<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-27 19:14:23    
ښاغلی يانګ فو شی او د ده ليندۍ او غشی

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوو !

د من قوم د چين له ٥٥ ملی لږکيو څخه شميرل کيږی او په عمده توګه د چين په شمالی برخه کی ميشته دی ! دغه قوم په تيره زمانه کی پر أسونو د سپرو قوم ګڼل کېده ځکه هر وګړی يی د أس سپرلۍ او غشي ويشتلو په برخه کی لوی لاس درلود .

دغه قوم د خپل ځانګړيتوب له امله د لينديو او غشيو دجوړولو په ساحه کی هم ډير معلومات او ښه مهارتونه لری . خو د ټولنې له پرمختګ سره کم شمېر کسان په دغو مهارتونو ښه پوهيږی . د پروګرام په دغه کړۍ کی به تاسو ته د من قوم يو ښاغلی دروپېژنو چه د من قوم د ځانګړيو لينديو او غشيو په جوړولو کی لوی لاس لری .

(موسيقی )

د بيجينګ ښار د ختيځ په چاو يانګ سيمه کی د لينديو او غشيو يو دکان شته چه جيو يوان هاو نوميږی . د دغه دکان څښتن ښاغلی يانګ فوشی زمونږ خبريال ته وويل چه سل کاله دمخه په بيجينګ کی يو لوی انګړ و چه د لينديو او غشيو زيات دکانونه په کی موجود وو . د ده کور او د جيويوان هاو په نامه دکان هم له دغو دکانونو څخه شميرل کېده . په هغه وخت کی په بيجينګ کی د من قوم وګړو له لينديو او غشيو سره ډيره مينه درلوده او کله ناکله به هغوی دغې انګړ ته تلل او سوداګريزی يی هم ښه وه .

خو له څه دپاسه څلويښتو دکانونو څخه يوازی د ده کور لا تراوسه هم په دغه کسب بوخت دی .

(اواز )

د خپل عمر په ١٤ يا ١٥ کلنۍ کی می غوښتل چه په راتلونکی کی به هم د لينديو او غشيو د جوړولو کار کوم .

خو د ځينو سببونو له امله ښاغلی يانګ فو شی لومړی په يوه فابريکه کی او بيا وروسته د تکسۍ چلولو کار وکړ . په ١٩٩٨ کال کی د ده د پلار روغتيايی حالت بد شو او په هغه وخت کی په دی پوه شو چه بايد ژرترژره له خپل پلار څخه دغه مهارت ترلاسه کړی او که نه نو د من قوم دغه مهارت به له منځه لاړ شی . نو د تکشی د چلولو له کاره يی لاس واخيست او د لينديو او غشيو د جوړولو په کار يی پيل وکړ .

د خپل پلار د لاس په لاس مرستې سره ښاغلی يانګ ډير ژر د لينديو او غشيو د جوړولو مهارت خپل کړ او د ده له خوا جوړې شوی ليندۍ اوغشی په بازار کی په ښه بيه پلورل کيږی . د ده ليندۍ چه له عامو موادو څخه جوړيږی ، په بازار کی په سلو يا دوو سوو يونو اخيستلی کېدی او دغه راز د غوايانو له ښکرونو څخه جوړه شوی يوه ليندۍ په زرو يا دوو زرو يونو ارزښت لری .

ښاغلی يانګ فو شی وويل چه د دغه ځانګړی عنعنوی ليندۍ جوړول زيات وخت ته اړتيا لری . د شاوخوا لسو لينديو د جوړولو چارې له ده څخه څلور مياشتې وخت نيسی . نو له ١٩٩٨ کاله نه تر اوسه پوری هغه يوازی دوه يا درې سوه ليندۍ جوړې کړی دی .

د دغه مهارت د ځانګړيتوب له امله د ښاغلی يانګ ليندۍ په چين او بهر کی زيات مينوال راجلبوی .

د مغول قوم ښاغلی بای که وی د ښاغلی يانګ څخه ليندۍ زېرمې کړی دی . هغه وويل چه د من قوم له ځانګړيو لينديو څخه د دغه قوم د خلکو د

زړه ورتوب او غښتليتوب روحيه څرګنديږی . د مغول او من قومونو سره يو ځای د چين په شمالی برخه کی ژوند کوی چه د اسونو له سپرلۍ او د غشيو له ويشتلو سره ډيره مينه لری . خو د خواشينۍ وړ خبره دا ده چه اوس ډير کم کسان په دی مهارت پوهيږی .

سږ کال د ښاغلی يانګ فو شی د من قوم ځانګړی ليندۍ د چين د غيرمادی ميراثونو د ساتلو په هکله د م م په ليست کی شاملې شوی دی . د چين د هنر انستيتيوټ هم ښاغلی يانګ فوشی د يو څيړونکی په توګه ټاکلی دی او هغه ته به د لينديو جوړولو او ښکارولو لپاره اسانتياوې برابرې کړی . ښاغلی يانګ وويل چه په راتلونکی کی به هغه د لينديو د جوړولو په اړه د ويډيو ديسکونه جوړ کړی څو چه خلک له دغو اسنادو څخه د دغه دوديز مهارت زده کړه وکړی .

ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده او ستاسی له غوږ نيولو مننه کوو!