه كې د راغليو ليكونو تر منځ دوه درې ښه ليكونه غوره كوو، او دا چې اورېدونكي د خپلې دندې په اړه څه نه وي ليكلي موږ يې په اړه څه نه شو ليكلى، او دغه راز كه كوم د خپرولو وړ شعر، ټوكه يا نظم رارسېدلى وي، هم په دغه برخه كې خپرېږي. خو سي آر آى د راډيوي مسابقې په اړه چا ته كومه شهادپاڼه نه لېږي، نو په دې اړه ترې بخښنه غواړو، هيله ده خوشحاله او بريالى اوسې.

عمران – ښه مېرمن وې نو اوس به زه دغه بل ليك راواخلم چې له جنوبي پښتونخوا څخه عبد الخالق حقاني او ورسره ملګرو يې ګران باركزي او محمد طاهر غمګين را استولى، د پښتو څانګې كاروكوونكو او اورېدونكو ته يې سلامونه ليكلي او زياتوي چې ستاسو خوږه خپرونه هره ورځ او شپه په ډېره مينه اورو، د فبرورۍ په مياشت كې د خپل ليك او در لېږلي غزل په اوروېدو ډېر خوشحاله شوم، د سي آر آى راډيو پښتو څانګه په رښتيا هم يوه ښكلې او په زړه پورې خپرونه ده، خپرنيز بهير يې ګړندى او دستاينې وړ دى، پروګرامونه يې غوره او د خوښۍ وړ دي، په پښتو هېنداره كې بايد له دوو ليكونو سره د اورېدونكو شاعرانو يو غزل هم خپور كړئ، چې په دې توګه به د اورېدونكو تر منځ پېژندګلوي هم وشي. دغه اورېدنكى زياتوي د پښتو هېندارې د ګڼو خپرېدو تر منځ وخت را كم او د درې مياشتنۍ پر ځاى يې مياشتنۍ كړئ.

درنه اورېدونكيه عبد الخالق حقاني صاحب، موږ هم خوشحاله يوو چې تاسې زموږ خپرونه اورئ او خوښېږي مو، د پښتو هندارې ګڼو د خپرېدو ترمنځ موده تر اوسه همدومره درې مياشتنۍ ده، كه په راتلونكې راكمه شوه نو په اړه به يې اورېدونكي خبر كړو. ښه نو مېرمن وې بيا ستاسې نوبت دى نو څنګه چې د يو بل اورېدونكي ليك راوخلئ؟

مېرمن وې – سمه ده، د پاكستان د صوبه سرحد په پېښور كې له زرګرآباد څخه بلال خان د نظر جان زوى دغه ليك رااستولى او ليكي چې د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونې كاروكوونكو ته په خوشحالۍ او مينه سره سلامونه وايم، ستاسو پروګرامونه لكه په چين كې ژوند، موږ او اورېدونكي، چين ته سفرونه، د چيني ژبې لوست، نړۍ ته كتنه او داسې نور په ډېر شوق سره اورم او ډېره مينه ورسره لرم. دغه اورېدونكى وايي: هيله لرو د چين بين المللي راډيو د افغانستان او چين د خلكو تر منځ دوستي نوره هم ټينګه كړي. ښاغلي بلال خان په خپل دغه ليك كې يو شعر او ليكلى، نو عمران صاحب يو څو بيتونه يې ورته ولوله.

عمران – سمه ده، د شعر لوستل پر ما دي، زه نه پو هېږم مېرمن وې ځينې اورېدونكي شعرونه را استوي او خپل نومونه پرې ليكي خو دا نه معلومېږي چې په رښتيا هم دغه شعرونه دوى ويلي او كه يې د بل چا پر شعرونو خپل نومونه ليكلي وي، د يو اورېدونكي په ليك كې مې وليدل چې د رحمان بابا پر شعر يې خپل نوم ليكلى و، چې ګواكې د ده شعر دى، نو كه دغه شعر په خپله بلال خان ويلى وي، نو خورا ښكلى شعر دى چې يو څو بيتونه به يې ولولو:

زما نشته په نصيب كې د ديدار شپـه په ژړا مدام تېرېږي پر ما خوار شپـــــه

اې ساقي نن يې په دواړو لاسو راكړه زه په ويښه تېرومه د خمــــــــــار شپــــه

زه به څــه ګيله كومه له بل چا نـــــــــــه خوښه كړې ده د غم ما ته نګار شپــــــه

چې ګلونه په خزان رېزه رېزه شـــــــول د بلبل غريب نصيب شو د كوكار شپه

ښه نو مېرمن وې دا خو شو د ښاغلي بلال خان شعر، يو به ليك به هم زه راواخلم، سمه ده؟

مېرمن وې – سمه ده.

عمران – دغه ليك بيا د افغانستان د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د صبريو له كلي څخه د يوراج كلب غړي شفيق الرحمن مقاليد يار را استولى چې دى هم د ادب يو مينوال دى، او لومړى يې د پښتو څانګې كاركوونكو ته سلامونه ليكلي او زياتوي زه د شعر او ادب سره ډېره بې اندازې مينه لرم، هر وخت يو ارمان كوم چې كاشكې داسې سو شاعر وى چې خپل ولس ته مې د قلم په ژبه يو څه ښودلى وى او پښتو ژبې ته مې خدمت كړى وى... مېرمن وې ښاغلي شفيق الرحمن مقلديار هم يو غزل را استولى چې يو څو بيتونه به يې ولولو:

نشه مې كړه نشې سترګې راواړوه ځار دې شمه شنې سترګې راواړوه

له موږ نه يې خوبونه تښـــــتولي دي ګله ستا ويدې ســـــــــــترګې راواړوه

ګوره رقيبان چې پر موږ پوه نه شي ماته په غوسې ســــــــــترګې راواړوه

مېرمن وې- ډېر ښه دغه بل ليك بيا د پاكستان له مانسهرې څخه ګل مرجان مسلميار رالېږلى دى، لومړى يې سلامونه ليكلي بيا وايي چې زه د نهم ټولگي زده كوونكى يم او دلته له ما سره ملګري هر يو يار ګل، ګل جان، وسيم جان، محمد نعيم، عزت مير او حنيف هم تاسې ته سلامونه وايي. دغه اورېدونكى زياتوي موږ ټول ملګري ستاسې پروګرامونه د زړه په مينه په ګډه اورو او د اورېدو په مهال يې ټول كليوال هم راسره ملګرتيا كوي، بيا د پرګرام د وخت د زياتوالي غوښتنه كوي، او وايي چې د ژېړي ناروغۍ په اړه پرګرام وړاندې كړئ، د پوښتنو پاڼې راولېږئ او دغه راز د زده كړې بېلابېل كتابونه راولْېږئ.

عمران – ډېر ښه مېرمن وې، د پروګرام وروستيو شېبو ته رسېدلې يوو، كه څه هم د اورېدونكو ليكونه خورا ډېر دي خو موږ دې ته اړ يوو چې خپل پرګرام رالنډ او په دې وروستۍ برخه كې يوه يادونه وكړو:

ګرانو اورېدونکو، لږه موده دمخه موږ د چين د ملي ولسي کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي کانفرانس په اړه يوه معلوماتي مسابقه تر سره کړه چې زياتو اورېدونکو په کې په فعاله توګه کې ګډون وکړ. له دې امله چې د جايزو شمېر محدود و، نو د زياتو سيالانو ترمنځ لانديني لس اوريدونکي غوره شول. له هغو اورېدونکو نه بخښنه غواړو چې ګډون يې كړى او نومونه يې د دغو لسو کسانو ترمنځ نه دي راغلي. هيله ده په راتلونکي کې زمونږ د راډيو له خوا په ډول ډول معلوماتي مسابقو کې ګډون وکړئ او برياليتوب مو په برخه شي. د دغو لسو غوره شويو کسانو نومونه په دې ډول دي:

- له افغانستان څخه اوريدونکي هر يو: حفظ الله غښتلی، حضرت محمد او خان محمد ستانکزی .

- د پاکستان له پېښور څخه اوريدونکي هر يو: عبدالهادی حيران او نعمت الله .

- د پاکستان د صوبه سرحد له کوهاټ څخه اوريدونکي هر يو: سيد وارث حنيفی او محمد اقبال بشر دوست اريوبی

د پاکستان د صوبه سرحد له مانسهرې څخه اورېدونکی محمد عارف عرفان

د پاکستان د صوبه سرحد له ټانک څخه اورېدونکی نور حسين خان صاحب

د پاکستان د صوبه سرحد د هری پور له کمپ څخه اورېدونکی سيد الرحمن بهير.

له دغو اورېدونکو څخه مننه کوو چې په مسابقه کې يې د ګډون زيار ايستلى او د لا نورې همکارۍ په هيله يې يوو.

دغو اوريدونکو ته مو په دی وروستيو وختونوکې د حساب الې يا ماشين جايزې ليږلې دي هيله تر لاسه يې كړئ .

درنو اورېدونكو د موږ او اورېدنكو پروګرام په همدې ځاى پاى ته ورسېد، تاسې کولئ شئ زمونږ پروګرامونه د انټرنټ له لارې هم واورئ. د پښتو ويب پاڼه ده، http://pu.chinabroadcast.cn او دغه راز كولاى شئ د ايمېل له لارې زموږ سره تماس ونيسئ . زمونږ ايميل پته ده pushtu@chinabroadcast.cn

تر بلې شنبې پورې مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.