<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-26 09:13:14    
پرکابل يو ځل بيا د توغنديو بريد وشو

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان پلازمينه کابل د اپريل په ٢٥ نېټه ماښام يو ځل بيا د توغنديو له يو بريد سره مخامخ شو چه له دې امله دوه تنه ښاريان ټپيان شول٠

د کابل يو پوليس د سين هوا اژانس خبريال ته وويل چه د همدې ورځې په ماښام په څه نا څه لسو بجو دوه توغندي د کابل د ښاری سيمې او هوايی ډګر ترمنځ پر سړک وچاودل٠ خبريال له نژدۍ وليدل چه د چاودنې ځای د نړيوال سوله ساتونکی پوځ له اډې څخه يو کيلومتر واټن هم نه لری٠ له چاودنې وروسته د سوله ساتونکی پوځ سرتېرو سمدلاسه دغه ځای کلابند کړ ٠

دا له يوې اوونې راهيسی پر کابل باندی د توغنديو دوهم بريد دی٠ د روانې مياشتې په نولسمه نېټه يو توغندی په افغانستان کښی د امريکې سفارت ته نژدۍ پر دولتی راډيو ولګيد چه يو پوليس پکښی ټپی شو٠

د روان کال له پيل راهيسی ، په افغانستان کښی امنيتی وضعه په پر له پسی توګه ناوړه شوې چه په ترڅ کښی يی د امريکې د پنځلسو تنو پوځيانو په ګډون نژدی دری سوه وګړي وژل شويدی٠